لکه ۱ امريکايی او ۱۰۰۰ نور انسانان؛ امريکا او لوېديځې نړۍ ته مسلمانان بشر نه دی!

افسوس په دې کېږي، چې د افغانانو په شمول د نړۍ ډېری مسلمانان د انساني حقوقو او بشر پالنې په موضوع کې د امريکا او د هغې مل لوېديځو هېوادونو نومونه د ژبې پر سر لري. امريکا د نړۍ تر ټولو ستر وحشی، بشر او اسلام ضد؛ د نړۍ د نورو اديانو، ملتونو او کلتورونو د وګړو او پيرو قاتل هېواد دی. د امريکا د وحشت او دا چې دغه هېواد او مل - ملګري هېوادونه يې ترهګر او بشر وژونکي دي، د ثبوت په پار لاندې څو بېلګې مستندې  وړاندې کوم. 

۱- د کوريا جګړه: له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ کالونو د شمالي او سويلي کوريا ترمنځ جګړه وه، چې امريکا په کې له سويلي کوريا ملاتړ کولو. امريکا په دې جګړه کې د شمالي کوريا په خاوره ۶۳۵زره پونډه بمونه وغورځول. د Max Fisher په نوم د يو امريکايي ژورنالېسټ د شويو پلټونو او د نړيوالو ادارو د مالوماتو پر بنسټ، ياده دوره کې امريکا د شمالي کوريا د ټول نفوس شل سلنه عام وګړي ووژل او بيا تر ۴۰ کالونو لپاره د امريکا د بمباريو له امله ۲۸۰زره نور د شمالي کوريا وکړي په ناروغيو ککړ او مړه شول. همدا ډول د کوريا په جګړه کې امريکا ۵۰۰ د سويلي کوريا ښځې او ماشومان په بمبارونو کې وژلي، چې ورته يې د تېروتنې او سهوې عمليات ويلي. 

۲- د ويتنام جګړه: دغه جګړه په څرګنده د شمالي او سويلي ويتنام ترمنځ له ۱۹۵۵ تر ۱۹۷۵ پورې روانه وه، چې څه د پاسه شل کاله يې دوام وکړ. امريکا په دې جګړې کې د کوريا جګړې په څير له سويلي ويتنام ملاتړ کولو. د امريکا په Dartmouth نومي پوهنتون کې د جګړييزو د جنايتونو د څيړنې او پلټنې پروفيسور Benjamin Valentino د مالوماتو پرنبسټ، امريکا د ويتنام په جګړه کې ۳۱۰۰۰۰ ولسي ويتنامي وګړي ووژل. دې موده کې امريکايي ځواکونو پرته له ويرې او د چا له پوښتنې په زرګونه ويتنامي ښځو باندې جنسي تيري تر سره او وروسته له تيري يې ووژلې. د ويتنام په همدې جګړه کې د Operation Speedy Express په نوم د امريکا د پوځ يو کنډک په يوه ورځ او هغه هم په ډله ييز ډول ۷۰۰۰ ولسي ويتناميان په ډزو ووژل. 

۳- له ۲۰۰۱ د افغانستان جګړه: د امريکا د سولې انسټېټيوټ د راپور پر بنسټ د افغانستان په شل کلنه جګړه کې امريکايي ځواکونو ۴۶۳۱۹ ولسي او بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو په شهادت رسولي او څه د پاسه ۵۰ زره نور يې ټپيان کړي. د ځينو نورو نړيوالو ادارو د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په جګړه امريکايي ځواکونو له اوويا زره ډېر ولسي افغانان وژلي دي. 

۴- ۲۰۰۳ د عراق جګړه: د عراق د کورنۍ روغتيا په نوم ادارې او Lancet survey بنسټونو د شميرونو پر بنسټ، د امريکا له خوا د عراق په يرغل او جګړه کې ۱۵۰زره ولسي عراقيان، امريکايانو وژلي او ۴۶۰زره په عموم کې د امريکا له خوا د پيل شوي يرغل په موده کې وژل شوي دي. 

پورته څلور بېلګې  يو څو هېوادونو عمومي بېلګې وې؛ د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې په جاپان کې د امريکا وحشت او عام وژنې، د صبرستان او بوسني جګړې، سوريه، ليبيا،  او د فارس خليج جګړې هغه لسګونه نور بېلګې دي، چې امريکايي پوځيانو په کې په زرګونه انسانان قتل عام کړي، په ميرمنو يې جنسي تيري کړي او دغه هېوادونه يې کڼدواله کړي دي. 

اوس پوښتنه دا ده، چې د ملګرو ملتونو په څير د نړيوالو سازمانانو او نړيوالو قوانينو په شتون کې امريکا څنګه جنګي جنايتونه او عام وژنې کوي؟ د ملګرو ملتونو سازمان ۲۸سلنه بودجه او د ډيرۍ نورو نړيوالو ادارو له ۵۰ سلنه ډېره بودجه امريکا ورکوي. په دې سره امريکا توانېدلې ده، چې خپلو جنايتونو ته د مشروع دفاع، له وړاندې اقدام، له بشرپالنې ملاتړ او د امريکا د ملي ګټو د خونديتوب نوم ورکړي. ترټولو دردونکې او زړه سوځونکې مسله خو دا ده، چې امريکا ټول دغه جنايتونه او انسان وژنې د بشر حقونو څخه د دفاع په نوم او د غربي ديموکراسي په چوکاټ کې تر سره کوي. 

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېسيون يا OHCHR د راپور له مخې د نېږدې دوه کالونو په موده کې چې روسيې پر اوکراين جګړه پيل کړې ده؛ ۹۶۱۴ ولسي اوکراينيان وژل شوي دي، خو له يوې مياشتې په کمه موده کې د امريکا په څرګند ملاتړ اسرائيلو ۷۳۰۳ بيګناه او ولسي فلسطينيان، چې له نيمايي ډېر يې ميرمنې او ماشومان دي شهيدان کړي دي. دلته بله مهمه مسله دا ده، چې د ملګرو ملتونو په څير د امريکا د مستقيم اغيز لاندې نړيوالې ادارې په قصدي ډول سره د روسيې او اوکراين جګړې مرګ- ژوبله لوړه ښيي، ترڅو روسيه د جنګي جنايتونو په دوسيه کې له سختيو او بنديزونو سره مخ کړي. او له بلې خوا بيا په فلسطين کې د اسرئيلو جنايتونه پټوي او د ولسي وګړو مرګ - ژوبله هم په پوځيانو کې شاملوي.  

کله چې روسيه د خپلو ملي ګټو په پام کې نېونې سره نه غواړي امريکا او د ناټو غړي هېوادونه يې ترڅنګ او تر ګاونډ لاړ شي، نو امريکا او ملاتړي هېوادونه يې د روسيې پر وړاندې يووالی کوي او د اوکرايين په ملاتړ پر روسيې هر ډول فشار او نړيوال بنديزونه لګوي. بيا هغه مهال چې فلسطينيان له خپلو سپڅلو ځايونو، استوګن ځايونو او خاورې مشروع دفاع کوي؛ نو امريکا او ملاتړلي يې د ترهګر ټپه پرې وي؛ له ځمکې او هوا ځمکه پرې تنور او په وحشي ډول يې وژني. 

د سياسي علومو تيورسن هانس مورګنتا په وينا، چې سياست د ګتو مسله ده؛ په نړيواله کچه د دولتونو وراېخوا دې صحنه کې کوم بل لوبغاړی شتون نه لري. نړيوال سازمانونه د سترو هېوادونو د ګټو په پار شتون لري او د دوی ګټې خوندي ساتي. ملګري ملتونه په خپله د امريکا  پاليسو او سياستونو ته د مشروعيت ورکولو غوره او ستر ارګان دی. د امريکا د ګټو خلاف هر هېواد او ډله به بشر ضد، ترهګر او جنايت کوونکی/کوونکې وي، خو د امريکا هر جنايت به د بشرپالنې او مشروع دفاع به نوم توجيه کېږي. 
 
که چېرې د امريکا او لوېديځو نورو کفري هېوادونو پر وړاندې اسلامي او د ختيځې نړۍ هېوادونه دا عذر وړاندې کوي، چې د دوی په څير پرمختللي او غښتلي نه دي او نه شي کولی چې پر وړاندې يې ودريږي، خو ورته نورې حلارې شتون لري، چې په پلي کېدو سره يې د امريکا د متکبرانه او پرته له زړه سوي سياستونو مهار پرې کېدای شي. دا ټولو ته څرګنده ده چې د امريکا په څير ستر هېوادونه د نړۍ د وروستو پاتې هېوادونو په خامو موادو او سرچينو داسې جګړې او جنايتونه کوي. له تيلو نېولي بيا تر نورو خامو مواد پورې د نړۍ د وروسته پاتې او په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو طبيعي سرچينې دي، چې اروپا او امريکا يې پر دوی مسلط کړي دي. 

که چېرې د مخامخ جګړې وړتيا نه وي، نو کولی شي چې امريکا، اسرائيلو او نورو غربي هېوادونو سره د قطع روابط او بيکاټ په سياست سره دوی مجبور کړي، چې د اسلامي او ختيځې نړۍ هېوادونو اغېز حس کړي. همدا نن به امريکا د اسرائيلو له ملاتړ لاس په سر کېږي، خو که داسې وشي، چې عربي نړۍ په يو غږ سره امريکا سره خپلې ټولې اړيکې پرې کړي او راکړه - ورکړه ور سره بند کړي. په دې ډول اقدام سره به اسلامي هېوادونه هم له ستونزو او سختيو سره مخ شي، خو د امريکا د بې سره او بې پايه جنايتونو د مهار او کابو کولو په پار قربانۍ او غږ پورته کونې ته اړتيا ده.