کارو بار او اقتصادي مالي مسايلو کې؛ پر مالي مکلفیت/Financial Liability او شتمنۍ/assets ښه پوهېدنه؛ توپير او بيلګې يې 

په سوداګريزو او مالي اصطلاحاتو کې، شتمنۍ او مکلفیتونه ډېر ځلې یوځای کارول کېږي. دا دواړه (شتمنۍ او مکلفیتونه) بنسټیز عناصر دي چې ستاسو د سوداګرۍ مالي روغتیا ښيي او دا درته په ګوته کوي، چې د کارو بار وضعيت مو څه ډول روان دی. 

د مالي مکلفیتونو Financial Liabilities پېژندنه 
د يو شرکت او کارو بار دننه، مالي مکلفیتونه يا  Financial Liabilities هغه  پورونه دي، چې تاسې يې په ورکړې مجبور ياست  او دا بايد راتلونکي کې تر سره کړئ. مالي مکلفیتونه يا  Financial Liabilities  به يا پسې وي چې بايد بيا ورکړل شي؛ يا به توکي وي چې بايد چمتو او وړاندې شي او يا به هم خدمات وي چې بايد تر سره او وړاندې شي. ټولې هغه پيسې، توکي او خدمات چې مالي مکلفیتونه يا  Financial Liabilities جوړوي، ځکه د بايد کلمه ور سره ذکر کېږي، چې معامله يې په تېر کې شوې او اوس کې پر تاسې يا هم ستاسې پر شرکت د پور په ډول پاتې وي. لنډه دا چې، مالي مکلفیتونه يا  Financial Liabilities پر تاسې د بل کس يا ستاسې پر شرکت د بل شرکت هغه قانوني پور دی، چې ګټه يې په تېر کې اخېستل شوې او معامله يې په تېر کې تر سره شوې ده  او په راتلونکي کې بايد اجرا شي.

د مالي مکلفیتونو Financial Liabilities ډولونه 
۱- اوسني مکلفیتونه/لنډ مهاله مکلفیتونه يا Current liabilities short-term liabilities: هغه مکلفیتونه دي چې د یو کال په موده کې د تادیې وړ وي. يو شرکت کې د ورکړې وړ حسابونه، د پرې کولو وړ ګټه، پر عوايدو او ګټو راغلې ماليه، باقي او پاتې بېلونه، راټول شوي لګښتونه او لنډمهاله پورونه د لنډمهاله مکلفیتونو بېلګې دي. 

۲- غیر جاري مکلفیتونه/اوږدمهاله مکلفیتونه يا Non-current liabilities /long-term liabilities:  هغه مکلفیتونه دي چې یو کال یا له يو کال ډېر وخت وروسته هم  د تاديې وړ وي. د سترو پورونو او قرض پاڼو ورکول؛ هغه پسې چې له بانکونو  او نورو حکمي او واقعي اشخاصو څخه پور اخېستل شوي او د بېرته ورکړې موده يې تر پنځه کاله پورې وي او د هغه وسايلو، ځمکې او نورو توکو پيسې ورکول، چې شرکت لپاره په پور اخېستل شوي، د اوږد مهاله مکلفيتونو بېلګې دي. 
 
۳- احتمالي مکلفیتونه يا Contingent liabilities: هغه مسؤلیتونه دي چې ممکن د یوې ټاکلې پیښې پورې اړه ولري؛ رامنځته او يا رامنځته نشي.  د شونتيا مکلفیتونه  هغه دي، چې په راتلونکي کې  تر پنځوس سلنه د يو مالي مسووليت او مکلفيت وړاندوينه وشي. 

شتمنۍ يا Assets 
دا ستاسې  د شرکت هغه د لمس وړ او ناملموسې سرچينې دي، چې ستاسې د شرکت په واک کې دي. شتمنۍ يا Assets  کولی شي راتلونکې کې د شرکت لپاره ګټه راوړي او اړتياوې پرې پوره شي. د يو شرکت ارزښت په شتمنۍ يا Assets  سره  ساتل کېږي. 

د شتمنۍ يا Assets ډولونه
اوسنۍ شتمنۍ يا urrent assets - هغه شتمنۍ دي، چې د لنډ وخت لپاره وي او په اسانۍ سره په نغدو پیسو اوښتی شي. 

ثابتې شتمنۍ يا  fixed assets - د اوږدې مودې کارونې لپاره ټاکل شوې وي په نغدو د بدلېدو شونتيا يې په لنډ- کم وخت کې شونې نه وي.