د افغانستان تعلیمي نظام پر وړاندې ستونزې، خنډونه او حل لارې

مدیريت ستونزمن او ستړی شغل دی، ځکه چې مدیران باید د لږو سرچینو او محدودو امکاناتو په مټ د مراجعینو پراخو او لویو غوښتنو ته ځواب ووایي. د ۲۱ پېړۍ ماهیت همداسې دی، چې مراجعین باید زیاتې تمې او غوښتنې ولري، ځکه دغه پېړۍ د علمي او اطلاعاتي انفجار په پېړۍ شهرت لري، د انټرنيټ اطلاعات په هرو شپږو ساعتونو کې دوه برابر زیاتيږي، زرګونه ټلویزیوني کانالونه او سټلايټونه د معلوماتو په خپرولو بوخت دي، ځکه نو د خلکو عمومي پوهه او معلومات له پخوا سره د پرتلنې وړ نه دي.
 
 په داسې شرایطو کې د مدیرانو دنده خورا درنه او له ننګونو سره مل ده، ځکه چې مدیران باید په داسې شرایطو کې د رهبري او همغږۍ په قدرت د خپلو مراجعینو تنده خړوبه کړي. خو که زموږ په هېواد کې د مدیریت (په ځانګړې توګه تعلیمي مدیریت) سیستم له نورو هېوادونو سره پرتله کړو، وبه وینو چې مدیریت تر ټولو اسانه او ساده شغل دی.
 
 دلته هغه څوک مدیر دی، چې سیاسي زور، له ځواکمنو سره تړاو او مالي سرچینې په واک کې ولري. زموږ مدیران پراخو مالي او انساني سرچینو ته لاسرسی لري، خو هیچا ته ځواب ویونکي نه دي. اصولاً د ځواب وینې نظام د افغانستان په اجرایی سیستم کې نه دی تعریف شوی.
 
 د افغانستان د ښوونې روزنې په اداره کې د ښوونځیو مدیران او معلمان د ځانګړو شرایطو له مخې مدیریت کوي: تر ټولو ټيټ معاش، بې سرپناهي، ناامني او تر ټولو لږ ادراي پرسونل، خو له دې ټولو سره باید  د زده کوونکو والدینو، ټولنې او دولت ته ځواب هم وايي؛ ځکه هر ډول تنبلي او تېروتنه د زده کوونکو پر ښوونه روزنه منفي اغېز کولی شي او د دې کار لوی زیان ټولنې ته اوړي.
 
د افغانستان د دولتي ښوونځيو مدیرانو او معلمانو ته د سرپرستۍ ناچیز حق ورکړل شوی او په ټولو ادارو کې د خپلو همرازه مدیرانو پر خلاف، د کور، موټر، ګارد او ښه معاش څخه برخمن نه دي، بلکې يوازې له مدیریت سره د مینې او علاقې په خاطر کار کوي. د افغانستان د دولتي ښوونځيو مدیران باید خپل مافوق، د زده کوونکو والدينو او ټولنې ته ځواب ووایي او له بلې خوا په لږو (حتا هیڅ امکاناتو) د ښوونې روزنې کیفیت هم لوړ وساتي او په تش لاس د ښوونځي له ودانۍ او امکاناتو هم ساتنه وکړي.
 
د ښوونځيو مدیران له مدیریت سربېره، چې هغه هم ځانګړي فرصتونه غواړي باید د معلمۍ، روزنې، خدماتي کارونو، دفتري کارونو او حتا د یوه ساتونکي درانه مسوولیتونه هم سمبال کړي.
 
 دا په داسې حال کې ده، چې حتا د یوه ښوونځي له پاره اړینو امکاناتو لکه کتابتون، لابراتوار، لوبغالي، مېزونو، څوکیو، درسي کتابونو او آن په ځينو ښوونځيو کې د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.
 
ستونزې او حل لارې:
زموږ د ښوونځيو مدیران او معلمان په داسې حال کې تدریس او مدیريت کوي، چې د ښوونځي له پاره ودانۍ نه لري او هغه چې ودانۍ لري، بیا هم د ټولګیو له کمښت سره مخ دي، د ښوونځي ودانۍ له هر ډول درسي امکاناتو تشه ده او ډېرې ودانۍ د زده کوونکو د حاجت پوره کولو له پاره تشنابونه او د څښاک پاکې اوبه هم نه لري. بله خوا مدیران هم له هر ډول ټيکنالوژۍ او نویو اطلاعاتو بې برخې دي، اکثريت ښوونکي لوړې او مسلکي زده کړې نه لري او د ټيټ معاش له امله د ښوونځي او زده کوونکو په پرتله، خپلو شخصي کارونو ته پاملرنه کوي.
 
د دولتي ښوونځيو معلمانو او مدیرانو لویه ستونزه دا ده، چې د معلمي او مدیریت  تر څنګ ګڼ نور مسوولیتونه هم ورله غاړې دي. دوی باید د ښوونځي د مدیریت تر څنګ تدریسي چارې، خدماتي کارونه، دفتري او اداري کارونه او د ښوونځي ساتنې دندې هم پر مخ یوسي. د ښوونځيو یو شمېر معلمان او مدیران د هغه ځای اوسېدونکي نه دي، چې په ښوونځي کې یې په معلمي او مديريت ګمارل شوي دي. د ښار اوسېدونکی کس په لرې پراته کلي او د یوه ولایت اوسېدونکی د بل ولایت په یوه سیمه کې د ښوونځي معلم او مدیر ګمارل شوی. دغه معلمان او مدیران باید هره ورځ څو کیلومټره پلې لاره ووهي او د ژوند په ناوړه شرایطو کې له امنیتي اندېښنو سره مل شپې ورځې تېرې کړي، دغه چاره خپله د مدیریتي ضعف لامل شوې ده.
 
په ټوله کې د تعلیمي مدیریت او په ځانګړې توګه د ښوونځيو د مدیریت یوه له سترو مسایلو دا ده، چې دغه مدیران د سابقه لرونکو معلمانو یا د ټولنې د نامتو فرهنګیانو له ډلې ګمارل کیږي، چې ممکن د ښوونځيو مدیریت له پاره کافي لیاقت او وړتیا ونه لري او حتا د ستونزو زېږولو لامل هم شي. ډېر کله داسې هم کیږي، چې د مدیریت څوکۍ د واسطه بازۍ پېر او پلور ښکار شي او د ضوابطو پر ځای روابطو ته ترجیح ورکول کیږي. په داسې حال کې، چې د مدیریت مقام لرونکي کسان نه یوازې باید غوره تعلیمي سابقه ولري، بلکې باید له غوره شخصیت، نېکو اخلاقو او پیاوړې رهبرۍ وړتیا لرنې هم برخمن وی.
 
ښوونه روزنه د یوه هېواد د پرمختګ او ترقۍ تهداب دی او د هرې ټولنې پرمختګ د ښوونې روزنې له پرمختګ سره تړلی دی. له همدې امله د ښوونې روزنې مسوولین او رهبران باید دغه چاره او د دې چارې د سمبالوونکو (معلمانو او مدیرانو) ستونزې او مشکلات له پامه ونه باسي. مسوولین باید د ښوونځيو د معلمانو او مدیرانو ستونزې هوارې او د ژوندانه اسانتیاوو ته یې جدي پاملرنه وکړي، تر څو هغوی هم د راتلونکي نسل ښوونې روزنې ته لومړیتوب ورکړي.
 
په افغانستان کې هر کال د هېواد د ښوونې روزنې له پوهنځيو او د ښوونکو روزنې مرکزونو ګڼ شمېر محصلان فراغت مومي، خو ډېر کم لیدل شوي، چې دغه روزل شوي کادرونه د ښوونځيو په مدیریتونو کې ګمارل شوي دي، چې له امله يې د ښوونې روزنې د کیفیت ټيټېدو باعث ګرځي. ښه خبره دا ده، چې له دغه روزل شویو کادرونو په ښوونځيو کې استفاده وشي، تر څو له یوې خوا د مدیریت او زده کړو کیفیت لوړ شي او له بلې خوا د ښوونې روزنې په برخه کې شوې پانګونه بې ځایه مصرف نه شي.
 
زموږ په تعلیمي نظام کې د مدیریت مقام لا هم خپل اصلي معیارونه او ضوابط نه دي موندلي. د تعلیمي مدیریت د ځينو ستونزو د هواري له پاره کولی شو، چې د معلم روزنې د پروګرامونو د پراخولو سر بېره، د مدیرانو له پاره هم لنډ مهاله مدیریتي کورسونه او د رهبرۍ لارو چارو ښودلو ورکشاپونه په لاره واچوو.
 
د ښوونځیو مدیران باید د معلمۍ تجربه ولري، تر څو وکولی شي دغه تجربې د ښوونځي په چارو کې وکاروي او  په څنګ کې ور سره له خپلو فکري سرچینو، فني او ادراکي مهارتونو څخه هم ګټه واخلي. د ښوونځيو د مدیرانو له پاره لازمه ده، چې د روزنیزو علومو، روانپوهنې او ټولنپوهنې په برخو کې هم زده وکړي.
 
د ښوونې او روزنې د مدیرانو او معلمانو د معلوماتي سطحې لوړولو له پاره باید د ښوونځيو مدیریتونه په معلوماتي تيکنالوژۍ او انټرنيټ تجهیز کړو، تر څو وکولی شي خپل معلومات نوي او د نړۍ له هره ګوټه د مدیریت په برخه کې نوې تجربې خپلې کړي. باید په یاد ولرو، چې د ټولنې نوی او راتلونکی نسل د ښوونې روزنې په کیفیت او د تعلیمي مدیرانو او رهبرانو په وړتیاوو پورې تړلی دی.