پاکستان کې څه روان دي؛ څوګ او ولې يې کوي؟ 

پاکستان کې د وروستيو سياسي کړکېچونو په پايله کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي، د لومړي وزير عمران خان په غوښتنه او مشوره د پاکستان قامي اسمبلي يا ولسي جرګه لغوه کړه او دې سره يې د پاکستان د اپوزېسيون هغه پلانونه بې پايلې کړل، چې هڅه يې کوله ترڅو د پاکستان د پارلمان په وسيله لومړی وزير عمران خان له دندې ګوښه کړي. 

نن ورځ  د پاکستان د ولسي جرګې د ناستې مشري د همدې اسمبلۍ مرستيال قاسم سوري کوله. نوموړي له عمران خانه په دفاع  کې وويل، چې پارلمان نه شي کولی اوس وخت کې د لومړي وزير د بې اعتبارۍ طرحه وړاندې کړي. د نوموړي په وينا، چې دغه کار د بهرنيو په لاسوهنو کېږي او د پاکستان د اساسي قانون خلاف عمل او کړنه ده. 

شونيتا ډېره دا وه چې د پاکستان ولسي جرګه کې د اپوزېسيون غړي او د عمران خان مخالف وکيلان به د حکومت خلاف رايه ورکړي او دې سره به د عمران خان حکومت سقوط کړي. لومړي وزير  عمران خان، ګوند او حکومت يې د اپوزېسيون له پلان وړاندې اقدام وکړ  او  دې سره يې د پاکستان قامي اسمبلي لغوه اعلان کړه. د پاکستان د اطلاعاتو وزير ويلي دي، چې د نوې ولسي جرګې لپاره به د نوي ورځو دننه ټاکنې تر سره کړي. 

له بلې خوا، وضعيت داسې ښکاري چې موضوع د پاکستان له داخلي او کورنيو ستونزو وراېخوا او د نړۍ هېوادونه په کې شامل دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مخکښ دېپلمات زلمی خليلزاد هم په دې اړو دوړ کې پاکستان ته تللی دی. د شنونکو په اند پاکستان کې سياسي بې ثباتي دوه لاملونه  او موخې لري. 

د يو شمېر شنونکو په اند، پر اوکراين يې د روسيې له بريده د پاکستان ملاتړ سبب شو، چې امريکا د پاکستان او په ځانګړي ډول د واکمن لومړي وزير عمران خان پر وړاندې خپل  بهرنی سياست او پالېسۍ بدلې کړي. پر هماغه ورځ چې روسيې پر اوکراين برید کولو، د پاکستان لومړی وزير عمران خان مسکو کې د  ولادميير پوتين مېلمه وو  او د پاکستان حکومت بيا پر اوکراين يې د روسيې بريد ته توجيه ورکړه  او په يو ډول يې ورڅخه ملاتړ اعلان کړ. د پاکستان دا دريځ او روسيې سره نېږدوالی سبب شو، چې د لوېديځ او پاکستان ترمنځ اړيکې سره خرابې شي. د دغه برخې د شنونکو په اند، پاکستان کې  د عمران خان پر ضد سياستونه اوس مهال د امريکا له خوا هڅول کېږي  او موخې يې دا دي، چې پاکستان کې داسې يو حکومت جوړ کړي، چې سوچه امريکا ملاتړی وي، د چين پخوانی او د روسيې اوسنی اغېز پرې کم او يا هېڅ  نه وي. 

د ځينو شنونکو په اند، پاکستان کې د امريکا موخې او پروژې ډېرې او پراخه دي. امريکا غواړي چې پاکستان کې سياسي بې ثباتي رامنځته کړي او دې سره سويلي اسیا کې ځان ته د پښو کېښودو ځای پيدا؛ افغانستان، په خپله پاکستان او د سيمې نورو هېوادونو کې د چين او روسيې  د اغېز، نفوذ او لاس وهنو مخه ونېسي. 

که څه هم د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې ده د امريکا پر ضد څرګندونې کولې، د امريکا سياست او پالېسۍ يې تر نيوکو لاندې نېولې  او اوس امريکا داسې دسېسې جوړ کړې دي، چې په ترڅ کې يې د نوموړي حکومت ړنګ او دی له واک لېرې کړي. خو دا شونتيا هم شته چې امريکا پاکستان کې يوه پېچلي لوبه پيلول غواړي. د پارلمان له خوا يې د عمران خان د ګوښه کېدو شونيتا حقيقت  ته نېږدې کړه، خو بيا يې بېرته د لوبې ډول بدل کړ  او د حکومت له خوا پارلمان لغوه شوو. دا  هغه څه دي، چې پاکستان کې سياسي بې ثباتي لا ډېروالی او سختوالی شي. که چېرې عمران خان نن له واک لېرې شوی وای نو کيسه به پای ته رسېدلې وه، خو دا چې د پاکستان  پارلمان  لغوه  شو، نو دې سره  د اپوزېسيون غوسه ډېره راپورته کېږي او سیاسي  ګډوډي به پراخه شي. 

پاکستان د نړۍ ستر هېواد دی او تر اټومي وسلو پورې پياوړی دی، خو دا چې دغه هېواد د نړۍ د نورو ډېرو غښتلو هېوادونو تر کلک اغېز او نفوذ لاندې دی، نو سياسي بې  ثباتۍ په کې ډېرې دي. همدا ډول پاکستان کې اصلي سياسي واک د پاکستان د پوځ سره دی او دغه پېچلتيا يې سياسي جوړښت هم پيچلی کړی دی. وړاندوينه دا کيږي، چې د امريکا متحد ايالت هڅه کوي، چې پاکستان ناامنه کړي او له دغه ناامنۍ داسې ګټه پورته کړي، چې سيمه کې يو ځل بيا په يوې بلې بهانې پوځي شتون ولري.