د افغانستان په څېر وروسته پاتې او جګړو ځپلي هېوادونو کې د ملي هويت مسلې حل، سوله، امنيت، له اقتصادي ستونزو او بهرنيو لاسوهنو را بهر کېدل کړکېچونه وي، چې حل يې لسيزې وخت نيسي او حتی حکومتونه يې پر حال کې ناکامه او پاتې کېږي. دې ډول حالت کې د حکومتونو ټول تمرکز يوازې پر سياسي مسايلو، دولتي اقتصاد، سولې او امنيت وي. مسوول کسان داسې يو وضعيت کې هڅه کوي چې له پورته ښکته خواته سمون، رغون، جوړونه، ثبات او ارامتيا رامنځته کړي؛ يانې هڅه پر دې وي، چې د ملت جوړونې پر ځای دولت جوړونه يا State Building وشي. له پورته ستونزو د وتلو شونې لارې د دولت جوړنې پر ځای ملت جوړونه يا Nation Building دی؛ چې هم کم وخت کې شونی دی، هم يې لګښت کم وي او هم يې بڼه نهادينه او بنسټيزه وي. دلته د ملت جوړونې لپاره ځيني د لمس وړ لارې - طريقې وړاندې کوو. دلته موږ هڅه کوو چې له جزئياتو نه کلياتو ته ورشو. هغه د ملت جوړونې بېلګه چې زه يې وړاندې کوم په توپيري بڼو تاريخي مخېنې لري او په تېر کې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې پرې کار شوی او مثبتې پايلې يې ورکړې دي. خواره - واره، ستونزو کې بند، اقتصادي وضعيت کې خراب او ويجاړ شوي ملتونه او هېوادونه په کې د بريا لوړو پوړيو ته رسېدلي دي؛ داسې بنسټيز او نهادينه شوي دي، چې تر نن بقا لري؛ ويجاړی او وېشل کېدنه يې سخته وي.
۱- فرد/وګړی: اسلامي روايت هم دی، چې ځان پېژندنه خدای پېژندنه ده. تر هغې چې يو کس او يو فرد پر ځپل ځان کار نه وي کړی او ځان يې نه وي جوړ کړ نو بيا دا خبرې چې ټولنه او هېواد به ورغوي او جوړ کړي ستونزمنې او ناشونې دي. له ښه مرغه چې اوس وخت کې په فردي ډول هر کس دومره پر ځان کار کړی، چې خپل مسير او لار يې ځان ته ټاکلې ده. له ليوني او صغير پرته بل هېڅ داسې فرد نشته چې هيلې، د راتلونکي لپاره پلانونه او موخې ونه لري، خو دا چې ورته رسېدی نه شي نور لاملونه شتون لري. هغه مسير چې يو کس پرې روان دی ډېری وخت يې همدا فرد ځان ته په خپله مشکل کړی وي. د بېلګې په ډول، يو کس غواړي له اقتصادي ستونزو ځان را بهر کړي، پيسې وګټي، په ارام او اسانو لارو يې وګټي، ژوند وکړي، خو شاهانه او جنتي ژوند؛ دغه ټولو موخو ته د رسېدو لارې شته دي، خو په دې شرط چې فرد يا کس يې په اړه يو څه زحمت وباسي. نو که چېرې تصميم دا ونېول شي، چې زه ځان جوړوم نو د ژوند په پراخه فرصتونو کې ډېر داسې وسيلې شته دي، چې خنډونه پرې ماتېدلی شي. د زده کړو، پيسو ګټلو، شخصيت جوړونې او موثر تمامېدو ګڼې لارې شتون لري. ضرور نه ده چې همدا نن يا د يو کال دننه بايد بېل ګېټس يا ولسمشر شئ؛ دا درته موخې وټاکئ، که سل سلنه ته يې ونه رسيږي نو يوازې يو سلنه ترلاسه کول يې هم د يو کس/ فرد ژوند ژور بدلولی شي او د اوس په پرتله ژور بدلون ورکوي.
۲- کورنۍ: که د کورنۍ ټولې غړي نه وي نو په ټوله کورنۍ کې؛ کوچنۍ کورنۍ ښځه او خاوند او يا سترې کورنۍ، ښځه - خاوند، بچيان او نور غړي وي، ضرور په کې داسې يو کس پيدا کېدای شي، چې د پورته ذکر شوي مسايلو په پام کې نېونې سره د ځان جوړونې فکر خپلولی او عملاً کار پرې کولی شي. کله چې د يوې کورنۍ دننه يو غړی پر ځان جوړونې کار وکړي نو بيا ورته شونې ده، چې د کورنۍ نور غړي هم ښه تربيه، وهڅوي، له ستونزو يې بهر او بريا ته يې ورسوي. د کورنۍ هغه غړی چې ځان يې جوړ کړی دی، لومړی د کورنۍ ستونزې حلوي، مشکلات په حاصلې شوې پوهې او مهارت سره له منځه وړي؛ دې کارونو وروسته بيا هغه تکتيکونه په کار اچوي چې دی يې بريالی کړی او دی په کې خپله کورنۍ بريالۍ کولی شي. دغه کس د کورنۍ مشرتوب اخلي، د کورنۍ هر غړي عوايد او کاروبار لرونکی جوړوي، د کورنۍ سېسټم منظم او با ډېسپلينه کوي او دې سره بريالی کېږي، چې يوه سالمه، پوه او زده کړې لرونکې، پر اقتصادي وضعيت بډايه او خپل کاروبار لرونکې کورنۍ ولري. دې کس ته په کار ده، چې دې پړاو کې د کورنۍ مسووليت ته غاړه ورکړي. تر ټولو لومړۍ خپله کورنۍ پر ځان راټوله کړي او پرې دې يې قانع کړې، چې پر کوم مسير چې دی ځي، هغه په اسلامي، ټولنيز او اقتصادي ډول يو وړ او غوره مسير دی. دې سره يوه داسې کورنۍ جوړيږي، چې پر ځان به بسيا وي، د ښه اقتصادي وضعیت پر اساس به يې روحي او ذهنی ارامتيا شتون ولري او له خپل ځان وراېخوا به ټولنيز مسووليتونه هم درک او حل کړی شي. اوس که يو چا ته دا ناشونې ښکاري، چې څه ډول به خلک لومړی ځانونه جوړ کړي او بيا به کورنۍ جوړې کړې او فکر کوي، چې داسې وړاندې تګ خيال پلوه او هسې تصور دی، نو له ځان دې وپوښتي، چې دغه کس خپله د ځان او کورنۍ جوړونې هڅه کړې، په کې ناکام شوی، چې داسې منفي فکر يې خپل کړی دی؟ اوس که چېرې د يو کار پيل نه وي شوی، نو څنګه يې په اړه له وړاندې دا پرېکړه کولی شو، چې نه کيږي او ناشونې چاره ده؟ مخکې له دې چې دا ووايو، چې دا چارې خلک نه کوي، خلکو کې دومره ظرفيتونه نشته او ناشونې به وي، چې يو کس لومړی پر ځان او بيا پر کورنۍ کار وکړي؛ نو د نورو خلکو په اړه د پرېکړې پر ځای دې همدا کس پر خپل ځان کار وکړي. هر کس خپله يو فرد او تن دی؛ که پيل يې له ځان وکړو، نو بيا اړتيا نه پاتې کېږي، چې د نورو په اړه له وخت وړاندې پرېکړې وکړو او د نورو په اړه قضاوت وکړو. د بېلګې په ډول، هر هغه کس چې دا ليکنه لولي، نو دی دې پر ځان تمرکز، فکر او کار وکړي؛ نو بيا اړتيا نه پاتې کېږي، چې دی د نورو په اړه منفي فکر خپل کړی. دلته ستره ستونزه دا ده، چې ډېر وخت له ځان نه خبره خو د نورو په اړه ډېر څه وايو؛ لومړی له ځان پيل وکړه او که له ځان دې پيل نه وي کړی نو نه ده په کار چې د نورو په اړه ووايي، چې دا به ونه کړي او دا به ونه شي کړی.
۳- کلی او سيمه: هر کله چې په يوه لويه سيمه کې لومړی فردي او بيا کورنۍ منظمې، زده کړې لرونکې او په اقتصادي اساس غښتلې شي، نو بيا ژر شونې ده چې يووالی لرونکي، متحد، د مشترکو ګټو پر اساس سره تړلي او وېښ کلی او قوم جوړ شي. د افغانانو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ ډېرې او پخوانۍ دي. لاملونه يې د پوهې کموالی او اقتصادي ناخوالي دي. هر کله چې د يوې کورنۍ دننه جوړښت منظم وي، نو بيا په سيمه کې له نورو کورنيو سره هم ښې او دوستانه اړيکې رامنځته کوي. اقتصادي تړنې دوی نور هم سره نېږدې کوي؛ د يو کلي او قوم خلک د يوې کورنۍ د غړو په څېر کېږي. د بلېګې په ډول؛ که چېرې د يو کلي خلک په ګډه سره پانګونه وکړي؛ ښوونځی، کوچنۍ صنعتي کارخونه، زراعتي فارم او نور جوړ کړي، نو پايله کې يې ټولنيزې تړنې غښتلې او دوستۍ يې ډېريږي. ټولنيزې او نورې ناخوالۍ بيا د فزيکي مخامخ کېدنې پر ځای د خبرو او مصالحې له لارې حل کېدای شي. دا چې د يو کلي دننه کورنۍ سره يو او متحدې شي نو ښه نېږدې کېدنه يې اقتصادي شراکت دی، چې له يوې خوا پر اقتصادي ستونزې له منځه وړی شي او له بلې خوا پرې ټولنيز مشکلات حلولی شي.
۴- قوم او ولايت: په تدريجي ډول سره فردي، کورنۍ، کليوالي او سيمه ييزه رغونه په لويه کې د يو ستر قوم او تر يو ولايت اغېز پرېږدي. هغه جوړښتونه چې له کورنۍ پيل شوې وي، پراخه کېږي چې تر سترو قومونو او ټولنو پورې رسيږي. دا بيا د بېلګې په ډول د هېواد نورو ولايتونو ته رسيږي او افغان ولس به هم له هغه نيکمرغیو او سهولتونو برخمن شي، کوم چې اوسنۍ ۲۱مه پېړۍ کې يې د نړۍ نور وګړي لري.
پايله دا چې، د يو ايډيال او ارماني هېواد لپاره لومړی له ځان، کورنۍ، کلي، سيمې، قوم او ولايت څخه کار کول په کار دي. په يوه مياشت او کال کې د يو هېواد په کچه ايډال حالت ته رسېدل شوني دي. هغه انرژي چې پر دولت جوړونه له پورته څخه مصرفيږي، نو که چېرې له ښکته څخه پر ملت جوړونې ولګيږي، ښې پايلې لرلی شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره لومړی د يو ګفتمان او وراشه جوړول اړین دي، ورپسې کور په کور او کلي په کلي عامه پوهی او له يو بل سره د تړنې په پار اقتصادي پروژې پر لار اچول او پلي کول په کار دي.
موږ د اقتصادي ابزارو په وسيله د ملت جوړونې برخه کې يو شمېر ښه وړاندې تګونه له تيرو دوه کالونو پيل کړې او وړاندې وړي دي، چې ښې پايلې يې هم درلودلې دي. هغه مسايل چې موږ ذکر کړل او موخه مو په کې د کورنۍ، کلي، سيمې او قوم نېږدوالی دی، پر ګډو او مشترکو اقتصادي ګټو او سهامي شرکتونو کې په ښه ډول سره تر لاسه کېدای شي.
ــــــــــــ
له ليکوال سره اړيکه:
فېسبوک: https://www.facebook.com/weyal.mirwais
واټس آپ: 79162384666+
وروستي