اټومي بم: جوړښت، ويجاړی، ډولونه، بيه او ګټه يې؛ د اټومي بم بشپړ مالومات- لومړۍ برخه

اټومي وسله: جوړښت، ويجاړی، ډولونه، بيه او ګټه يې؛ د اټومي وسلو بشپړ مالومات
د اټومي يا هستوي وسلې لغوي مانا او پېژند (تعريف) 
د انګلېسي ژبې Nucleus کلمه لاتينه رېښه لري، چې د ميوې دننه زړي مانا لري. nuclei د Nucleus کلمې ډېرګړ يا جمع حالت دی. اټومي وسلې يا اټومي بم د هستوي وسلو Nuclear weapon يو ډول او بڼه ده. د هستوي وسلې پېژند داسې کېږي، "اټومي وسله یوه چاودیدونکې وسیله ده چې خپل ویجاړونکی ځواک د اټومي تعاملاتو څخه ترلاسه کوي."  يا داسې چې، "هستوي وسله يوه آله يا ډيوايس دی، چې د هستوي درز/سوری کېدنې په پايله کې د چاودنې په بڼه ويجاړونکي انرژي  خوشي کوي." وړاندې مو وويل، چې اټوم بم يا اټومي وسلې د هستوي وسلو يا Nuclear weapon يو ډول دی. په ځانګړي توګه اټومي وسلې داسې تعريفيږي، "د ډله ایزې ویجاړۍ وسلې چې چاودیدونکی ځواک یې د هستوي غبرګون څخه ترلاسه کیږي. يا دا چې، اټوم بم هغه بم ته ويل کېږي، چې چاودېدونکی ځواک يې د انرژۍ ناڅاپي خوشي کېدو له امله وي او دا چې دغه انرژي په لوړ ګړندي ډول سره خوشې کېږي، لامل يې د نیوکلیو درز او سوری کېدنه ده چې نیوکلیو بيا  پلوتونیم یا یورانیم لري."

د اټومي بم اساسي برخې او جوړښت 
۱- نیوکلیوس/nucleus:
اټومیک نیوکلیوس یوه کوچنۍ، متراکمه برخه ده چې د اټوم په مرکز کې شتون لري؛ پروتون او نیوټرون لرونکې ده. نیوکلیوس/nucleus په ۱۹۱۱ز کال کې د ارنسټ رودرفورډ له خوا کشف او تر څېړنو لاندې ونېول شوه. اټومي نيوکليوس برېښنايي مثبت پروتون او خنثی يا راکد نیوټرون لري. دغه پروتون او نيوټرون د يوې غښتلې قوه په وسيله چې strong force ورته وايي ټېنګ سره تړل او نېول شوي دي. د يو اتوم په حجم کې د اټومي نيوکليوس برخه ۰،۱ سلنه او بيا د اټوم په کتله کې د اټومي نيوکليوس برخه ۹۹.۹ سلنه ده. 

۲- یورانیم-۲۳۵: يورانيم-۲۳۵ د خالص طعبيي يورانيمو ۰،۷۲ سلنه برخه جوړوي. یورانیم-۲۳۵ يو ایزوتوپ دی. ایزوتوپ د مساوي اټومي شمېرې څښتن عنصرونه دي دي چې مساوي خواص  خو متفاوت اټومي وزنونه لري. په اوسنيو اټومي بمونو کې تر ۹۳ سلنه یورانیم-۲۳۵ استعماليږي. اټوم بم کې د یورانیم-۲۳۵ کارونه ځکه ډېره ده، چې دا عنصر په لوړه کچه  د درز کېدو او چاودېدو وړتيا لري. اوس وخت کې د يو کيلو یورانیم-۲۳۵ بيه ۱۵ مېليونه  امريکايي ډالرو ته رسيږي. 

۳- پلوتونیم ۲۳۹: په اټوم کې بل ډېر کارېدونکی عنصر پلوتونیم دی. د پلوتونیم له ډلې تر ۹۷ سلنه د پلوتونیم ۲۳۹ ايزتوب کارول کيږي. د يو کيلو پلوتونیم ۲۳۹ بيه څه د پاسه پنځه مېليونه امريکايي  ډالر کېږي.