دامريکايي رسنيو سياست

    

        دامريکايي رسنيو سياست


  ژباړه :
        دامريکا دنيويارک ښار په مرکزي پارک  کې يوه سړي قدم وهه ، يو ناڅاپه يې پام شو چې يوه سپي په يوه نجلۍ حمله کړې او خوري يې ، کس دسپي په لور ورمنډه کړه ، له سپي سره يې دنجلۍ دژغورنې لپاره مقابله پيل کړه ، چې په پاى کې سپۍ وژل کيږي او نجلۍ له مرګه ژغوري ، پوليسو چې ټولنه صحنه ليدلې وه ، ددغه کس څنګ ته ورغلل ورته ويې ويل :(( ته يو اتل يې ))
ددې پېښې په سهار په ورځپاڼو کې راغلي وو :
يوه نيويارکي زړور او اتل يوه نجلۍ وژغورله .
خو هغه کس وويل : زه نيويارکى نه يم .
سباته ورځپاڼو وليکل :
يوه امريکايي زړور او اتل ديوې نجلۍ ژوند بچ کړ .
هغه کس دويم ځلي وويل :زه امريکا يى هم نه يم
ترې وپوښتل شول
نو ته دکوم ځاى يې ؟
ده ورته وويل
زه افغان يم
ددې ورځې په سبا يو ځل بيا ورځپاڼو وليکل :
يوه تند لاري مسلمان يو بې ګناه امريکايي سپى وواژه .