د کلب هوز په څو کوټو (بحثونو‏) کې زما تجربه

په دې وروستيو کې د کلب هوز په نوم يو ان لاين آپ جوړ شوی دی، چې پر کرښه ناستې او بحثونه  په کې کېږي. افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو او د لوی سياسي تحول سره ډېر د اند خاوند افغانان هم دلته سره ټوليږي او پر روان وضعيت، راتلونکې او نور, مسايلو بحث کوي. کلب هوز کې ډېری هغه افغانان برخه اخلي، چې بهر هېوادونو کې مېشت دي؛ د افغانستان له وضعيت يو څه  خبر دي؛ د مسايلو په اړه پوهه ور سره ده. له بهر مېشتو افغانانو او اند لرونکو وراېخوا  ځيني افغانستان کې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي موضوع ګانو خبر فعال افغانان هم په کې برخه اخلي. 

د بوختياوو سره - سره په دې احساس چې د هېواد او هېوادوالو درد، خوښي او هوساينه زړه کې را سره دي، ځيني وخت زه هم په دغه آپ کې، بحثونو کې برخه اخلم. په خپل نظر، د هر هغه افغان فکر ستايم چې د خپل شخصي او کاري ژوند وراېخوا د ګران افغانستان او ستر افغان ملت په اړه يې لري، ستونزو ته يې وخت ورکوي او د خپل ليدلوري او پوهې اړوند مسايلو باندې خبرې کوي. 

په دې ډول بحثونو کې چې زه تر اوسه ور سره مخ شوی يم، ډېر تمرکز د افغانستان پر اوسني سياسي وضعيت دی. د اندېښنې وړ موضوع چې ما درک کړې ده، ډېری نظر لرونکي يوازې او يوازې پر ستونزو خبرې کوي او په بل اړخ کې د ستونزو د حل قناعت لرونکې طرحه او حل لارې نه  وړاندې کوي. دا ستونزه يې هم پر خپل ځای، د کلب هوز په ګڼو کوټو/بحثونو کې چې زه يې هم ګډونوال پاتې شوی يم، يو اړخيز بحثونه کېږي. د طالبانو اوسنی حکومت  او د غني په مشرۍ تېر جمهوريت د بحث مرکز وي؛ ګډونوال پرته له دې چې د دواړو په اړه منصفانه او عقلاني خبرې وکړي، بشپړ يو اړخ نېسي. څوګ د طالبانو له اوسني حکومت د افغانستان لپاره ايډيال دولت جوړوي او هره نېمګړتيا يې په غير منصفانه پوښ کې پټوي. دوی دا هېر کړي، چې د طالبانو په راتګ سره د افغانستان ملي ارزښتونه لکه د هېواد درې رنګه ملي بيرغ، د قومونو د يووالي ملي سرود، د ټاکنو له لارې د هېواد - مشر ټاکنه، ولسواکي، د خلکو مدني حقوق، بشري حقونه، د بيان ازادي او نور مو له لاسه ورکړي دي او يا د لاس ورکولو په جريان کې دي. 

کلب هوز کې  طاـلب پلوه افغانان يوازې د تېر حکومت پر نېمګړتياوو بحث کوي او هغوی ترې نيوکو لاندې راولي. لا هم پر افغان ولس د زور مسلط کېدو وايي او داسې خبرې نه لري، چې هېوادوالو  ته هيلې ورکړي، اقتصادي ناخوالي په کې حل شي  او پر بېلا بېلو نومونو د افغانانو د مرګ - ژوبلې مخه په کې ونېول شي. 

له بلې خوا، هغوی چې د طاـلبانو د اوسني حکومت او په لويه کې د طاـلبانو له آيډيالوژۍ سره مخالف دي، بشپړه خيال پلوۍ کې اوسي. دوی عقدوي چلند لري، داسې ښکاري، چې د تېر حکومت د لوړپوړو چارواکو او يا نورو بهرنيو ادارو له خوا پيسې ورکول کېږي او دوی خپله کينه په دې ښيي او په همدې پار تخريبي فکر وړاندې کوي چې همدا ماموريت د پيسو په مقابل کې وړاندې وړي او بيا پرده پرې د هېواد پالنې اچوي. 
 
د کلب هوز بحثونو کې طاـلب پلوه کسان په اوس وخت د افغانانو په پر بد وضعيت سترګې پټوي. اقتصادي وضعيت يې هېر کړی دی، پر ولسواکۍ او ځواب ورکونکي حکومت باور نه لري، ژبه يې د زورواکۍ ، سخت دريځۍ او ديکتاتورۍ ده. هغه مسايل ورته  مهم نه دي او بحث پرې نه کوي او يا هم پري منفي څرخيږي، چې د يو ولسواک، خپلواک، هوسا، پرمختللي، نړۍ هېوادونو سره سيال او اقتصادي رفاه لرونکي افغانستان په  اړه وي. دوی ارزښتي استدلال  کوي او د عقلاني استدلال په نشتون کې واقع  وي. 

هغوی چې تېر حکومت پلوه يا د دوی په وينا جمهوريت پلوه دي، هوايي  او خيالي خبرې او احساساتي غږيږي؛ د دوی په خبرو کې هم ارزښتي او احساساتي ځانګړنې پر عقلاني لوړې دي. دوی تر ډېره بې ځايه ادعاوې کوي او ناحقه ټپي لګوي. دغه کسان ختی ځيني وخت نيغې او نانيغې ښکنځل کوي. پر طاـلبانو او پر طاـلب پلوه افغانانو د پاکستايانو، پنجابي، د ای اِس ای غلام او نورې ټپي وهي، چې په عقلاني بحث کې ځای نه لري او په حقيقت کې بې ثبوبته ادعاوې، ښکنځل او سپکه ژبه ده. دوی دومره بې پروا دي، چې خپلې خبرې دومره بې مانا کوي چې د بحث د بل ګډونوال خصوصي حريم ته په کې دننه شي او ختی خبرې د خور او مور تر ښکنځا پورې ترې ورسيږي. دوی دومره خيالي دي، چې په اروپا کې مېشت دي، خو بيا د طالبانو د حکومت د چپه کېدو وايي، يانې په يوې خيالۍ نړۍ کې ژوند کوي چې رسېدنه ورته نشونې ده. دوی د افغانستان اوسنی وضعيت او حکومت هم نه مني او ورسره هېڅ ډول تعامل نه ښيي.  
 
کلب هوز کې منځنلاري افغانان  هم برخه اخلي؛ دوی ستر فکر، ژوره حوصله، عقلاني فکر او په رېښتنې مانا افغان-درد لري. دوی د تېر حکومت فساد، ناغړۍ، ناخوالې  او بدختيو باندې اعتراف  او انتقاد کوي او همدا ډول  اوسنی وضعيت ورته مطلوب نه دی، ورڅخه شکايت لري او د ښه کېدو لپاره يې د حل لارې او بديلونه وړاندې کوي. 

منځلاري افغانان نه د تېر حکومت ارمان جن دي او نه هم په اوسني ډول د طاـلبانو د حکومت  پلويان دي؛  دوی د يو مطلوب وضعيت لپاره فکري مبارزه  او جوړونه کوي. دوی د يو ولسواک افغانستان لپاره کار کوي، هغه افغانستان چې په رېښتنې مانا په کې واک ولس سره وي او افغان ولس په کې اقتصادي رفاه ولري، حقوق يې خوندي  وي، ژوند يې په امن او عزت کې وي او لکه د نورې نړۍ وګړو په څېر  افغانان هم په کې د ژوند په خوند پوهه شي. 

زما مشوره دا ده، چې د يو ازاد انسان په ډول هر افغان  د خپل فکر د ښکاره کولو او  اړخ نېونې حق لري؛ خو که يو طرف مطلقه طالب پلوی اوسي او بل ته حق نه ورکوي او ټول خپل پر نورو مني، نو پايله به ورنه کړي؛ همدا ډول تېر حکومت پلوه چې په خيالۍ نړۍ کې د طالبانو د چپه کېدو  وايي او اوسنی وضعيت د يو حقيقت په توګه نه مني، نو همداسې به خيالي او هوايي پاتې وي، څه ډول چې اوس په کې  اوسي. 

اند لرونکي افغانان دې، له عقدو وراېخوا تر خپلې وسې د يو ولسواک، خپلواک  او پرمختللي افغانستان لپاره مبارزه وکړي، چې وجدان يې ارام او راحت اوسي.