د نادرشاه کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو په یوه ليدنه کې له خوست والي څخه په ياده ولسوالۍ کې د ځينو بيارغنيزو پروژه غوښتنه وکړه .

  د روان لمریز کال د سلواغې په ۶ مه نېټه د دې ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په لسګونو قومي مشرانو د ولایت مقام په دفتر کې له خوست والي عبدالجبارنعیمي سره د دوی په سیمه کې د بیارغونې د پروژو پر سر خبرې وکړې . دوی وایل ، چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ چې له ښه امنیت برخمنه ده ، ولې  اوسېدونکي یې د بیارغونې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي .
په یاده ناسته کې د خوست د ولایتي شورا مرستیال ګل محمدځاځي ، د حقوقوامر محمدبرجان او قومي مشر حاجي محمدعلي هم ګډون درلود.
حاجي جومانور چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو تن قومي مشر دي، په خپلو خبرو کې یې د یادې ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د څښلو اوبه ، سربندونه ، د انجونو لپاره د لېسې او د یوه پل جوړول هغه څه وبلل ، چې دا مهال ورته سیمه وال اړتیا لري . ده په دې برخه کې له خوست والي عبدالجبارنعیمي  دمرستې او پاملرنې هیله وکړه .
ورپسې حاجي زېربادشاه او نورو مشرانو هم په وار سره په ولسوالۍ کې شته ستونزې او اړتیاوې په ګوته کړې. ترڅو ولایتي اداره یې ورسره  په رفع کولو کې همکاري وکړي . همداشان یادو مشرانو د خوست ولایتي ادارې د وروستیو پرمختګونو لکه د قومونو ترمنځ د روغې جوړې ، د پنځه کلن ستراتیژيک پلان جوړېدل ، په ادارو کې د سمون او پرمختګ ، د دولتي غصب شویو ځمکو راخلاصول ،  د قانون د تطبیق او په دې وروستیو کې  د پلازمېنې کابل څخه د لوړ پوړو افغان او بهرنیو چارواکو راتګ یې دخوست ولایت لپاره لوړ مثبت قدم وباله .  
همداراز دوی زیاتوله، چې په خپله ولسوالي کې به هېچا ته د دې اجازه  نه ورکوي ، چې د بیارغونې د پروژو په وړاندې خنډونه جوړ کړي  او د کارکوونکو ، وسایطواو انجنیرانو به  یې په قومي  جرءت  سره ساتنه کوي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې وویل ، ځدراڼ  په لویه پکتیا کې لوی قوم   او باشهامته ، مېړاني مشران او ځوانان لري ، چې تل یې له خپلې خاورې ، ملي ګټو او نظام څخه پوره  ملاتړ کړی دی .
نوموړي یو ځل بیا له دوی وغوښتل ، چې خپلو تېرو تاریخونو ته په پام سره ګډو همکاریو او لازم یوالي ته کار وکړۍ . دده په خبره چې کلک عزم او یوالی د دې سبب کیږي ، چې هر ډول بدبختۍ له منځه یوسي او ځای یې خوشالي او پرمختګ ونیسي .
ښاغلي نعیمي زیاته کړه ،چې قومونه دا ظرفیت لري ، چې په خپلو سیمو کې هر ډول ستونزمن خنډونه په خپل قومي جرءت ، همغږي ، تفاهم  او د ولس په بیداري سره  سره حل کړي . دده په خبره چې په تېر کې دغه کړنه تاریخ ثابته کړي ده .
والي نعیمي د خپلو خبرو په لړ کې عزم ته په اشارې سره وویل، په دې ولایت کې مو په دې څو میاشتو کې داسې قومي شخړې هوارې کړي ، چې حل یې ناممکن او د خوب لیدل وو. خو دده په خبره چې دولایتي ادارې کلک هوډ ، ښه نیت او د ولسونو بیداري د دې لامل شوه ، چې همغه د لسګونو کالونو په میراث پاتې شخړې هوارې شي ، مشران او ځوانان یې بېرته خپلو کورنیو ته د خوشاله ژوند تېرولو په موخه ستانه شي . نوموړي وویل، اوس هم ځينې قومي ستونزې شته ، چې د حل په موخه یې جدي هلې ځلې روانې دي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي په دې خوښي وښوده ،چې په سرحدي ولایت خوست کې یې د ولایتي ادارې د ملکي اونظامي چارواکو په هلو ځلو او د قومونو په ځانګړي مرسته په دې وتوانېدل ، چې ځينې ولسوالۍ د سولې په نوم ونوموي . ده وویل ، اوس تصمیم لرو ، چې  د نادرشاه کوټ ولسوالي هم ، امن او د خلکو یوالي ته په پام سره د سولې په نوم ونوموو.ترڅو له یوې خوا ورته د ۳ لکو امریکایي ډالرو په ارزښت پروژې پلي شي او له بله خوا څخه په هره برخه کې ورته د مرکزي دولت او مرستندویه ټولنې لازمه پاملرنه راجلب شي .چې په کېدو سره به یې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د وګړو زیاتې ستونزې هوارې شي .
همداشان ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، په راتلونکي کال کې نیت لري ، چې په دې ولایت کې یو شمېر بنسټيزې پروژې پلي شي ، لکه د ځينو مهمو سړکونو ، ښوونځیو ته د ودانیو ، بندونو او پلونو جوړول په کې شامل دي .خو ده بیا هم وویل، دا هغه وخت په ښه ډول ترسره کېدلای شي ، چې ولسونه په خپلو سیمو کې لا ډاډمن امنیت او یوالي ته کار وکړي . دده په خبره چې متقابله ګډه  همکاري او همغږي د  هر پرمختګ  لپاره اساسي رول لري .
نوموړي په پای کې په دې هم خوښي وښوده ، چې د خوست پخوانی نوم چې په بد حالت یادېده ، له نېکه مرغه دا مهال په مرکز او نورو هېوادونو کې د پام وړ ښه والي خواته روان دی ، ده د خوست له ټولو اوسېدونکو وغوښتل ، چې د دې نوم په ساتلو او لا ښه والي کې هر فرد برخه واخلي .ترڅو خوست نور له هر چا سره سیال او سرلوړی وي .
د والي نعیمي له خبرو  وروسته د نادرشاه کوټ ولسوالۍ راغلو مشرانو  په امنیت او د یوالي په ساتنه کې کلکه ژمنه وکړه ، د دوی په خبره چې د خپلې خاورې ساتنه او دفاع په خپلو ځانونو فرض ګڼي .
د یادولو وړ ده ، چې د څو میاشتو راپدېخوا د شویو مهمو پرمختګونو او اصلاح له امله په دولتي ادارو د ولس باور غښتل شوی ، چې په پایله کې یې د بېلابېلو ولسوالیو قومي مخور مشران او دیني علماءاکرام له دولته مرستې غواړي او د خپله اړخه ورسره د کلک او عملي حمایت ډاډ ورکوي .
 
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : پنځم
نېټه : ۱۳۸۹/۱۱/۶