ټولنیز اوسېدل

دا چې انسان یو ټولنیز موجود دی، نو اړینه ده چې په خپل ورځیني ژوند کې هم ټولنیز و اوسي. پر ټولنه باندې د یو ټولنیز انسان اغېز نسبت هغه چاته زیات دی، چې کنجکاو یا په عامه اصطلاح د خیر پر غونډۍ ناست وي.
دا چې موږ ولې باید ټولنیز و اوسو؛ دوه عمده دلیلونه یې وړاندې کوم:

لومړی: ټولنیز والی د ټولنې اړتیا ده: که هر انسان له ټولنې څخه ځان لرې او ګوشه نشین کړي، نو معلومه خبره ده چې ورځینۍ چارې به په ټپه ولاړې وي. د اوسنۍ نړۍ ټول پرمختګونه او نوښتونه د ټولنیز والي له برکته را منځته شوي دي. ځینې داسې کسان شته چې، له نورو خلکو سره ناسته ولاړه نه خوښېږي او په هر کار/ خبره کې یوازې یوه جمله تکراروي (زما یې څه؟) دا ډول کسان نه یوازې دا چې د ټولنې او کورنۍ یې نه خوښېږي، بلکې هیچا ته یې یوه ذره خیر هم نه رسېږي. انسان چې کله نړۍ ته سترګې وغړوي، له ټولنې سره یې مستقیمه اړیکه ټینګېږي، نو اړینه ده چې د ژوند تر پایه پورې په ټولنه کې و اوسېږي.
دویم: د ژوند رنګ او خوند په ټولنه کې ده: انسانان د ژوند په لومړیو پړاوونو کې د غرونو په سمڅو او غارونو کې اوسېدل. هغه وخت یې نه مناسبې جامې درلودې، نه مناسب خواړه او نه هم د دنیا له رنګارنګ نعمتونو څخه برخمن وو. خو کله یې چې مدنیت ته مخه کړه، کلیوالي او ښاري ژوند یې ولیده، نو هغه وخت بیا د ژوند په اصلي خوند پوه شول او هغه وخت یې درک کړه چې ژوند یعنې څه؟

ځینو کسانو سره به پوښتنه پیدا شي چې څنګه کولی شو خپل ځان یا ماشومان ټړلنیز عادت کړو؟ ځینې لارې چارې یې درته یادوم:

لومړی- والدین: د مور او پلار لپاره اړینه ده او دا یې مسؤولیت دی، چې خپل ماشوم ته ارزښت ورکړي، خبرې یې واورېدل شي، پوښتنې یې ځواب شي او د ځینو کوچنیو کورنیو مسایلو په اړه ورسره بحث وشي؛ تر څو ماشوم دا درک کړي چې زه هم یو څوک یم چې نور راته دومره اهمیت راکوي.

دویم- کورنۍ: هره کورنۍ باید خپل ماشوم داسې عادت کړي، چې تل له نړرو کسانو سره خوښ و اوسي، ښې خبرې ور زده کړي، نېکو کارونو ته یې ور پام کړي او و یې هڅوي او د بدو کارونو په اړه ورته پوهاوی وشي تر څو ډډه ترې وکړي.

درېیم- ښوونځی: که ښوونځي کې ښوونکی له خپلو زده کوونکو سره ښه چلند وکړي، نو ښکاره خبره ده چې په مقابل کې به یې زده کوونکي هم نېک اخلاق او ښه چلند کوي. کله چې زده کوونکی د ښوونکي له لوري وهڅول شي نو هغه زده کوونکي سره د درس ویلو احساس پیدا کېږي چې څنګه درس ووايي، مسؤولیت څه ته وايي، څنګه مسؤولیت واخلي او څه ډول وکولی شي چې له ټولنې سره تعامل وکړي.

څلورم- ښه چلند: نېک اخلاق او غوره چلند داسې وسله ده، چې د نړۍ هر ځواکمن یې پر وړاندې سر ټیټوي. د کورني له غړو نیولې بیا تر کلي، جومات، چم، ګاونډ او آن تر ښار پورې له هر چا سره ښه سلوک، نېک اخلاق او غوره چلند کول د دې لامل کېږي چې هر څوک له دا ډول کسانو سره مینه او ملګرتیا کوي او دا د ټولنیز کېدو یوه کلیدي لاره ده. 

پنځم- نرمې خبرې کول: ځینې کسان داسې عادت لري، چې له هر چا سره په لوړ آواز او تُنده لهجه خبرې کوي، چې دا کړنه یې د هیچا نه خوښېږي. په سړه سینه او نرمه لهجه خبرې کول د مخاطب لپاره ډېرې په زړه پورې وي او هر څوک هڅه کوي له داسې کسانو سره د ملګرتیا تار وغځوي. په نرمو خبرو کې هم مهاله باید معنی داره او له مفهوم ډکې خبرې وشي. له بېهوده خبرو څخه هر څوک کرکه کوي او دا ډول خبرې د ټولنیزو آدابو خلاف کار ده.

شپږم- ملګرتیا: په پښتنو کې مشهوره لنډۍ ده چې وايي: [مینه په تلو راتلو زیاتېږي. کله راځه کله به زه درځم مئینه.]
له نېکو، غوره، پوه، با اخلاقه، دینداره، با درکه او مستعدو کسانو سره ملګرتیا او ناسته ولاړه هغه څه دي چې انسان د ټولنیز کېدو خواته بیايي او همدغه ټولنېز والی یې بیا د ورځینو چارو د بریالیتوب سبب کېږي.

ټولنیز شخصیت دا نه دی چې له ټولو سره خبرې وکړئ او وخاندئ؛ بلکې ټولنیز والی دا دی چې په دې پوه شئ چې چېرته، له چا سره، کومه خبره په کوم انداز وکړئ.