يو علمي تحقيق؛ د امريکا زبرځواکۍ منځته راتګ (عروج) او لوېدنه (زوال) يې

دې څېړنه/تحقيق کې د نړۍ په اقتصادي نظام کې دوه بېلا بېل پېر/دورې سره پرتله شوې دي: ۱۹مه پېړۍ کې د انګلېس زبرځواکۍ کړکېچ، ور سره د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې د امريکا زبرځواکۍ منځته راتګ، چې کړکېچ يې په ۲۰۰۱ کې پيل او بيا تر نن ورځې دوام لري. دغه نژدېوالی/رويکرد د اقتصاد ساختماني لید پر بنسټ شوی کوم کې چې نړيوال توليدي سېسټم د تاريخ په بېلا بېلو پړاونوکې اړول شوی او د نورو عناصرو- نړیوال پولي نظم او سياسي، اداري او پوځي رهبريت ترڅنګ يې  اقتصادي نظام او زبرځواکي بدله کړې. پايله کې په دې څېړنه کې د پورته دوه دورو ورته والی او توپير ښييو او دا چې اوسنی نړيوال نظام د تغير په حال او د څو قطبي پر لور روان دی په ګوته کېږي. 
پېژندنه: ددغه څېړنې موخه دا ده چې د امريکا متحدو ايالتو د هیجیمونیک ځواک راپورته کېدنه او لوېدنه په ګوته کړي. دې پايلې ته د رسېدو په پار ويل شو چې د هیجیمونیک په توګه د امريکا ملت منځته راتلنه د انګلېس زبرځواکۍ د زوال له امله وه، خو بيا د امريکا د زبرځواکۍ زوال د چين د پورته کېدنې له امله وړاندوينه کېږي. دا سخته ده چې امريکا به په طبيعي ډول سره لنډ وخت کې ولوېږي او د چين زبرځواکۍ ته به لار ورکړي، خو دا بيا باوري ده چې د امريکا بشپړه/مطلقه زبرځواکي له منځه تللې او د چين، جرمني او روسيې په ډول هېوادونه د امريکا د زبرځواکۍ په لوېدنه کې مهم رول لري. 

د نړۍ اوسنی نطام د څو قطبي کېدو پر لور روان دی کوم کې چې اوس هم د امريکا متحد ايالت مهم رول تر سره کوي. يو توپير شتون شته دی هغه دا چې د شلمې پېړۍ په سر کې د انګلېس زبرځواکۍ زوال په روانه ۲۱مه پېړۍ کې د امريکا متحدو ايالتو زبرځواکۍ له زوال سره سل سلنه ورته نه دی، خو د امريکا د زبرځواکۍ زوال د انګلېس د زبرځواکۍ د زوال په څېر شونی او کېدونکی دی. په دې پار چې د امريکا زبرځواکۍ پر زوال ښه پوهېدلي ياست، دغه څېړنه پر پنځو برخو وېشل شوې ده.  لومړي سر کې نظري وړاندیز وړاندې کېږي کوم چې د تحلیل بنسټ دی؛ دويمه برخه کې هغه لاملونه او فکتورونه په ګوته کېږي د کوم پر بنسټ چې د امريکا متحد ايالت يو زبرځواک دولت شو؛ درېيمه برخه کې د دويمې نړيوالې جګړې څخه پاتې هغه ميراث ښوودل کېږي د کوم په پايله کې چې نړۍ دوه قطبي او د امريکا متحد ايالت په لوېدېځ بلاک کې هیجیمونیک ځواک شو؛ څلورمه برخه کې دا شننه کيږي چې څنګه چين اوس مهال د نړۍ ټاکونکو شاخصونو په ډول لوبيږي او پنځمه برخه کې پايله وړاندې کېږي. 

يادونه: د همدې څېړنې پنځه واړه برخې په نوبت سره روهي وېب پاڼه کې خپريږي او تاسې به يې دلته د روهي پر فېسبوک پاڼې ولولئ.