مه وایه!، ووایه!

مه وایه!، ووایه!
(لس انګېزه بښونکې خبرې)

۱- مه وایه، چې هر څه کولی شم؛ ووایه! په خدای ﷻ مې توکل کړی.

۲- مه وایه، چې ولې رټل کېږم؛ ووایه! زه هم خدای لرم.

۳- مه وایه، چې ژوند مې بدرنګ ده؛ ووایه! یواځې خدای ﷻ راته کافي ده.

۴- مه وایه، چې نشم کولی؛ ووایه! خپله هڅه به وکړم.

۵- مه وایه، چې ولې دې داسې وکړل؛ ووایه! راتلونکي کې پام کوه.

۶- مه وایه، چې ته ناکام یې؛ ووایه! هڅه وکړه.

۷- مه وایه، چې زمانه خرابه ده؛ ووایه! اهل د زمانې خراب ده.

۸- مه وایه، چې زه وړتیا لرم؛ ووایه! یواځې وخت راکړه. (هر څه به وخت ثابت کړي).

۹- مه وایه، چې زه دا نه منم؛ ووایه! په اړه به یې فکر وکړم.

۱۰- مه وایه، چې ولې داسې وشول؛ ووایه! په دې کې به مو خیر وو.