سياسي کلتور د سياسي نظام او سياسي پېښو او مسايلو پر وړاندې د يوې ټولنې د وګړو چلند، ارزښت، احساس او د باور ټولګه ده. سياسي کلتور داسې هم تعريف شوی، چې د سياسي نظام او سياسي مسايلو او پېښو پر وړاندې د افرادو د چلندونو او اړخ نېونې نمونه ده، چې له يو نسل بل نسل ته په کم او ډېر تغير او بدلون سره لېږدول کېږي. له سياسي کلتور موخه او مطلب دا دی، چې د يوې ټولنې وګړي په انفرادي ډول د سياسي نظام او سیاسي مسايلو پر وړاندې څه ډول لېدلوری لري؛ کوم ډول تړنه د خپل انفرادي ژوند، سياست او سياسي پېښو ترمنځ ټېنګوي. په سياسي کلتور کې وګړي د ټولنې ګډ ارزښتونو او باورونو پر وړاندې خپل غبرګونونه او چلندونه ښيي، چې بېلا بېل او څو اړخيز وي.
د لوسېن ډبليو پي، په وينا، سياسي کلتور دا ښيي چې سياست کې پای او وسیله څنګه يو بل سره تړاو لري. اوس وخت کې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې يو ګډ سياسي کلتور دا دی، چې ازادې او پټې ټاکنې بايد تر سره شي؛ وزيران او نور حکومتي چارواکي که چېرې د چارو وړ نه وي نو بايد استعفا ورکړي، هېڅ کس بايد د باصلاحيته محکمې له حکم پرته په فزيکي او روحي ډول ونه ځورول شوي او مجرمورته ونه ويل شي.
پرمختللو او په ځانګړي ډول لوېديځو هېوادونو کې د سياسي کلتور يوه برخه دا ده چې اکثريت ټولنو کې د وګړو پر مدني حقونو ټېنګار کېږي، د ښځو او او نارينو د مساوي حقونو غوښتنه کېږي، له اتلسو کالونو وروسته ځوانانو ته په سياست کې د برخه اخېستنې ورکړه او داسې نور مسايل.
سياست پوهان د سياسي اېډيالوژۍ او سياسي کلتور ترمنځ توپير شتون لري. سياسي اېډيوالوژي له ديني عقيدې په څېر سخته وې او تغير منونکې نه وي او پرته له انعطاف مننې پلې کېږي، خو بيا سياسي کلتور تغير منونکی وي او ډېر وخت د وخت پر اساس بدلون مومي. يانې که چېرې يو هېواد کې ديموکراتيک نظام وي نو بيا د خلکو کلتور هم ورته ځانګړنه پيدا کوي او که بيا نظام ديکتاتور وي، نو سياسي کلتور هم د ديکتاتورۍ نظام دننه ارزښتونه ځان ته ټاکي. يانې مطلب دا چې سياسي اېډيالوژۍ ته سياسي کلتور نه شو ويلی او سره توپيري دي.
د افغانانو سياسي کلتور هم د نظامونو په بدلون سره تغير کړی، خو وروستيو څو لسيزو کې د افغانانو سياسي کلتور له مرکزه د تېښتې بڼه لري. د مرکزه د تښتې بڼه په دې ډول چې افغانستان کې له پښتنو پرته چې اکثريت قوم دی، هزاره ګان ايران ته نېږدوالی، تاجکان تاجکستان او ازبکان ترک هېوادونو ته نېږدوالی ښيي. دا ډول مسايل چې د ملت جوړونې برخه کې ستره منفي اغېز لري، د پرديو په پانګونې ترويج کېږي او بيا د قومي تعصب په ډول اوج ته رسيږي.
مطلب دا چې افغانستان کې سياسي کلتور قومي بڼه لري او د افرادو تړنه له سياسي نظام او سياسي پېښو چې دې برخه کې پښتانه هم په کې شامليږي، قومي ده. قومي مسايل په دې وروستيو افغانستان د کلتور په ډول شوې او وګړي يې د کلتور برخه ګڼي.
وروستي