د افغانستان د ښوونې روزنې نظام او مدیريت - لومړی برخه 

مخينه:
له تاریخي اسنادو په ډاګه کیږي، چې افغانستان د نولسمې پېړۍ تر پایه د ښوونې روزنې منظم او مشخص نظام نه درلود، بلکې دغه کار په دودیزه توګه په فرهنګي مرکزونو، جوماتونو کورنیو مکاتبو، علمیه مدرسو او ... کې په دودیزه او ابتدایي بڼه تر سره کېده. ښایي دغه لاره د هغه مهال په اکثريت هېوادونو کې دود وه؛ خو کله چې امیر شېرعلي خان (۱۸۹۷ـ ۱۸۶۷) م کالونو کې واک ته ورسېد، د ختيځ نابغه سيد جمال الدين افغان په ګډون يې د هغه مهال له علمي، فرهنګي او فکري شخصیتونو سره اړيکې ټینګې کړې او د غو کسانو له ارشاداتو او افکارو يې ژوره ګټه پورته کړه. د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ جريده ((شمس النهار)) خپره شوه او د هغه مهال افغانستان په دودیزه ټولنه کې يې د افکارو او اذهانو په روښانولو کې مهم رول ولوباوه.

د عصري کولو په ډګر کې د امیر شېرعلي خان بل کار په کابل کې د حربي ښوونځي پرانيسته وه، دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ رسمي ښوونځي و، چې په دوو برخو (ملکي او نظامي) کې يې فعالیت درلود. امیر حبیب الله خان د امير شېرعلي خان کارونو ته ادامه ورکړه او په (۱۲۸۲) هجري لمريز کال يې په کابل کې د حبيبې لېسه تآسیس کړه. حبیبې لېسې درې دورې لرلې، چې لومړۍ هغې ته یې ابتدائیه (څلور کلنه)، دویمې ته رشديه (درې کلنه) او درېیمې ته يې اعدايه (درې کلنه) دوره ويل کېده او په دې سره د هېواد لومړنۍ ععصري لېسه وګرځېده.

د امير حبيب الله خان له علم پالونکو کارونو بل هم دا و، چې په هېواد کې يې د لومړي ځل له پاره د ښوونکو روزنې مرکز (دارالمعلمين) جوړ کړ. د ښوونکو روزنې په دې مرکز کې د زده کړو موده درې کاله وه او هغه مهال (۸۰) تنو ښوونکو په کې زده کړې کولې. روزل شوي ښوونکي د امیر په امر ولایتونو ته لېږل کېدل، څو هلته په تازه پرانيستل شويو رسمي ابتدائیه ښوونځيوکې تدریس وکړي. 

په اماني دوره کې د فرهنګي ودې له پاره ستر ګامونه پورته شول او د حبیبې لېسې د فعالتیونو له پراخولو سربېره، اماني لېسه، غازي لېسه، استقلال لېسه، تلګراف مکتب، د رسامۍ مکتب، د معمارۍ مکتب، السنه مکتب، د کرنې مکتب، عربیه دارالعلوم او رشتديه متسورات په کابل کې تآسیس او په تعلیمي فعالیتونو يې پیل وکړ. همدارنګه په ولایتونو کې هم ستر ښوونځي او مدارس تآسیس شول، چې تر ټولو مشهور یې په لاندې ډول دي: جلال آباد رشديه، کندهار زراعتي رشدیه، هرات رشديه، هرات دارالمعلمین، مزار شریف رشدیه، قطغن رشديه، پوليسو ښوونځي، موسيقۍ ښوونځی، د غالۍ اوبدلو مرکز، معماري مکتب او طبیه مکتب. د اماني دورې تر پایه په ټول هېواد کې د دولتي ښوونځيو شمېر (۳۲۲) بابو ته ورسېد او (۱۳۰۵) ه ش کال له احصايې سره سم د ابتدايي زده کوونکو شمېر تر (۵۱) زرو لوړ ؤ.

همدارنګه په اماني دوره کې د افغانستان لومړنی اساسي قانون تدوین او د (۶۸) مادې له مخې لومړنۍ زده کړې جبري شوې. د پوهنې (معارف) وزارت رسماً تآسیس او سردار محمد سلیمان د افغانستان په تاریخ کې د پوهنې لومړنی وزیر وټاکل شو. له (۱۳۰۲) تر (۱۳۰۶) ه ش کالو ټولټال (۶۹۳۵۹۵) ټوکه درسي کتابونه د پوهنې وزارت له لوري چاپ او ورسره سم د پوهنې مطبعه هم تآسیس شوه. سلګونه زده کوونکي د تحصيل له پاره بهرنیو په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو ته ولېږل شول او د پوهنې وزارت بودجه له حرب (جګړې) او دربار وزراتونو وروسته په درېیمه درجه کې راغله. په کابل ښار کې د دولت له لوري د دوو کتابتونونو جوړېدو، د څېړنو او تحقیقاتو له پاره هم زمینه پرانیسته او د ښوونې روزنې بهیر صعودي مزل پیل کړ، مګر دا هر څه د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) په راتګ سره له منځه لاړل او د ښوونې او روزنې روڼ مشال د څه مودې له پاره تیاره شو.

د محمد ظاهر شاه د څلوېښت کلن سلطنت (۱۳۵۲ـ ۱۳۱۲)  ه ش کالونو په لومړيو کې د پوهنې وضعیت د پام وړ پرمختګ نه دی کړی، خو د محمود خان د صدارت په دوره کې دې وضعیت ته څه نا څه پاملرنه وشوه او د ټولو ښوونځيو شمېر (۶۲۷) ته ورسېد او په کې (۱۱۱۲۵۴) تنو زده کوونکو (نجونو او هلکانو) زده کړې کولې او د (۳۴۴۱) تنو ښوونکو له خوا یې تدریسي چارې پر مخ تلې.

نور په بله برخه کې