٢٠١٤ کال ، تېښته که بريا ؟

   
 
 
         دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن دامريکا دسولي انستيتوت لخوا د ٢٠١٤ کال نه وروسته دافغانستان د وضعيت په اړه يوې رابلل شوې څېړنيزې غونډې ته وويل پوره باوري نه دى چې تر ٢٠١٤ کال پورې دې چې خورا کم وخت ورته پاتى دى ؛ دنړيوالې ټولنې هيلې پوره شي او هغه څه چې دوى يې په افغانستان کې غواړي لاس ته راوړي  لا زياتو هڅو او کار ته اړتيا لري ، ده وويل چې  ګڼ خنډونه مخکې دي او لاهم په افغانستان کې سوله نشته .
 
      دافغان ځواکونو روزل ، دسولې راوستل ، دظرفيتونو اوچتول او په امنيتي ځواکونو کې ددې وړتيا پيدا کول چې له خپل هېواد نه خپله دفاع وکړاى شي ، هر څه افغاني شي ... ټول هغه څه دي چې نړيواله ټولنه يې په افغانستان کې له رامينځ ته کېدو وروسته دخپلو وتلو لپاره عمده دلايل ګڼي .
       اوس چې ٢٠١٤ کال ورو ورو په رانږدې کېدو دى ، نو په افغانانو کې هم ورسره ناهيلۍ او هيلې دواړه خورې دي ، ځينې وايي چې افعان امنيتي ځواکونو لاهم دخپل هېواد دساتلو او امنيت راوستلو وړتيا نه لري او بېرته به هغه څوک واکمن وي چې افغانستان يې تر دې حالته رسولى دى خو ځينې  بيا وايي چې له دې سره به د طالب او نورو مخالفو وسله والو بهانې پاى ته ورسېږي او دافغان حکومت سره به سولې ته دزړه  له اخلاصه غاړه کېږدي .
 
     افغان حکومت په بار بار وايي چې ٢٠١٤ کال به يوازې دامنيتي برخې دلېږد کال نه وي بلکې دغه کال به داقتصادي ، سياسي او ټولنيزو ټولو پرمختګونو دلېږد کال وي چې ورسره به هر څه افعاني شي خو دا چې په تېرو لسو کالونو کې دافغان حکومت ډېر څه په بهرنيو مرستو ولاړ و او ګڼ خوار افغانان په کې  دګڼو پروژو دقرار دادونو او نورو لارو  په لويو پانګوالو بدل شول ، حکومت لاهم نږدې درې نيم سوه زره امنيتي ځواکونو ته دمعاشونو ورکولو وړتيا نه لري حال دا چې هغوى دمعاشونو تر څنګ لاهم  مسلکي روزنې او ظرفيت لوړولو ته سخته اړتيا لري ؛ نو طبيعي ده چې دلېږد په دغه پروسه کې به له تاوان سره مخ وي ، دا هغه اړتيا ده چې نړيوالې ټولنې هم که ورته پام کړى خو په عمل کې يې يوه زره هم نه دى پلى کړى ، دوې دلته ديوه غوره پروسيي چلند په ځاى پروژيي وخت تېر کړل او هر څه يې دلنډو مهاله او اوږد مهاله پروژو په مټ سپاره کړل چې له ملي ګټو نه يې شخصي ګټې او لاسته راوړنې ډېرې وې ، پداسې حال کې چې په دې لسو کالونو کې دډالرو په دې باران کې ډېرې ملي پروژې خړبېدلاى شوې .
 
    دحکومت وسله وال مخالفين تل دا خبرې کوي چې تر څو بهرنيان په افعانستان کې وي نو دوى خبرو ته غاړه نه ږدي او تر کومه يې چې کړې هم دي نو مخامخ له امريکا سره دي ځکه چې ددوى په وينا افغان حکومت دامريکا له خوښې پرته هېڅ نه شي کولاى ځکه چې ټول مالي او امکانات يې له امريکا سره تړلي ، دسولې عالي شوار په هڅو کې هم چندان بنسټيز څه چې بخي پرمختګ نه دى شوى او دغه شورا اوس دسولې شورا په ځاى دسولې په پروژه مشهوره ده چې ناټو ، امريکا او نور هېوادونه چې په افغانستان کې سرتېري هم نه لري ښه په اخلاص پرېمانه ډالر ورکوي ، وايي چې دسولې دعالي شورا له مشر مرحوم برهان الدين رباني نه چا په پښتو پوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنې خو دسولې شورا ته نږدې اويا مېليونه ډالر منظور کړي خو فرض کړه په دې څلوېښت مېليونه سوله راشي نو په پاتې نورو به تاسې څه وکړى ؟
   استاد ځواب ورکړى و چې : (( نې ما مطمين استم که نميايه )) شايد هغه ته به دسولې عالي شورا او روانې پروسه برخليک معلوم که خداى خبر الفاظ به ترې مخکې وروسته شوي وي خو حقيقت هم له دې نه بل ډول نه شي کېداى، دسولې شورا ځينې اداري سرچينو رسنيو ته ويلي و چې استاد يوازې پنځه څلوېښت زره ډالر دسولې شورا  د ريس په حيث معاش اخيسته  اوڅومره جمعيتيان يې چې دهېواد په شمال دو وسله والو طالبانو په نامه دسولې له کمېسون سره يو ځاى کړل ؛ نو دورکړو ډالرو شمېره به يې يوازې خداى ته معلومه وي ، ځکه چې ( دو پانزده يک سي مېشه ) هسې هم ټول دجمعيت بوديجې ته را راتلل خو نړيوالو ته يې يو دروغجن انځور وړاندې کاوه چې ګني کار روان دى .
 
     تر ٢٠١٤ کال پورې دځواکونو ايستل ، په افغانستان دلويو پروژو  په ښکاره او پټه بندول چې اوس ورباندې تل رسنۍ بحثونه او مطالب لري ؛ دعام ولس پام يې هم ورته را اړولى ، ددې ترڅنګ ډېرې ادارې چې تر اوسه دنړيوالو په مرستو په ځانګړې ډول دامريکا په پروژو او د امريکا دپرمختيايي ادارې UASID په قرار دادونو او مرستو چلېدې ؛ له فلج او سخت مالي بحران سره مخ دي ، همدا اوس په افغانستان کې ډېرې انجيو ګانې او ادارې يا خو دسقوط له ګواښ سره مخ دي او يايي هم دبوديجې دنشتوالي په سبب خپل ګڼ کارکوونکي ځواب کړي دي ، له بهرنيانو څخه دقراردونو  او پروژ اخيستل چې له پخوا نه هم په پنځم او شپږم لاس افعاني شرکتونو ته رسېدې  اوس يې يوازې لومړۍ درجه شرکتونه  ترلاسه کولاى شي او ياهم هغه ادارې چې بهرنيان يې په فساد او رشوت روږدي کړي و او په خپله برخه کې هم ورته ځانګړې ونډه ورکوي .
 
      پوښتنه داده چې نړيوالې ټولنې ، په افغانستان کې ښکېلو څلوېښتو هېوادونو په ځانګړې ډول امريکا ولې په دې لسو کالونو کې ونه شو کړاى چې افغانستان په خپلو پښو ودروي ؟ ددوى دې ډول کړنو ډېرى افغان په دې باور کړي چې ، سوله ، پرمختګ  او ديوه سوکاله افغانستان رامينځ ته کول ، تش شعارونه و او امريکا يوازې دلته خپلې وسلې او سرتېري وازمايل ، حتى ډېر ځله دافغان حکومت په وړاندې امنيتي ننګونو رامينځ ته کول هم ددوى ډرامه او پټه لوبه وه ، يوه ملګري مې راته ويل چې امريکايي مشران دلته امريکا ته راشي نو له ځانونو يې بيخي سپين بازان جوړ کړي وي او وايي چې په دې روانه لوبه کې ټول ملامت خپله افغانان دي ځکه چې هغوى نه غواړي وطن يې جوړ شي !!!
 
      که څه هم تر اوسه په ګڼو ولايتونو کې افغان امنيتي ځواکونو ته امنيتي ځواکونو دلېږد پروسه تر سره شوې خو وسله والو مخالفينو ورڅخه هېڅ هر کلى نه دى کړى  او حملې يې هم پکې کړې دي ، واليان او وزيران په ځانګړو هېوادونو پورې تړل شوي چې ښه بېلګه يې دننګرهار ، کندهار ، روزګان ، بلخ .... واليان  دي چې اوس دځانګړو هېوادونو دواليانو په نامه يادېږي ، دا چې دهېواد امنيتي  وضعيت له هرې ورځې مخ په خرابېدو دى نو ښکاري چې نور يې مخه نيول امريکا او ناټو له وسه هم نه دي پوره ، نړيواله ټولنه چې دطالبانو له شتون څخه بيخي منکره وه نن هغه ديوه ځانګړيل لوري په توګه مني او په قطر کې يې دخبرو ډنډورې هم راپورته کړې دي .
 
    دا سمه ده چې په تېرو لسو کالونو کې به دافغانانو عايد لوړ شوي وي او ډېرو ته به دکار زمينه برابره شوې وي خو هغه باور ورسره نشته لکه پخوا يې چې په ژوند کې ددوى ملګرتيا کوله او سوکاله ژوند يې درلود ، حتى عام افغانان هم په دې باور دي چې له ٢٠١٤ وروسته به يې کاروبارونه او دندې له خنډ سره مخ شي ، د ډالرو دغه باران نور په درېدو دى .
 
      زموږ اردو په ډېره چټکۍ سره جوړه شوه ، نږدې درې نيم لکه امنتيي ځواکونه اوس هم په افعان حکومت بوج دي او معاش يې نه شي ورکولاى ، حتى ځينې امريکايي پوځي سرچينو خو داهم څرګنده کړې چې دغه شمېره بايد اوس بېرته راښکته شي او بايد ديو نيم او دوو لکو تر مينځ وي ، اوس پوښتنه داده چې له اردو څخه ددغه سرتېرو رخصتول به دچا ماته وي ؟ څنګه به رخصتېږي ؟  په طالبانو به يې وژني او داصلاحاتو په نامه به کومه بله ډرامه ورته جوړېږي ، ماته به دچا وي ؟  دافغان حکومت ، امريکا او ناټو ،وسله والو مخالفينو ، عام ولس که خپله ددغه رخصت شوو سرتېرو ؟
 
      بل خوا ته که وګورو ورځ تر ورځې غښتلي کېږي ، په تبليغاتي جنګ کې خو هسې هم له پخوا نه تر حکومت وړاندې وو ، ګڼ فلمونه به مو ليدلي وي چې سرتېري طالبانو ته اوړي او تسلمېږي نو په داسې حال کې بياهم بايد امريکا او ناټو له دومره قوي پوځي حضور او ازمايل شوو تکړه او تجربه کارو پوځي جنرالانو او وسايلو سره کاميابه وګڼو ؟
 
     په سلګونو چاپي ، انځوريزې او غږيزې رسنۍ چې دامريکا دپرمختيايي ادارې له مرستو پرته يې رامينځ ته کېدل نا شوني و  ولې ورځ تر ورځې له مالي بحران او ستونزو سره مخ دي ؟ ايا دا ددې مانا نه لري چې دا ټوله لوبه امريکا او ناټو دخپلو برياوو دشعارونو دخورولو او مقابل لوري دماتولو لپاره رامينځ ته کړې وه ؟
 
    ولسمشر کرزى له امريکا سره دستراتيژيکو اړيکو په اړه لويه جرګه را وبلله ، له ګڼو هېوادونو سره يې ستراتيژيک او همکاريو تړونونه لاسليک کړل ، افغان ځواکونو ته يې په افغان کې امريکايي زندانونو خبره راپورته کړه ، دشپې دلانجمنو عملياتو په اړه يې په همدې اونۍ کې تړون لاسليک کړ ، دافغانستان په اړه څو نړيوال کنفرانسونه تر سره شول خوله امريکا سره ستراتيژيک تړون لاهم نه دى لاسليک شوى  او په دې اړه به د رابلل شوې لويې جرګې غوښتنو ته په پام سره وروسته له دې پرې عمل کېږي ،په دې کې شک نشته چې دزندانونوافغاني کېدل  او دشپنيو عمليانو دبندېدو دتړون لاسليک به د ٢٠١٤ کال په لور يو ښه ګام وي خو څوک دا ډاډ ورکوي  چې دا به هم دامريکا دنورو ګړو وعدو رنګ نه اخلي ؟
 
   عام ولس بايد بياهم په خپل خداى او ځان باور ولري ، موږ بايد دهغو تکراري سياست پوهانو، رسنيو ، څېړونکو او شننونکو په هوايي خبرو تېر نه وځو چې نغوذ باالله له امريکا نه يې خداى جوړ کړى ، دهغوى او دهغوى له پروژ پرته دافغانانو قحطي يو ضروري او راتلونکې عذاب ګڼي  ، دوى چې په ګرديو  مېزونو ، بحثونو او کنفرانسونو کې هر ډول ته اوړي  را اوړي او خپله هم يو ثابت او پرېکنده دريځ نه لري ؛ نو ولس ته به څنګه يو روښانه  او لارښود پيغام ولري ؟
 
      افغانانو دتاريخ په اوږدو دنړيوالې ټولنې له اقتصادي مرستو پرته هم ښه ژوند کړى ، داسمه ده چې افغان حکومت دخپل ولس ولس داقتصادي بسياينې او په کار موندنه کې  په تېرو لسو کالونو کې ديوې ملي پروژې دپلې کېدو بېلګه هم نه شي ورکولاى خو بايد چې دا باور هم ونه لري چې په تېرو لسو کالونو کې زموږ ژوند او اقتصادي حالت په امريکا يا ناټو پورې تړلى و ، دا شوړې به يوازې ځينو ښاغلو چارواکو او انجيو سالارانو کړې وي خو ولس همغسې  له عذابه ډک خو مطمين ژوند کاوه ، موږ پخوا هم په غرور او وياړ سره ژوند کړى او دغه هنر به بياهم ولرو ، خو يوازې په دې شرط چې ځان په خپل هېواد  او خاوره پورې وتړو ، نه په نړيوالو  ډالري مرستو ، ددې لپاره خورا مهمه ده چې تر ټولو وړاندې په خپل خداى او بيا په ځان اعتماد دتل په څېر دځان ملګرو کړو ، يوازې  امريکا ، نړيوالې مرستې  او حکومت دسوکالۍ او د ښه ژوند تر لاسه کولو مرجع ونه ګڼو.
 
ليلا کوچۍ وه کوچ يې وکړ
موږ ته يې پرېښول په خنجر وهلي زړونه
 
٢٠١٢ اپريل  ١٠