پښتو ادب ته دوه نور کتابونه هم راغلل


پلازمېنه کابل کې د ذهنیت خپرندویه ټولنې له لوري د (مه ناهیلی کېږه) او (پخې خبرې) په نومونو دوه کتابونه د لیکوال او ژباړن حضرت عثمان نوري لیکلي دي، دا اوونۍ تازه د چاپ په ګاڼه سنبال شول. د کتاب لیکوال د دې کتابونو د چاپ په اړه تازه په خپله خواله رسنۍ لیکلي؛
((کله چې ذهنیت خپرندویه ادارې چې د دې دواړو کتابونو چاپ چارې یې پر غاړه اخیستې وې، د چاپ خبر راکړ؛ هغه د چا خبره له خوښۍ په جامو کې نه ځاېېدم، یو ناڅاپه مې په زړه بې درېغه خوښي او که مبالغه ونه کړم مستي ننوته؛ ځکه د یو لیکوال لپاره تر ټولو غوره خبر دا وي، چې کتابونه یې د چاپ په ګاڼه سنبال شي.))

نوموړی زیاتوي؛
 د (مه ناهیلی کېږه) او (پخې خبرې) دواړه کتابونه له دوه نیم کاله ځنډ وروسته چاپ شول؛ دا کتابونه د جمهوري نظام له ړنګېدو دمخه چاپ ته چمتو ول، او خپرندویه د چاپ لپاره غوښتي ول، چې ور استولي مې هم ول، خو دا چې د سیاسی اوښتون له کبله خپرندویه ادارو په لومړیو کې د کتاب مارکېټ له پیکه کېدو سر ټکاوه، د دې کتابونو چاپچارې هم ورسره وځنډېدې، معنی دا چې هغه وخت خزان و، راغلی و، خو ښکاري چې اوس پرې بیا ځلې پسرلی راغی.))

مه ناهیلی کېږه کتاب چې په ۱۰۱ مخونو کې چاپ شوی، په ټولنیزو موضوعاتو پکې بحث شوی، مه ورک کېږئ، مه تسلیمېږئ، د وخت مهارونکی جوړ شئ، د دوه شیانو ډېر خیال ساتئ، نظري نه؛ عملي ژوند وکړئ، نور مه تخریبوئ، مه بې غوره کېږئ، خارق العاده کارونه وکړئ، ژوند وکړئ؛ تېروئ یې مه، غښتلي خلک دا یوه نښه لري او ځان وپېژنئ یې د منځپانګې مهم موضوعات دي. په کتاب د غني خیلو اساسي دار المعلمین استاد ښوونمل حبیب الدین خاکسار او د کندز مېشتي ادیب ښاغلي عرفان الله عرفان له لوري لیکنې هم کړي دي، دا کتاب مې د هغو ناچاره او بې وزلو زده کوونکو کورنیو ته ډالۍ کړی، چې د خپلې ناچارۍ سره سره پر خپلو اولادونو زړه کړې کوي او دا ستر ویاړ ګني. 

پخې خبرې کتاب د داخلي او بهرنیو متلونو ټولګه ده، چې په ۱۳۲ مخونو کې چاپ شوې، منځپانګه یې په څلورو څپرکو وېشل شوې، په لومړي څپرکي کې متل پېژندنه، په دوهم څپرکي کې بیا کولتور او ارزښت یې، په درېیم څپرکي کې بیا هېوادني / کورني متلونه او په څلورم څپرکي کې بیا له نورو ژبو څخه را ټول شوي متلونه شامل دي. 

په کتاب د جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رییس ښاغلي رحیم الله خوږیاڼي له لوري او ښاغلي عرفان الله عرفان له لوري لیکنې شوي دي. پخې خبرې کتاب د پښتو ادب خدايي خدمتګارانو، په ځانګړي ډول هغو ته چې په خپلو خبرو کې یې متل کارونې ته لومړیتوب ورکړی او خپله خبره یې پرې پخه کړې ده، ډالۍ شوی دی. 

دا کتابونه اوسمهال په پلازمېنه کابل کې د ذهنیت خپرندویه په ګډون د احمد شاه بابا مېنې کتاب پلورنځي، خوځون کتاب پلورنځي، علمي کتاب پلورنځي، بدلون کتاب پلورنځي، په خوست ښار کې بیا ولوله کتاب پلورنځي، سباوون کتاب پلورنځي او ژوندون کتاب پلورنځي په ګډون د غزني، پکتیا او د هېواد په لویو ښارونو کې یې له ګڼو کتاب پلورنځيو هم ترلاسه کولی شئ.