شيخ رشيد:  پر ټولې ډيورنډ کرښې مو اغزن تار بشپړ، يوازې ۲۱ کيلو متره پاتې دی

د پاکستاني رسنيو د خبر پر بنسټ د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پرون  يوې ناسته کې ويلي، چې پر ډيورنډ کرښه يې ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار غځولی او يوازې ۲۱ کيلو متره پاتې دی، چې هغه هم د افغانستان حکومت سره په هغمږۍ غځوي او دې سره به پر ټولې ډيورنډ کرښې د اغزن تار لګولو بهير بشپړ کړي. 

د پاکستان ډان رسنۍ ليکلي دي چې شیخ رشید احمد دا څرګندونې تېره ورځ اسلام اباد کې په يوې ناستې کې کړې دي او افغانستان يې خپل ورور هېواد بللی او زياته کړې يې ده، چې د اغزن تار د لګولو پاتې بهير هم به د افغانستان په خوښه تر سره کړي. 

د شیخ رشید احمد څرګندونې او په ټوله کې پر ډيورنډ کرښې د اغزن تار لګولو بهير د پاکستان پارونکې، نيواکګرې او تيری کوونکې کړنې دي. په غوڅ اکثريت سره افغان ولس ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي کرښې په نوم نه پېژني او د کرښې هغه غاړه پښتانه هم ځانونه افغانان بولي او تر اوسه يې دا کرښه نه ده منلې. 

د امير عبدالرحمن له وخته بيا د طالبانو تر ننني حکومت پورې، هېڅ افغان حکومت هم ډيورنډ کرښه د رسمي نړيوال سرحد په توګه نه ده منلې. اسلام اباد کې د افغانستان د اوسني سفير څرګندونې، کابل کې د يو شمېر طالب چارواکو غبرګونونه او په ننګرهار کې د ا.ا د ځواکونو له خوا د اغزن تار ټولول، په څرګنده دا ښيي چې د تېر په څېر اوس کې هم، افغان ولس او حکومت د اغزن تار غځولو او کټارو لګولو مخالف دي او  نه يې مني. 

کله چې افغان ولس او حکومت څرګند مخالفت ښيي، نو بيا د شیخ رشید احمد په څېر د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې چې اغزن تار د افغان ولس او حکومت په خوښه غځوو، دروغ دي، پر افغان ولس او حکومت کم حساب کول دي، په څرګنده د يو ستر ملت په سترګو کې خاورې اچول دي. 

د شیخ رشید احمد دا څرګندونې چې پاتې ۲۱ کليو متره اغزن تار کابل سره په همغږۍ غځوو دا پوښتنه راپورته کوي، چې ۲۶۰۰ کيلو متره تار دې چا سره په همغږۍ غځولی او څومره دې د افغان ولس او افغان حکومت دريځ په پام کې نېولی دی؟ څرګنده ده چې د افغانستان له مخالفت سره - سره پاکستان خپلسرو کړنو ته دوام ورکړی دی. 

د پاکستان سياست د افغانستان پر وړاندې د تېر په څېر له دوه مخۍ خالي نه دی؛ له يوې خوا افغانستان ته د ورور هېواد وايي، په همغږۍ د تار غځولو وايي، خو له بلې خوا د افغانستان له څرګند مخالفت سره په زورواکۍ  خپلې چارې وړاندې وړي. 

پر ډيورنډ کرښه اغزن تار غځول او بيا په رسنيو کې د همغږۍ او ورورۍ خبرې کول به د پاکستان پر وړاندې د افغان ولس کرکه او نفرت نور لا ډېر کړي او دا به په ثبوت ته ورسيږي، چې افغانستان سره د پاکستان دوستي او اړيکې په رېښتوالۍ نه بلکې په دوه مخۍ ولاړې دي.