د روسيې - اوکراين جګړه؛ امريکا به د خير پر غونډۍ ناسته خو اوکراين او اروپا به پرې تس - نس کړي

له هغې ورځې چې نړۍ کې د امريکا د زبرځواکۍ  راج - باج شروع دی، نو دا يې هم پر ثبوت رسېدلې ده، چې خپل مخالف سره خو هسې هم دښمني کوي خو هغه چې ور سره ايتلاف، يووالی، او همکاري لري، هغوی سره هم خيانت، د پردي تر شا سياست او دوه مخي کوي. دا ډول بېلګې ډېرې او په لسګونه دي، خو نوې تجربه چې تاريخ به يې وليکي هغه به خپل نېږدې ملګري (اروپايي ټولنې) او اروپايي هېوادونو سره د امريکا دوه مخی سياست وي، چې لويه کې به اروپايي ټولنه او اروپايي هېوادونه له پښو ولوېږي. 

له ۱۹۹۱ راهيسې امريکا ورته مخکې؛ اروپايي ټولنه او په ځانګړي ډول د ناټو سازمان يې تر شا دي. که امريکا پر افغانستان ير غل کولو؛ که عراق کې يې لاندې کولو؛ ليبيا، مصر، سوريه او  يمن کې يې نظامونه چپه کول، نو دغه اروپا به يې سياستونو ته لبيک ويلو او د امريکا لکۍ به يې نېولې وه. اوس د اوکراين په جګړه کې هم امريکا له اروپا سره ورته لوبه کوي خو دا ځل داسې لوبه ده، چې په پای ته رسېدو سره به يې د اروپا شان - شوکت لمن ټوله او داسې به بدمرغه او بدبخته شي، چې بيا به يې د درېيمې نړۍ هېوادونو وګړي د اروپا وچې او ننني نوم وانه خلی. 

اروپا د امريکا د امپريالېزم په سياستونو کې داسې لوېدلې، چې اخير يې خپله ورځ په کې شپه کېږي. همدا اوس د امريکا او روسيې ټکر داسې ټپونه ورکړي دي، چې اروپا به له پښو په کې ولېږي. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره داسې د کډوالو سيل سره مخه ده، چې په  دې اوو لسيزو کې يې نه ده تجربه کړی. د اوکراين خپل کډوال او نورو اروپايي هېوادونو ته د اوکراين د ورماتو پولو له لارې د نړۍ د نورو هېوادونو کډوال همدا اوس د اروپايي هېوادونو لپاره ستر انساني  کړکيچ ګرځېدلی دی. 

اروپا دا هېروي چې زرګونه کيلو متره  لېرې امريکا څخه روسيه ورته نېږدې او پرې تيکه کوونکی هېواد دی. د ټولې اروپا ۴۰ سلنه ګاز او تيل روسيه ورکوي او پاتې ۶۰ سلنه د نړۍ له نورو هېوادونو بېل - بېل اخلي. د اوکراين جګړې په پيل سره په دې پار چې اروپا د امريکا ترڅنګ ودرېده، روسيې پرې تيل او ګاز ټکني کړل، نو اروپا کې د دغه توکو بيې څو برابره لوړې او د اوکراين او روسيې جګړه چې کله دغه کال ژمي ته ورسيږي نو بيا به اروپا د ګازو او تيلو کمښت داسې حس کړي، چې هډوکي به يې پرې دردمن شي. 

اروپا کې د خواړو د کمښت او خوراکي توکو د بيو لوړوالی له ۲۰۰۱ز کال پيل دی، خو د روسيې او اوکراين جګړې دغه ستونزه لوړه او ګړندۍ کړه. همدااوس  په اروپا کې د خوراکي توکو بحران دومره لوړ دی، چې ښايي راتلونکي ژمي کې به هلته د خواړو کمښت دومره کچې ته ورسيږي، کوم چې اوس ځيني افريقايي هېوادونو کې شتون لري. 

د روسيې او اوکراين جګړه لامل شوه، چې روسيه اروپا سره سوداګريزې اړيکې پرې کړي. تر يو بريده يې  اغېز  پر روسيې هم شته، خو پر اروپا يې  تاثير ډېر بد کړی دی. همدا اوس د اروپا دننه  ځيني هېوادونه شتون لري، چې نه غواړي، د اوکراين روسيې جګړه کې د امريکا خوا ونېسي، خو د امريکا په پيچلي سياستونو کې اړ شوي دي، چې په لوړې بيې د امريکا په لارښوونه د اوکراين سره  او د روسيې په مخالفت کې ودريږي. 

همدا د روسيې او اوکراين جګړه سبب شوې  ده، چې روسيه خپل بلاک غښتلی کړي؛ د چين او سعودي عربستان غوندې هېوادونه ور سره نېږدي شي او د امريکا  پر وړاندې څرګند مخالفت پيل کړي. يوه سياسي څېړنه  ښيي، چې د اروپا د لويې وچې دننه به هم داسې هېوادونه سر راپورته کړي، چې له امله به يې دوی له اروپايي ټولنې او د ناټو له پوځي تړون ووځي. دغه اروپايي هېوادونه اوس په يو غير امريکايي يرغل کې شته دي. دوی هم هڅه کوي، چې د امريکا له تسلط خلاص شي؛ ځان ته پولي  واحد، خپلواک سېسټم او سياست ولري. که داسې وشي، نو د اروپا نن يووالی  به وپاشل شي او دا به داسې وي، لکه  ۱۹۹۱ز  کال  کې چې له شوروي يووالي دولتونه بېل او شوروي  يووالی وپاشل شو. دا اروپا وېش به په خپله د اروپا شان او شوکت د زوال پيل شي. 

لڼده دا چې امريکا روسيې سره مخامخ  او اروپا سره د پردې تر  شا سياست کوي. د اوکراين په جګړه کې امريکا له خپل ځان مخکې اروپا مخ ته کړې ده. د روسيې هر متر وړاندې تګ سبب  کيږي، چې اروپا د خطر زنګ حس کړي. که چېرې روسيه د اوکراين په جګړه کې ماته شي نو امريکا به کرېډت واخلي او اروپا به په کې ځپل شوې وي او که چېرې روسيه پر اوکراين بريالي شي، نو بيا د اروپا د زوال ورځې پيل او امريکا ورته د خير پر غونډۍ ناسته وي او دا به د تاریخ په اوږدو کې د امريکا بل دوه مخی سياست شي، چې اروپا سره به يې کړی وي.