دګودر خپرندويه ټولنې نوي خپاره کړي اثار

 لیکوال : خلیل تسل
ګودر خپرندویه ټولنه تل هڅه کوي چې دمینې دوه میاشتنۍ مجلې ترڅنګ مختلف ګټور کتابونه او اثار هم خپاره کړي داځل یې هم څو ټوکه ګټور اثار دپښتو ژبې ځولۍ ته وړاندې کړي چې دلته به یې په لنډ ډول دروپېژنو:
۱- شړل شوی لمر : دا دهغه تاریخي ناول نوم دی چې افغان لیکوال عمراسحاق لیکلی ، لیکوال اوژورنالست ګل رحمن رحماني پښتو ته ژباړلی دغه ناول ټول ټال یو سل او څلوېښت مخه لري ، دلیکوال دسریزې ترڅنګ دخپروندیې ټولنې یادښت ، ددوکتوراکرم عثمان او ګل رحمن رحماني لیکنې راغلې دکمپوز چارې یې خپله ژباړن او کمپوز یې صادق الله صادق تر سره کړی او ددوه زره ټوکو په شمېره ګودر خپرندویې ټولنې خپور کړی دی .
   په دغه تاریخي ناول کې دافغان نابغه سید جمال الدین افکار کړه وړه دامیر دوست محمد خان او امیر شېرعلي خان دواکمنۍ په مهال هغه ته ورکړې سلا مشورې او تر تبعیده پورې کیسې په کې راغلې او لوستونکي به ترډېره له سید سره اشنا کړی .
۲- بې وطنه : دا دلیکوال او ژورنالست ګل رحمن رحماني رحماني دلنډو کیسو دویمه ټولګه ده په دغه ټولګه کې دلیکوال دشلو په شاوخواکې لنډې کیسې راغلې او ټولې هغه کیسې دي چې لیکوال له کلي کوره لرې دپوهنتون او دندې په چارپېریال کې لیکلې دي دغه ټولګه په یو سل او پنځوسو مخونوکې او دوه زره ټوکونو کې ګودر خپرندویې ټولنې خپره کړې دکمپوز چارې یې خپله لیکوال او دډېزاین چارې یې صادق الله صادق ترسره کړې او تکړه لیکوال عبدالهادي هادي ورباندې لارښودونکې سریزه لیکلې ده .
   دیادونې وړده چې دا دلیکوال دلنډو کیسو دویمه ټولګه ده له دې نه وړاندې دلیکوال لس بېلابېل اثار خپاره شوي چې لومړۍ ټولګه یې ( وروستی فصل ) نومیږي .
۳-غریبه نجلۍ : داهغه نړیوالې مختلفې لنډې کیسې دي چې لیکوال او ژباړن شیرین اغا جهانګیر ژباړلی او ټول تال یو سل او درې مخونه لري دکتاب دکمپوز چارې ژباړن او دډيزاین یې صادق الله صادق تر سره کړې کتاب په دوه زره ټوکونو کې په ښکلې قطعه او صحافت  ګودر خپرندویې ټولنې خپور کړی . په کتاب باندې دګل رحمن رحماني ، سیدعبدالله نظامي او خپله ژباړن لیکنې راغلې .
۴-دافغانستان سرحدونه : دغه ګټور اثر دننګرهار پوهنتون درانه استاد پوهنیار کریم الله بیدار لیکلی دکمپوز چارې یې میرعالم شینواري او ډيزاین یې دګودر خپروندویې ټولنې تکړه ډېزاینر صادق الله صادق ترسره کړې .په دوه زره ټوکه او سلومخونو کې  خپورشوی په کتاب دښاغلي بیدار او دلارښود استادپوهنوال لطف الله صافي سریزې راغلې او دافغانستان په اوسنیو او پخوانیو سرحدونو یې پوره بحث کړی .او په پوښتۍ یې دلیکوال لنډه پېژندنه هم راغلې ده.
۵-نوی ژوند : دټولنیز ادابو په اړه دلیکوال مهدي علي نیا صیب اثر دی چې شیرین اغا جهانګیر په روانه پښتو ژباړلی او ټول ټال یو سل اوه مخونه لري په کتاب باندې دژباړن لنډې خبرې راغلې دکمپوز چارې یې ژباړن او ډيزاین یې صادق الله صادق ترسره کړی او په دوه زره ټوکو کې خپور شوی .
۶-لټون : دایراني لیکوال امیر عیشري هغه پولیسي ناول دی چې شاعراو ژباړن مجیب الرحمن احساس په یو نیم سلو مخونو کې پښتو کړی دکمپوز چارې یې خپله ژباړن او ډیزاین یې صادق الله صادق تر سره کړی په کتاب دلیکوال ګل رحمن رحماني او صادق الله صادق سریزې راغلې او ددوه زره ټوکونو په شمېره خپور شوی دی .
۷-مجنون : دا دژباړن مبارک شاه داودزي په خپل لاس لیکلی ناوګوټی  دی چې لومړی ځل په ۱۳۸۸لمریز کال کې خپور شوی او دایې دویم چاپ دی کتاب ټول ټال اوه پنځوس مخونه لري اوپه دوه زره ټوکونو کې خپور شوی کمپوز او ډېزاین یې صادق الله صادق تر سره کړی او ایازمحمود مشواڼی ورباندې سریزه لیکلې ده په دغه داستان کې درواجونو په سبب دیوه مهاجر شوي کس حالت انځور شوی دی .
۸-مطلب اشنا : دادپاکستاني لیکوال ډاکتر ساجد امجد ناوګوټی دی چې تکړه ژباړن عبدالهادي دریځ په روانه پښتو ژباړلی دکمپوز ا وډیزاین چارې یې صادق الله صادق ترسره کړې او ددوه زره ټوکونو په تېراژ په دوه اویا مخونو کې خپور شوی دی دیادونې وړ ده چې ښاغلي دریځ له دې نه وړاندې هم دوه ناولونه پښتو کړي دي .
۹-مکتبۍ : دغه ناولګوټی هڅاند ځوان  دادمحمد ناوک لیکلی چې په پښتني سیمو کې دزده کړې په اړه دناوړه رواجونو په اړه دی ، داستان ټول پنځوس مخونه لري چې اصلا یوې لنډې کیسې ته ورته دی خو دناول په فورم کې راوړل شوی دی په دې کتاب باندې ذبیح الله ښاد، د (و، س ) په نوم کوم مستعار نامي ، خپله لیکوال  او اغلې صحرا ناوک لیکنې کړې دغه کتاب هم په دوه زره ټوکونو کې خپور شوی دی .چې دکمپوز او ډیزاین چارې یې بیاهم صادق الله صادق تر سره کړې .
 دیادونې وړده چې په دې سره دګودر دخپرو شوو اثارو شمېره له اتیا وو نه واوښته او  دکتاب ټول مینه وال کولی شي چې دغه کتابونه دهېواد په ګوټ ګوټ کې له کتابتونو دیوې اونۍ په اوږدو کې ترلاسه کړي په تلو تلو کې دمینې مجلې مسول مدیر عزت الله ځواب دټولنې مشر قاري قدرت الله تاېب او تکړه ډيزاینر صادق الله صادق ته دمبارکۍ ترڅنګ دلازیاتو خدمتونو حوصله او بریا غواړو .