د افغانستان د ښوونې روزنې نظام او مدیريت - دويمه برخه 

په (۱۳۵۷) ه ش کال کې د ظاهر شاه سلطنت د يوې سپینې کودتا په  وسیله پای ته ورسېد او د سردار محمد داوود خان جمهوریت يې ځای ونیو. داوود خان د خپلې واکمنۍ پر مهال ابتدائیه دوره له شپږو کالو اتو کالو ته لوړه کړه، د ښوونځي د پيل عمر يې ۶ یا ۷ کلني اعلان کړه او د څلور کلنې ثانوي دورې له پاره یې د کانکور ازموینه وټاکله. د سردار محمد داوود خان د ښوونې روزنې پروګرام بریالی نه دی ګڼل شوی، په ځانګړې توګه هغه د کانکور ازموینه له نیوکو سره مخ شوه، چې باید ثانوي دورې (متوسطه او لېسه) ته د بریالیتوب له پاره ورکړل شوې وای.

په (۱۳۵۷) ه ش کال د ثور په اوومه د جمهوریت له پای او کمونیستي نظام له راتګ سره پوهنې او د ښوونې روزې نظام ته له سره کتنه وشوه. کمونیستانو ښوونه روزنه د خپلو مارکيسستي او لېنیني ایډیالوژۍ پراخولو له پاره تر ټولو مناسبه لاره ګڼله، ځکه يې له خپلې ايډیالوژۍ سره په کې پراخ تغییرات راوستل. د هغه مهال د نوي اساسي قانون د څلوېښتمې مادې په لومړۍ فقره کې د ښوونکي د دندو په اړه راغلي: (( د علومو پر مستحکمو بنسټونو د زده کوونکو سمبالول، په زده کوونکو کې د علمي نړۍ ليد تشکیلول، د زده کوونکو ګټوره ټولنیزه وده او لیاقت د ښوونکي له دندو څخه دي)). 

همدارنګه د ۵۷ مادې په دوهمه فقره کې د ښوونځي مدیر مسوولیتونه دا ډول ټاکل شوي: (( د تدریس د سیاسي او ايډيالوژيکو افکارو له پلي کولو څارنه، د پوهې درجې کیفیت څارنه، په زده کوونکو کې د نېک رفتار او کردار ایجادول او له ټولګي څخه بهر د زده کوونکو د سیاسي او روزنیزو کړنو تنظیم)). 

د خلق دیموکراتیک جمهوریت له پای او د صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدينو حکومت په راتګ سره مارکیسستي تفکر د افغانستان له معارف څخه وتوږل شو او ځای يې اسلامي افکارو ونیو. د مجاهدینو په دوره کې تعلیمي نصاب درې ګونو دورو (ابتدائیه، متوسطه، لېسه) کې ګڼ شمېر ديني مضامین لکه قرآنکریم، حدیث، تفسیر، عقاید، فقه، تجوید، اسلامي تاریخ، صرف او نحو او همدارنګه عربي ژبه زیات شول. خو د مجاهدینو حکومت ډېر ژر په ټولو برخو کې له ننګونو سره مخ شو او په دې لړ کې معارف هم درانه زیانونه وګالل. د اویایمې لسیزې کورنیو جګړو پر مهال د پوهنې ۷۰ سلنه تآسیسات ویجاړ او د تحصیل بهیر په ټپه ودرېد.

د شلمې پېړۍ په پای کې د مجاهدینو حکومت د طالبانو اسلامي امارت له خوا وپرځول شو او په لومړي سر کې کابو ټول ښوونځي وتړل شول؛ ځکه د طالبانو په باور جهاد له زده کړو لومړيتوب درلود. د پلازمېنې له نیولو او اسلامي امارت له اعلان وروسته، د معارف په اړه نوی قانون جوړ شو او په دوهمه ماده کې يې لومړۍ زده کړې جبري وګڼل شوې. که څه هم د طالبانو د امارت د پوهنې په قانون کې ښځو ته د علم د زده کړې حق ټاکل شوی، خو دغه حق کله هم ورنه کړل شو. د (۱۳۷۷) ه ش په پیل کې د ښځو انجمن او د وړکتونو عمومي ریاست لغوه شول او کابو (۷۰۱۴) ښځينه ښوونکې له دندې وشړل شوې. همدارنګه د دولتي کارکوونکو د چاڼ په برخه کې هم (۲۷۰۵۴) تنې ښځې له ندو اخراج شوې. د ملا محمد عمر له فرمان سره سم، له ۱۲ کالو لوړ عمر لرونکو او ټولو زده کوونکو له پاره د لونګۍ په سر کولو جبري اعلان شول او امر وشو چې ټول خلک باید نبوي لباس واغوندي.