اټومي بم: جوړښت، ويجاړی، ډولونه، بيه او ګټه يې؛ ۲برخه

د اټوم بم پلار
امريکايی فزيک پوه او تيورېسټ رابرټ اوپین هایمر د اټومي بم پلار ګنل کيږي. نوموړي امريکا او اروپا کې  لوړې زده کړې د ساينس او په ځانګړي دول د فزيک په برخه کې کړې وې. رابرټ اوپین هایمر له مشهور فزيک پوه البرټ انېشټين سره هم پېژندګلوي درلوده او له هغې يې هم زده کړې تر لاسه کړې وې. نوموړې نه يوازې امريکا د اټومي بم څښتنه کړه بلکې د فزيک برخه کې نورې لاس ته راوړنې هم درلودلې دي. 

د اټوم بم ډولونه
اټوم بم ته انګلېسي کې بېلا بېل نومونه اخېستل کېږي؛  atom bomb, atomic bomb, nuclear bomb يا nuclear warhead، خو په لويه  کې هستوي وسلې دوه ډولونه لري. 

۱- درزي يا سوری کېدونکې وسلې Fission weapons
 اټومي بم په خپله دغه وسلو کې راځي. Fission weapons هغه هستوي وسلې دي، چې ډېرۍ انرژي د هستوي درز د غبرګون په پايله کې تر لاسه کوي. کله چې اټوم بم چاودنه کوي، نو د دننه اټوم د دزر په وسيله يې انرژي چاودنه رامنځ ته کيږي. 

۲- د فیوژن وسلې/ ويلې کېدونکې وسلې يا Fusion weapons
هستوي وسلو کې Fusion weapons يو بل ډول دی. دې کې انرژي د درز پر ځای د ويلې کېدنې په پايله کې بهريږي او چاودنه رامنځته کوي. د دغه وسلو بېلګه ترمو اټومي وسلې دي چې ډېره مشخص ډول  يې هايدروجن بم دی. 

ځانګړی توپير په دې کې شو، چې هايدروجن بم او اټومي بم دواړه هستوي وسلې او بمونه دي. اټومي بم کې چاودېدونکې انرژي د درز او سوري  کېدو په وسيله بهريږي خو بيا Fusion weapons وسلو کې چې هايدروجن بم يې ډول دی، د تودخي او  ويلې کېدو پر اساس انرژي خوشې کيږي. 

۳-  boosted fission weapon: له هايدروجن بم او اټوم بم وراېخوا، هستوي وسلو کې يو بل ډول boosted fission weapon بم دی.  pure fusion bombs بم د هستوي وسلو يو بل ډول دی چې اوس وخت کې پرمختللی شوی دی. 

د دوه امريکايي اټوم بمونو جوړښت
د دويمې نړيوالې جګړې په وروستي کال د امريکا له خوا پر چاپان دوه اټومي بمونه وغورځول شول، چې دويمه نړيواله جګړه هم پای ته ورسوله. دغه دوه اټومي بمونه Little Boy او Fat man نومېدل. دلته د دغه دوه بمونه پرتله کوو: 
۱- Little Boy اټوم بم،  د ټوپک په څېر بڼه درلوده، ۹۷۰۰ پوڼد وزن يې درلود، قطر يې اته انچ او اوږدوالی يې ۲۸ فوټه وو. ۱۴۰ پونډه يورنيم په کې کارول شوي وو، د چاودنې شدت يې ۱۵زره ټنه وو. د اګست پر شپږمه ۱۹۴۵ کال کې د جاپان پر هیروشیما وغورځول شو. 

۲- Fat man اټوم بم، دغه بم بيا د ۱۹۴۵ز کال د اګست پر نهه، له لومړي بم يوه ورځ  وروسته د جاپان پر بل ښار، ناګاساکي وغورځول شوو. د غټ سړي يا Fat man وزن ۱۰۸۰۰ پونډه وو، قطر يې ۶۰ انچ او اوږدوالی يې ۱۰ فوټه وو. پلوتونیم ۲۳۹ په کې کارول شوي وو. د دغه بم  اغېز له لومړي يا Little Boy لس ځلې ډېر وو. د چاودنې شدت يې ۲۱زره ټنه وو. 
نور بيا بله برخه کې ....