د ا.ا.ا چارواکو او مسوولينو! فساد اوس هم پراخه دی؛ ځان ترې خبر او مخنېوی يې اړين دی 

فساد داسې تعريفيږي: فساد یو ډول خیانت او جرم دی چې د یو شخص یا ادارې له خوا چې په واک کې وي د غیرقانوني ګټو ترلاسه کولو یا د شخصي ګټو لپاره د واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې ترسره کیږي. رشوت، نفوذ، کمېشن، د پيسو په مقابل کې ژر او ناشونې چارې تر سره کول او اختلاس د فساد نمونې، بڼې او ډولونه دي. په لويه کې فساد په حرامه د پيسو او مادياتو تر لاسه کول دي، چې اسلام مبارک دين کې يې منع شوې او همدا ډول د نړۍ په غوڅ اکثريت هېوادونو کې پورته کړنې فساد بلل شوی او د قوانينو اړوند يې تر سره کوونکي مجرمين او دغه کړنې جرم دی. 

فساد په دې هم حرام دی، چې حق العبد يا د انسان حق په کې خوړل کيږي. د بېلګې په ډول لس کسان د يو اداري - دولتي کار لپاره منتظر دي، د دوی له منځه يو يې د پيسو په مقابل کې خپل نوبت وړاندې کوي او ژر خپل کار خلاصوي. دې صورت کې د نهو نورو کسانو حق خوړل شوی. يا داسې چې يو کس وړ او اړ دی چې له دولتي ادارو ورته خدمت، حق او مرسته ورسيږي، خو د فساد پر اساس بل ناوړ کس د هغې ځای نيسي او بيا حق العبد خوړل کېږي. فساد له قانون، دولت او ملت سره خيانت دی. هغه کسان چې د حکومت په اډنه کې کار کوي او هغه کړنې چې قانون يې نه مني او په کې منع شوې او يا بايد په قانوني بهيرونو کې تر سره شي، اړوند چارواکی/مامور يې د پيسو او نورو امتيازونو په مقابل کې په داسې بڼې تر سره کوي، چې له قانون پورته او قانون سره په ټکر کې وي؛ دې وخت کې چارواکی/مامور قانون، حکومت او ملت سره خيانت او اختلاس کوي.  

فساد د نړۍ په ډېری هېوادونو کې شتون لري او هغه هېوادونه چې ادارې يې په فساد ککړې، چارواکي/مامورين يې مفسد وي نو له سترو ناکاميو سره مخ وي. فساد غربت، ناامنۍ، حق خوړنې، قانون ماتونې، ځان وژنې، ناهيلۍ، بي کارۍ او رواني ناروغۍ رامنځته کوي. د حکومت او ولس پر اړيکو فساد خورا ناوړه اغېز کوي او دغه دوه سره تړلي حکمي شخصيتونه سره جلا کوي، چې پايله کې حکومت نسکور او ملت په ويجاړ شوي وضعيت کې پاتې کيږي. 

په تېرو شلو کالونو کې به مو افغانستان سره د بهرنيو مرستو او د افغانستان د خپلو کورينو عوايدو مېليوني او ميلياردي ډالري راپورونه لوستي او شمېرې به يې در سره وي. د دومره شمېر مرستو او پيسو سره چې بيا هم افغانستان کې غربت، بيکاري، لوږه، ناروغۍ، ناامنۍ، جګړې، نفرتونه او کرکې ورکې نه شوې، تر شا يې د نورو لاملونو ترڅنګ يو ستر لامل فساد وو. تاسې ته به ياد وي، چې د تېر حکومت په چپه کېدو او د ا.ا.ا په راتګ سره غوڅ اکثريت ولس خوښ وو. ولس په دې خوښ وو، چې د تېر نظام فساد ترې لار ورکه او طا.لبان يې ښه بديل بللو. پر تېر نظام ډېر بحث او خبرې نه کوم؛ لنډه دا چې ولس ترې واټن اخېستی وو او پر چپه کېدو يې ولس د راحت ساه اخېستنې هيلې درلودې؛ لامل يې هغه فساد وو چې په لوړه او ټيټه کچه موجود وو. 

اوس د ا.ا.ا  له واکمنېدو څه کم يو کال تيريږي. که چېرې سروې تر سره شي او عام ولس وپوښتل شي، نو هغه هيلې به اوس نه وي، کومې چې د تېر کال په اګست مياشت کې وې. ولس چې د طا.لبانو د تېر نظام په اړه ليدلي او يا اورېدلي وو، نو کټ - مټ په هماغه هيلو ورته خوښ او ليواله وو او لا هم دي. اټکل داسې وو، چې د ا.ا په راتګ سره به وسله والې غلاوې، انسان تښتونې، جينايي پېښې، موخيزې وژنې وار له مخې داسې ورکې شي، څه ډول چې د طا.لبانو په لومړۍ واکمنۍ کې له منځه تللې وې. د ورکېدو شونيتا يې ولس سره په دې کوه، چې طا.لبان به د اسلام مبارک دين په رڼا کې شرعي حدود پلې کړي چې بيا به څوګ جُرت ونه کړي چې يا غلا وکړي او بله ناوړه چاره. 

پاسپورټ: پورته ستونزې د ولس دننه وې چې حل او نه تکرار يې د حکومت مسووليت وو/دی. د تېر حکومت څخه په ميراث پاتې بله بدبختي او نوي حکومت ته هيله د اداري او مالي فساد رېښه اېستل وو. څه ډول مو چې وړاندې ذکر وکړ، اداري او مالي فساد د ډېرو ناخوالو زېږنده ده. د مجرم  نېول او بيا د رشوت او پيسو په مقابل کې خلاصول، ناوړ کس په لوړ او وړ مقام ګمارل، له قانون برې چارې او نور له فساد زږيږي. فساد يانې وړيا او برابر دولتي خدمات په نابرابره بڼه په پيسو خرڅول دي. له بدمرغه، چې اوس هم دا معامله په ډېری دولتي ادارو کې شتون لري او روانه ده. زه به يې بېلګه وړاندې کړم. پاسپورټ اخېستل؛ پاسپورټ  ټولو افغانانو ته د قانون اړوند د ټاکل شوې بيې چې نېږدې شپږ زره افغانۍ دي ورکول کيږي. تاسې به هم اورېدلي او ليدلي وي، چې د يو پاسپورټ پر سر اوس تور بازار کې له درې سوه تر ۱۶سوه ډالر ورکول کيږي او پاسپورټ اخېستل کيږي. تور بازار کې د پاسپورټونو داسې ورکول او خرڅېدل د فساد څرګنده بېلګه ده او له بدمرغه چې اوس مهال له تېر څخه هم په پراخه کچه روانه مسله ده.  

ملګرتيا او انډيوالي: بل بېلګه يې د دولتي مامورينو نازول، ډالۍ ورکول او په بېلا بېلو بڼو رشوت ورکول دي. يا ځيني طا.لب مسوولين او يا هم د طا.لبانو په حکمرانۍ کې د تېر نظام پر دندو پاتې مامورين؛ هغه ناقانونه چارې کوي چې د ا.ا.ا لوړپوړي چارواکي او د ا.ا.ا اصول يې په جديت سره د نه  تر سره کولو وايي. ملګرتيا او انډيوالي؛ د کابل ښار ګران بيه او قيمتي رستورانتونو او هوټلونو کې يې سروې واخلئ. يو کس به ورته مخته وي، تر شا به يې له درېيو تر لسو کسانو حکومتي چارواکي او مامورين وي. د دوی ملګرتيا او انډوالي روانه وي. ملګرتيا او انډيوالي په داسې بڼې چې د کوربه کس په دولتي ادارو کې کوم ناشونی او غير قانوني کار بند وي. نو دی د غير مستقيم فساد په چوکاټ کې اړوند کسان مېلمه کوي، غوړه ډودۍ پرې خوري نو سبا يې بيا هغه چاره شونې شي، چې پرون ناشونې او عادي وګړو ته هم پرون او هم نن ناشونې ده. 
 
خپل پالنه: ځيني کسان د طا.لب او مقام څخه په  ګټې داسې خپل پالنه کوي، چې له ولس وړاندې د هغه طا.لب جنګيالي سره هم خيانت دی چې کالونه يې د طا.لبانو په ليکو کې مبارزه او کار کړی. د يو چارواکي او طا.لب د کورنۍ غړی، خپلوان او عزيز به وي؛ نه به په تېر کې د طا.لبانو سره د کار مخېنه لري او نه به هم په فکري ډول دوی ته نېږدې وي، خو دا چې کاکا، ماما، کليوال، خپلوان او  بل پېژندګلوي يې لوړپوړی کس دی، نو دی به دومره امتياز اخلي، چې په سره ګرمۍ کې د سړک پر سر ولاړ طا.لب سرتيری به يې نه لري. دا بل اداري فساد او غير قانوني خپل پالنه ده، چې شتون لري او اړتيا ده چې مشران ځان ترې خبر او مخنېوی يې وکړي. 

لنډه دا چې د ا.ا.ا تر چتر لاندې هم مالي او اداري فساد شته دی، زموږ د سمونې وړانديز دا دی، چې که چېرې مشران او لوړپوړي چارواکي تر خبر نه وي نو بايد دې برخه کې ځانګړی کار او پلټنې وشي، چې فساد څرګند او اړوند کسان يې وپېژندل شي او که چېرې مشران او چارواکي تر يو بريده تر خبرې وي، نو بيا د مخينوي او قانون پلې کېدو په پار جدي اقدامات اړين دي. که چېرې د شته فساد مخه ونه نېول شي، نو د حکومت او ولس ترمنځ واټن به دومره ډېر شي چې وروسته به يې جبران سخت وي. 

پورته ذکر شوي ستونزې او فساد د ولس د خولې خبرې او هغه څه دي چې پرې تېر شوي دي. که چېرې ژورې پلټنې وشي، نو د پاسپورټ فساد په څو چنده ستونزې او رشوت اخېستنې شتون لري چې لا به برسېره شوې نه وي. 

د يو اباد، پُرامن او له هر ډول ناخوالو او درغليو خالي افغانستان په هيله 
ډاکټر نېک محمد ويال