د غوايي شپاړسمه د قلم ورځ

هر هغه څه، چې ډېر ارزښت ولري نو تل یادېږي او خلک یې هم درناوی کوي.
په کالنۍ کلیزه کې د مئ ۵مه، چې د غوايي له ۱۶مې نېټې سره سمون خوري؛ د قلم ورځ نومول شوې ده.

که څه هم د قلم بيه ډېره کمه ده؛ خو ارزښت یې خورا زیات ده او دومره زیات ده، چې الله ﷻ پرې قسم کړی ده او فرمایلي یې دي: «نٓ ۚ وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ»
(نون؛ قسم دی په قلم او په هغه څه چي ليكونكي یې ليكي).
بل ځای الله ﷻ فرمایي: «الَّذِى عَلَّمَ بِالْقَلَمِ» (العلق: ۴)
(چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښودی.)
له دې څخه څرګنديږي، چې قلم خورا ارزښتناک څیز ده.
په ځینو روایاتو کې راغلي، چې لومړنی څه چې الله ﷻ پر ځمکه پیدا کړی ده؛ هغه قلم ده.
یو انسان یا ټولنه او حتّیٰ یو هېواد هغه وخت ښه پرمختګ کولی شي، چې هلته قلم وي او د قلم په ارزښت خلک و پوهېږي. نن سبا، چې نړۍ څومره پرمختګونه کړي دي؛ دا هرڅه د قلم له برکته دي.

هغه څوک، چې د قلم په ارزښت و نه پوهېږي، نو هغه سمه ګټه هم ورڅخه نه شي اخیستلی. قلم ډېر دروند څیز ده؛ خو افسوس، چې ځینو اهل قلمو ډېر سپک او بې ارزښته کړی ده.

يوه ډېره پخوانۍ او عامه اصطلاح ده، چې قلم د پاچاهانو له تورې څخه هم تېره ده. که لږ فکر هم وکړو؛ نو بالکل، چې دا خبره سمه ده. د تورې یو ګوذار یواځې یو کس له منځه وړلی شي؛ خو قلم بیا داسې وسله ده، چې کولی شي په خپل یو ګوذار باندې سترې سترې واکمنۍ او ستر ستر هېوادونه را وپرځوي.

قلم د زړه او ژبې اصلي ترجمان ده. هغه څه، چې په زړه کې وي؛ ژبه یې بیانوي او هغه څه، چې ژبه یې بیانوي؛ یواځې قلم ده، چې هغه لیکي او ټولې نړۍ ته یې رسوي.

دا، چې موږ او تاسو له پخوانيو تاریخونو، واقعو او نورو هرو هغو پېښو، چې پخوا تېرې شوې دي؛ خبر یو؛ دا هم د قلم برکت ده. ستره او څرګنده بېلګه یې د خدای ﷻ ستر او سپېڅلی کتاب ده، چې له نن څخه ۱۴۴۱ کاله مخکې نازل شوی ده خو اوس هم ټوله نړۍ ورته لاسرسی لري؛ همدا قلم وو، چې دا کلام یې ولیکه او دا ده تر اوسه پورې هم شتون لري.

د قلم په ارزښت که هر څومره وغږېږو بیا هم کمه ده. وروستۍ خبره دا ده، چې د قلم نوکه له تورې تېره او له مرمۍ څخه ګړندۍ ده، نو هیله ده چې ډېر په احتیاط او مثبت لوري وکارول شي.