د پښو پر تلي د ميخونو يا مېخک ناروغي: لاملونه او درملنه يې 

يا به مو خپله تجربه کړې وي او يا به مو پر نورو کسانو کې لېدلي وي؛ د پښو پر تلي او د پښو پر ګوتو او نورو برخو يو ډول کلکې، درد لرونکې او سپنې دانې راپيدا کېږي، چې پښتو کې تر ډېره ورته مېخونه وايي. هغه وخت ډېر درد کوي چې کله مو بوټان پر پښو او مزل کوی او يا دغه دانې له کوم بل څيز سره ولګي. 

علمي او طبي نوم يې callosity دی؛ انګلېسي کې ورته  foot corn وايي. دغه callosity يا foot corn  چې ډېری خلک پښتو کې ورته مېخونه وايي، بېلا بېل ډولونه لري او د ډولونو پر بنسټ بېلا بېل نومونه په انګلېسي کې هم ورته اخېستل کيږي. 

د callosity  هغه مشخصه بڼه چې موږ - تاسې ورته مېخونه وايو او پر پښو پيدا کيږي، د  foot corn په نوم ياديږي. د foot corn يا د پښو د مخېونو حالت درې ډولونه لري: 
- سخت مخېونه: hard corns
- نرم مخېونه soft corns
- دانې ته ورته مېخونه seed corns

که تعريف يې کړو نو ويلی شو، چې مېخونه د پوستکي هغه مړې شوې برخې دي چې سختې شوې او نسجونه په کې غټ شوي وي. دغه مېخونه پر پښو او د پښو پر ګوتو پيدا کېږي. دغه حالت ډېر د اندېښنې وړ نه دی، خو ستونزه په کې دا  ده، چې ناروغ ته سخت درد ورکوي او ترې تکليف وي. 

لاملونه يې زيات دي، خو ځيني مهم يې لاندې ولولئ: 
- تکراري فعالیتونه او پر پښو فشار؛ 
- هغه بوټان اغوستل چې پښو کې مو برابر نه وي؛ 
- د پښو د لاندې برخو بيا - بيا ځلې موښنه؛ 
- ډېرې ازادې او يا هم د ډېرو تنګو جرابو اغوستل؛ 
- د غونډيو او غرونو په ډول سيمو کې چې لوړې - ژورې لري د ډېر اوږد وخت لپاره پلي ګرځېدل؛ 
- پر سخت ځای ډېر درېدل  او انتظار کول؛ 
- سختو شيانو سره  د پښو د تل او ګوتو سولول. 

له پورته لاملونو دوه يې ډېر مهم دي. د تنګو بوټانو اغوستل او پرته له بوټو او څپليو، لوڅې پښې ګرځېدل، ترټولو ډېر مېخونه پيدا کوي. مېخونه سمدلاسه هغه وخت درته د يو څو اوونيو دننه پيدا کېږي، چې د پښې کومه برخه مو بل سخت څيز- بوټ يا اصطکاک لرونکې ماده سره وسوليږي. 

يادونه: دويمه برخه کې طبي او کورنۍ درملنه درښييو