امريکا او روسيه ولې له يو بل سره وران دي؟ لومړۍ برخه

په شلمه مېلادې پيړۍ کې د امريکا او روسيې ترمنځ د ښو او بدو اړيکو لاملونه او علتونه مالوم وو، له ۱۹۱۴ څخه بيا تر ۱۹۱۸ پورې لومړۍ نړيواله جګړه وه؛ له ۱۹۳۹ څخه بيا تر ۱۹۴۵ پورې دويمه نړيواله جګړه راونه وه او له ۱۹۴۷ څخه بيا تر ۱۹۹۱ پورې د امريکا او پخواني شوري يا اوسنۍ روسيې ترمنځ سړه جګړه روانه وه.
د شلمې ميلادي پېړۍ په ورستۍ لسيزه (۱۹۹۱ - ۱۹۹۹) پورې د امريکا او روسيې اړيکې د بل هر وخت په پرتله ډېرې ښې او ګرمې وې، خو د ۲۱ مې پيړۍ په راتګ سره بيا تر نن پورې؛ امريکا او روسيه د يو او بل د ملي ګټو پر وړاندې غټ خنډونه دي او د ملي ګټو پر سر يې؛ سياسي، ډېپلوماټيکې او اقتصادي اړيکې تر بد او منفي اغېز لاندې راځي.
تر ډېره به مو دا اورېدلي وي، چې امريکا او روسيه دوه لويې اټومي او نړيوال ځواک لرونکي هېوادونه دي او په نړيواله کچه غواړي چې خپل واک - ځواک په داسې ډول وساتي، چې بل يې سيال نه وي. د امريکا او روسيې ترمنځ ستونزې او ناخوالې هم د هغه ملي ګټو پر بنياد دي، چې دوی په وسيله ځانونه نړيوال ځواکونه جوړول غواړي.
په دې لېکنه کې د ۲۱ مې پېړۍ په ترڅ د امريکا او روسيې په اړيکو رڼا اچو او همدا ډول هغه ټکي په ګوته کوو، چې امريکا او روسيه يې د يو او بل پر وړاندې رقيب او دښمن ګرځولي دي.
شلمه مېلادي پيړۍ په ختمېدو وه، ۱۹۹۹ زېږديز کال وو، د امريکا په شمول ناټو د يوګوسلاويا په فدرال دولت باندې بمبار وکړ او د روسيې او امريکا ترمنځ هغه ښې اړيکې چې د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۹ کالنو په منځ جوړې شوې وي، يو بل، خو خراب پړاو ته دننه شوې.
د شملې پېړۍ په وروستي کال کې بله پېښه چې د روسيې او امريکا اړېکې يې ترېنګلې کړې، هغه په سربیا او مونټینګرو کې د ناټو پوځي شتون او د پوځي اډو جوړول وو، چې روسيې يې پر وړاندې مخالفت ښودلو.
په ۲۱ پيړۍ کې د امريکا او روسيې اړېکې:
د ۲۱مې مېلادي پيړۍ پیل وو، جورج بوش د امريکا ولسمشر وټاکل او والدمېر پوتين د روسيې لومړی وزير وو. روسيه د سړې جګړې له ماتې وروسته په پوره ډول سره له پښو لوېدلي او په نړيوال سياسي ډګر کې يې پرته له سيالۍ امريکا ته ځای پرېښودلی وو، کله چې  پوتين د روسيې د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، نو روسيې يو ځل بيا د يو نړيوال ځواک په توګه ساه واخېستله او له امريکا سر يې ډغرې پيل کړې. په ۲۰۰۱ زېږديز کال د جنوري په مياشت جورج بش د امريکا ولسمشر وټاکل شو. په روسيه کې د پوتين او په امريکا د جورج بوش واک ته رسېدل؛ د امريکا او روسيې اړېکې د سيالۍ سخت پړاو ته داخلې کړې.
د جورج بوش تر مشرۍ لاندې امريکا هڅه کوله، چې په نړيوالو پېښو او موضوعاتو کې يه تنهايۍ او يوازې ځان برخه واخلي او په دې سره د نړۍ د زبرځواک په توګه ځان مطرح کړي، چې بېلګه يې په ۲۰۰۱ د سېپټبر د يوولسمې نېټې پېښه وه، چې امريکا د افغانستان په لور پوځي حرکت وکړ. همدا ډول د  پوتين تر مشرۍ لاندې روسيې په نړيوالې مسايلو کې په ډېرې دلچسپۍ سره برخه اخېستله او په نړيوالو موضوعاتو کې ځان شريک بللو.
پوتين په ولسمشر بوش تور پورې کړ، چې هڅه کوي ترڅو په جورجیا کې د ۲۰۰۳ ګلابي پاڅون په ترڅ کې د روسيې پر وړاندې د پاڅون زمينه برابره کړي او همدا رنګه په ۲۰۰۴ کې په اوکراين کې د روسيې په خلاف نارنجي انقلاب رامنځ ته کړي.
په ۲۰۰۳ زيږديز کال کې، امريکا په عراق پوځي يرغل وکړ او د صدام حسين رژيم يې نسکور کړ. روسيې په څرګند ډول عراق ته د امريکا له پوځي تګ سره مخالفت وښوود او عراق يې د امريکا له خوا په پوځي ډول يرغل شوی هېواد ياد کړ.
د پوتين ادارې وويل، چې امريکا غواړي د افغانستان او عراق له پوځي يرغلونو له لارې منځنۍ اسيا ته ځان ورسوي او د مرکزي او منځنۍ اسيا طبیعي تيل او ګاز په ځپل کنټرول کې راوړي.
په ۲۰۰۲ زيږديز کال کې د امريکا متحد ايالت د بالسیټک توغندیو پر ضد تړون څخه ووتل او په ۲۰۰۷ کال کې يې هڅه وګړه، چې په پولنډ کې د بالسټيک توغنديو دفاعي سېسټم او په چک جمهوريت کې د رادار سېسټم ځای پر ځای کړي. امريکا ادعا کوله چې په پولنډ او چک هېوادونو کې د بالسټيک سېسټومونو فعالول دا امريکا هڅه، چې اروپا او امريکا د شمالي کوريا او ايران د احتمالي اټومي بريد څخه خوندي کړي، خو روسيه بيا دغه کړنه د خپل ځان پر وړاندې د يو پټ او پوټېنشيل ګواښ په توګه کتله.
 
په ۲۰۰۷ کال کې  پوتين ايران ته سفر وکړ او له ايراني چارواکو سره يې د اټومي پروګرام په برخه کې د روسيې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې. ایران ته د پوتين سفر د ولسمشر بوش غبرګون را پورته کړ، بوش پوتين ته په پيغام کې وويل "که چېرې غواړي چې درېيمه نړيواله جګړه پېښه نه شي، نو بايد ايران او نور د اټومي وسلو د غني کولو له پروګرا څخه مخنيوی وکړي او تاسو ورسره مرسته ونه کړئ."
په ۲۰۰۸ کال کې امريکا خپل د بالسټيک توغنديو دفاعي سېسټم د روسيې له پولې سره نېږدې ځای پر ځای کړ. روسيې يې په غبرګون کې وويل، "که امريکا د روسيې په پولو خپل د بالسټيک توغنديو ضد سېسټم ځای پر ځای کوي، نو د روسيې له لورې به يې ځواب په ډېپلوماټيک ډول نه بلکې په پوځي او جګړيز ډول وي."
 
۲۰۰۹ زيږديز کال، بارک اوباما او دیمتري میدودیف:
نور بيا...