
د ولایت مقام په دفترکې د منګلو دخوجوړي قوم له مشرانو سره ، چې ایبي له قوم سره د ځمکې پر سر له سلو څخه د زیاتو کالونو راپدېخوا دعوې او شخړې لري ، نن یې د ولایت مقام په جدي غوښتنه له خوست والي عبدالجبارنعیمي سره د یادې شخړې د هواري په موخه ناسته ترسره کړه .
هغه لیدنه چې په همدې موخه جوړه شوي وه ، په کې خوست والي عبدالجبارنعیمي، دخوست ولایت دحقوقو امر محمدبرجان ، قومي مشر حاجي محمدعلي ځدراڼ او د منګلو د خوجوړي قوم په لسګونو قومي مشرانو برخه درلوده .
په سرکې دخوجوړي د قوم په استازیتوب سرښوونکي مرک خبرې وکړې .مرک د خپل قوم په استازیتوب له خوست والي مننه وکړه ، چې په کم وخت کې یې څو قومي شخړې هوارې کړي ، مشران او ځوانان یې له ګڼو ستونزو خلاص کړي دي .د ده په خبره چې په تېرو څو میاشتو کې په دې ولایت کې زیات پرمختګونه راغلي، چې دوی یې لازمې مرستې او حمایت ته اړ کړي دي .
مرک وویل ، لکه څه ډول چې د ډېرو سترو قومونو ترمنځ د شخړو په هواري بریالی شوی یې ، همداسې دې خدای وکړي ، چې د خوجوړي او ایبي د قومونو ترمنځ په شته شخړه هم وتوانېږې او دواړه خواوې له
ګڼو ستونزې خلاصې کړې .د ده په خبره چې دا مهال دواړه خواوې یو د بل څخه په تکلیف دي ،ځکه چې ترمنځ یې شخړه له سلو کالونه اوښتي ، چې په ترڅ کې یې په بېلابېلو وختونو کې مرګ ژوبلې رامنځته شوي دي .ده وویل ، همداشان په یاده موضوع کې دواړو خواوو ته مالي زیانونه هم اوښتي ، لکه د موټرونو سوزول ، د څارویو وژل او همداشان یې په یو او بل باندې کله نه کله لارې هم تړلي دي . چې له امله یې دواړه خواوې په ستونزو کې وخت تېروي .
ورپسې دیادو مشرانو له ډلې ګل آېید،نظرالدین او نورو هم په وار سره نظرونه او ستونزې بیان کړې .چې ټولو خوست والي عبدالجبارنیعمي ته په دې ولایت کې د روغې جوړې کلکه ژمنه ورکړه .
خوست والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې په دې خواشیني وښوده ، چې په دې ولایت کې د قومونو ترمنځ په ځمکو ، غرونو ، څړ ځایونو او ډېرو عادي موضوعاتو داسې شخړې راپيدا شوي ، چې مودې یې تر سلو کالونو هم اوښتي دي او په ترڅ کې یې وروڼه قومونه په خپلو کې سره خوابدي کړي او حتا یو بل ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د لارو تړل ، د بې ګناه انسانانو وژل ، ځورول ، د څارویو له منځه وړل او د نورو مالي تلفاتو رسول یې د اسلام د مقدس دین خلاف عمل وباله .او دا یې هم زیاته کړه ، چې دا ډول حالت ورته د زغملو وړ نه دی . د ده په وینا څوک چې بې ګناه انسانان وژني او یایې ځوروي ، د سزا په موخه به د قانون پنجو ته سپارل کیږي . ځکه چې اسلام د سولې او ورورګلوۍ دین دی او په افغانستان کې ټول افغانان مسلمانان او یو د بله سره وروڼه دي ، نو په کار ده ،چې له یو بل سره په مینه او ورورۍ کې ګډ ژوند مخ ته یوسي . ده مشرانو ته سپارښتنه وکړه ، چې ځوانان مو له جنګ او خشونته راوګرځوۍ ، د خوشالیو او پرمختګونو لارې ته یې وهڅوۍ.ترڅو ښه روښانه راتلونکی ولرو.
ښاغلي نعیمي د منګلو د خوجوړي قوم مشرانو ته په خپلو خبرو کې وویل ، که تاسو غواړۍ ، چې شخړه مو په پکتیا ولایت کې حل شي ، نو د خوست ولایت څخه به باصلاحیه هیت د پکتیا مرکز ته ولېږم ، ترڅو د پکتیا له ځایي چارواکو سره په ګډه توګه ستاسو شخړه د حل تر بریده ورسوي او که دواړې خواوې دا منۍ ، چې مشکل دې همدلته په خوست ولایت کې حل او فصل شي ، نو بیا به د پکتیا ولایت څخه یو هیت رادعوت کړي، ځکه چې ستاسو ترمنځ مدبها ځای په پکتیا او خوست دواړو ولایتونوپورې اړوند دی. او ترڅنګ به یې دواړه خواوې کافي مالومات راولېږد ۍ، چې یاده شخړه څومره وخت مخکې رامنځته شوي، څومره مالي او ځاني تلفات په کې اوښتي او اوسنی حالت په کوم ډول دی .د ده په خبره چې دغه مالومات به د راپور په بڼه دواړه خواوې راولېږدوي .او همداشان به هره ښکېله خوا به د اتو څخه نیولي ، ترلسو کسانو پورې باصلاحیته مشران رامعرفي کړئ .ترڅو د ټاکل شویو مشرانو سره د شخړې په هواري کې کار تر سره شي .
د خوجوړي مشرانو په خپلو خبرو کې په دې ټينګار وکړ ، چې په خوست ولایت کې زیاتې ناممکنه شخړې د ولایتي ادارې د مشرتابه په شتون کې حل شوي ، نو په همدې لحاظ دوی هم غواړي ، چې خپله دعوه د ایبي له قوم سره په خوست ولایت کې حل و فصل کړي .
په پای کې تصمیم ونیول شو،چې ژر ترژره به بیا هم له دواړو خواو و سره ناستې ترسره شي ، ترڅو یاده سل کلنه لانجه په بشپړه معنا هواره شي .
د یادولو وړ ده ، چې د دواړو قومونو ترمنځ مدبها ځای د خوست او پکتیا ولایتونو ترمنځ په پوله پراته سیمه ده ، چې د پوستکۍ په نوم شهرت لري او د یادو دواړو قومونو ترمنځ پرې د سلو څخه د زیاتو کالنو راهیسې لانجه روانه ده ، چې په لړ کې یې دواړو خواوو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي .
دا په داسې حال کې ده ، چې تر دې وړاندې په خوست کې د ګربزو د نصرالدین او بوریخېلو ، د ګربزو او شمل ، د حیدرخېلو او د ورزې د لېوانخېلو او دمنګلو او مقبلو ترمنځ له شخړې ډکې لانجې هوارې شوي او مسلح ځوانان یې بېرته له مورچو د سولیز ژوند تېرولو په خاطر کوز شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :چهارشنبه
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۶