
هغه غونډه چې دسولې عالي شورا څخه دملاتړ او دنوموړې شورا موخو ته درسیدو په خاطر په مرکز میدانښار دګوربت په رسټورانټ کې جوړه شوې وو ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره دسولې ولایتي شوراغړو،مخورو قومي مشرانو،علماوو،جهادي قوماندانانو،دنهو اداري واحدنو دسیمه ایېزو شورګانو غړو او دمدني ټولنو استازو برخه اخیستې وه.
غونډې ته والي محمد حليم فدايي په خپله ویناء کې دسولې په ارزښت هر اړخیزه خبرې وکړي اوزیاته یې کړه چې سوله ترټولو لومړي دالله ج حکم،ابراهیمي دعاء،محمدي سنت،دانسانیت او منطق غوښتنه او دافغانانو ستر ضرورت دی. ښاغلي فدايي وویل دسولې په اړه پیل شوې میکانیزمونه موږ ته ددې زیرې راکوي چې په هېواد کې به دایمي سوله رامنځه او نور به ورور وژنو،بربادیو او شته ناخوالو ته دپای ټکې کیښودل شي.
ښاغلي فدایي دسولې له شورا او قومي مشرانو وغوښتل چې دټولو سلیقوي اختلافونو پورته دسولې روان بهیر دغښتلتیا په اړه هڅې وکړئ او دواړو خواوو ترمنځ دمنځکړیتوب رول ولوبوۍ.
وروسته داستناف محکمې ریس،دولایتي شورا غړې حلیمه عسکري،دځوانانو به استازیتوب حشمت الله،دکابل پوهنتون استادې حمیرا حقمل،جهادي قوماندن جنرال عبدالیمین مظفرالدین،دمدني ټولنو په استازیتوب محمد اسحاق دقیق او عبدالعزیز مبارز په وار سره خبرې وکړې نوموړو له ولسونو په کلکه وغوښتل چې د وسلوالو مخالفینو سره دسولې په راوستو کې عملي ګامونه پورته کې او په کلیو او بانډو کې دې عامه پوهاوي له لارې وسلوالو ته پیغامونه ورسوۍ،نوموړو جنګونه او جګړې وغندلې او ددې زیانونو په اړه یې پراخې څرګندونې وکړی چې جګړې ولسونو د ژوند دهر ډول اسانتیاوو څخه بې برخې کوي.
نوموړو سوله په اوسنيو حالاتو کې دهېواد سترو اړینو ارزښتونو څخه وګڼله او په را وستلوو کې یې دولت او ولسونه ګډ مسول وبلل.
همدارنګه دسولې داهمیت او دایمي سولې د ټیکاو په موخه دځوانانو لخوا په زړه پورې شعرونه،ترانې او تمثیلي پرچې هم ولوستل شوی چې ګډونوالو ته یې خوښې ور برخه کړه.
په غونډه کې د یوتن قومي مشر، یوې میرمنۍ او یو تنکي ځوان لخوا دسولې دکوترې و الوځول شوې.
په پاي کې دسولې ولایتي کاري دفتر دپټۍ په پریکولو سره پرانیستل شو او په کار یې پيل وکړو.
د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد