تکراري خبرې او لار ورکى ولس !

 
         

   څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي دافغانستان دژورنالېزم دپلار محمود طرزي دزوکړې ١٥٠ کليزې ته په خپله وينا کې دنورو موضوعاتو ترڅنګ په سياسي شننونکو سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې دوى ځينې داسې خبرې کوي چې  د اردو او پوليسو روحيات په کې ځپل کېږي ، ولسمشر وويل چې شخصا په ده او دده په حکومت کې به په لسګونو ستونزې او نيمګړتيا وې  وي په  زرګونو نورې دې هم پسې وتړي خو دا دې نه وايي چې د اردو سرتېري د پيسو په بدل کې په خدمت ګومارل شوي دي  .
 که تاسې چېرته يوه شپه دکابل په لسګونو تلويزيوني چينلونه  وګورئ  او سياسي بحثونو ته ځير شئ ؛ نو درته څرګنده به شي چې دولسمشر دا انديښنه او نيوکه پوره  او په ځاى ده .
   همدا تېره شته  مې دکابل ټول چينلونه واړول را واړول هم يې په خبرې سرويسونو کې دځينو خبري موضوعاتو تحليل ګران همغه تکراري سياسي څېرې وې چې بې توپيره  او متضاد  نظرونه يې ورکول  او هم يې په ګرديو مېزونو کې  ولسي جرګې ته له امريکا سره دستراتيژيک سند دنهايي بڼې  د استولو په اړه شنونکي راغوښتي وو .
    اوس مهال نږدې ټول تلويزيوني چيلونه په مختلفو نومونو سياسي ګردي مېزونه لري چې چلوونکي يې په خپلو مېلمنو داسې اکټونه او غورځنګونه کوي چې ته به وايي ټول عمر يې په سياست او سياسي لوبو کې تېر کړى خو حال دا چې تر پرونه چا پېژندل هم نه خو دژونالېزم په ډکر کې يو څه وخت تېرولو ، د نړيوالو چينلونو کتلو، تقليدونو او دځينو قوانينو دمادو او محتوياتو يادولو  دا جرئت ورکړى چې  په دغه بحثونو کې لاسونه وغورځوي  او ځان ډېر ځېرک او په موضوعاتو حاکم  سياسي چلوونکى وښيي .
   پخوانيو تنظيمي مشرانو او ليډرانو که هغه وخت خپل ځانګړي تنظيمونه او پراخ تنظيمي تشکيلات لرل نو نن ورځ يې دغه ځاى تلوېزيونونو نيولى دى چې دخپلو نظرياتو او ورسره تړلو سياسي کارپوهانو په مټ خپلو موخو ته دځان رسولو لپاره يې جوړ کړي دي  او په اوسني  عصر او سياست کې درسنيو ارزښت په پام سره پرې  خپل موقف خوندي کوي ځکه چې په ريښتينې مانا ازادو رسنيو کې دوى ته نه يوازې ځاى نشته بلکې د هېواد دمطرح خبري شخصيتونو په سترګه ورته نه ګوري .
   په بحثونو کې دغه برخه اخيستونکي کارپوهان  چې له سټايل او ځان جوړونې هېڅکله داسې نه څرګندېږي چې يوه وروسته پاتې او خوار هېواد غمخوران او خواخوږي دې وي؛  ټولې خبرې يې له يوه اړخ او رنګ نه خالي نه وي او که څوک لږ څه سياسي شعور هم ولري نو دا پېژندل  ورته ګران نه وي چې دا ښاغلى څوک دى او دکومې موخې لپاره دغه څرګندونې کوي ، حتى دا هم معلومېږي چې دا خبرې چا په خوله ورکړې او دچا خبره ده ؟
 دخبري رسنۍ دنده دا وي چې په يوه سياسي پېچلې مسله کې ولس يا خپلو مخاطبينو ته دوضاحت لپاره بايد ستونزه يوه دريم ګړي بې طرفه کس ته وړاندې کړي چې په اړونده مسله کې پوه او مسلکي وي او دخپلې شننې په رڼا کې ولس ته لاره وښيي چې د دستونزې او پېچلتيا اصلي زړى چېرته دى ، په کوم حالت کې قرار لري ، کومې برخې يې نا واضح دي او ترې دوتلو لاره کومه ده  ؟ نه داچې شننونکي هم په کې ننوزي ،دکوچ را ويستلو په ځاى خپله  لار ورکى شي او خبره تر خبرې لا سخته کړي .
    ښه مې په ياد دي چې کوم سياسي بحث مې اورېده يوه ښاغلي برخوال يې په کې ويل چې (( کچېرته له افغانستان نه بهرني سرتېري ووځي نو افغان امنيتي ځواکونه به له وسله والو طالبانو سره سخت چلند وکړي )) پوښتنه داده چې امنيتي ځواکونه نو اوس بهرنيو سرتېرو له دې چارې څه را ايسار کړي ، اوس چې دټولو موخه همدا ده او دهغوى مرستې ورسره دي په دې چاره کې پاتې راغلي نو هغه وخت به په يوازې ځان څه وکړاى شي ؟  همداسې ځينې نور نظرونه هم در واخله .
     په دې کې شک نشته چې  واقعي بې طرفه شننونکي به هم وي چې وخت ناوخت يې په بېلا بېلو موضوعاتو مسلکي نظرونه ورکړي لکه دکابل پوهنتون ځينې استادان او بهر ميشتي افغانان خو که دوى ټول دخپل ځان دمطرح کولو او عالمانه غږېدلو او يا معرفي کولو په ځاى ولس ته له پيچلتياوو دوتلو او په مسايلو درڼا اچولو فکر ولري ؛ نو نه يوازې خپل دنده به يې ترسره کړې وي بلکې دولس په زړه کې به يې هم ځاى موندلى وي کنه له دې پرته بې له دې چې په داسې بحثونو او تکراري پېيلو څېرو ولس ته سر دردي او لېونتوب پيدا کړي بل څه نه کوي .
  ډلييزو رسنيو کاروپوهانو ته داړتيا له مخې دهغوى بازار ګرم کړى او هره ورځ له بېلا بېلو ګرېوانونو نوې سياسي څېرې  راوځي ،  يو خو له بده مرغه چې درسنيو تر مينځ عمومي همغزي نشته چې په اختصاصي او ځانګړو موضاتو بحثونه وکړي نن چې کومه مسله ګرمه وي  نو بېګا شپې ته په سياسي بحثونو کې په لسګونو يو رنګه مېزونه وړاندې کېږي او په کارپوهانو نوبت نه وي ، ځينې خو دومره توندې او نيوکو ډکې خبرې کړي لکه په افغانستان کې چې بيخي کوم نظام نه وي چې دغه نظر دعامو خلکو په مينځ کې يو ډول بې باوري او حتى وېره پيدا کوي .
      دغه کارپوهان کولاى شيو په دريو برخو ووېشو چې په لاندې ډول به وي
-  دحکومت پخواني برطرفه کړل شوي چارواکي او پخواني وکيلان  : په دغه چارواکو کې چې اکثره يې  يو وخت ددې حکومت لوړ پوري کسان وو او په بار بار به ېې دنظام او ولسمشر ستاينې کولې ؛ نن دا پوزيسون په چوکاټ کې فعاليت کوي او ځينې يې پلويان دي چې تل يې خوله په نيوکو خلاصه وي  خو زه باور لرم چې که همدا اوس ورته څوکۍ ورکړل شي نو ټولې نيوکې به يې په اوبو لاحو شي او دحکومت او حکومتي پاليسيو  تر ټولو ستر مداحان به وي .
-  دبهرنيو ادارو دستوري کسان : په دې کې شک نشته چې په هېواد کې ځينې شننونکي دخپلو بادرانو چې زموږ ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ايران او پاکستان پکې راځي په ګوتو څرخېږي ، دوى دپټو او ښکاره او امتيازاتو په تر لاسه کولو سره دخپلو بادرانودمنافعو او موخو ددفاع لپاره خبرې کوي خو ځان ازاد او بې طرفه ښيي، اکثره تلويزيوني چينلونه هم ددوى خپل او ددوى په خدمت کې وي  ، دوى په اصطلاح دولس په سترګو کې خاوري شيندي او هغوى ته دوتلو لاره نه ښيي ځکه چې خپله ورته هم نه وي معلومه  ، دوى په خولو کې يوازې انتفادي ژبه لري او کله هم له موضوعاتو سره جوړ نه راځي .
-  دپوهنتونو استادان او بهر ميشتي پوهان : دغه ډله پوهان اکثره عالمان دي ډېر پکې دولس دخير ښېګنې لپاره نظر ورکوي خو داسې کسان هم پکې شته چې ديوه سياسي پوه او يوه شخصيت په توګه ځان حکومت ته ورپېژني او اکثره وخت يې په ګټه هم خبرې کړي چې که وي ځان په خلکو وپېژني او يو وخت کومه څوکۍ تر لاسه کړي .
دولسمشرۍ دتېرو ټاکنو په جريان کې دنوماندانو په ګټه دغږېدلو او دسيال نوماند دپاليسو او حتى شخصيت دغندلو لپاره ځينو کارپوهانو ځانګړې بيې لرې چې حتى ديوه مېز ټيټه بيه درې سوه امريکايي ډلر وه خو که چا به ورته دغه بيه لږ اوچته کړه نو بيا به کار پوه دهغه و .
زما يوه استاد چې دمسکو په نړيوال پوهنتون کې يې پخوا درس ويلى و؛ راته کيسه کوله چې په مسکو کې هغه وخت دشپې له دوولسو وروسته په څراغ لګولو بنديز و او دا غوښتنه کېده چې ټول خلک بايد اوده شي او سهار وختي کار ته پاڅي خو پوليسو به چې له دوولسو بجو وروسته په څراغ لګولو څوک نيولي و نو درې ډوله خلک به ختل  ، يا به عرب وو ، شراب ، نجوني او عياشي به يې کوله ، يا به دويتنام خلک وو چې لوست او مطالعه به يې کوله او ياهم افغانان چې يوه لويه چايجوشه به ورته اېښې وه  او په سياسي بحثونو به را ګډ وو  ، يو غر به يې په بل ويشته او د نظامونو کيسې به يې کولې ، له دې کيسې نه مې مطلب دا وو چې روانو ناورينونو ، تاو تريخوالو او درسنيو زياتېدو هر افغان ته سياسي شعور ورکړى ، په هرڅه ښه پوهېږي ؛ نو کارپوهان او شننونکي هم بايد پوه وي چې  د دولس دقضاوت په تله تلل کېږي ، له ملي مسايلو ، ملي ګټو او ملي هويت سره بايد لوبې  او سرسري چلند ونه کړي ، حکومتونه دې دولس ددښمنانو په توګه نه معرفي کوي ، دنيوکو وړ ټکي دې په نرمه ژبه او ادب را اوچت کړي او ضمننا دې دسمون او اصلاح  فکتورونه هم  ورته په ګوته کړي .
 
٢٠١٢ اپرېل  ٢٤