علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا references) ليکل؛ بشپړ لارښوود - دويمه برخه 

د همدې ليکنې په لومړۍ برخه کې په علمي ليکنو کې د (اخځلیکونو/منابع/سرچينو يا reference) د ذکر اووه بڼې وښوودل شوې. که چېرې لومړۍ ليکنه مو نه وي لوستي، نو پر دغه تړوني (https://rohi.af/news/91204) يې لوستلی شئ. دې برخه کې يې له اوومې شمېرې وروسته نورې بڼې چې خپلې ځانګړنې لري لوستلی شئ. 

د يادونې ده چې دغه طريقه د امریکا رواني ټولنې يا  American Psychological Association بڼه ده، په APA سره شهرت لري. د سرچينو د ذکر نورې بڼې هم شتون لري، چې په نوبت سره به يې ذکر وشي. 

۸- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو  د کتاب بيا کتل شوی يا Revised بڼه يې وي، نو بيا به سرچينه په لاندې ډول ليکئ: 
- د کتاب د ليکوال تخلص؛ 
- کامه؛ 
- د کتاب د ليکوال نوم يا يې د نوم لومړي توري؛
- ټکی يا نقطه؛ 
- قوسونو کې د کتاب د چاپ کال او که چېرې د چاپ کال يې نه وي مالوم بيا n.d يانې No Date ليکل کيږي؛ 
- بيا له کال وروسته ټکی کېښودل کېږي؛ 
- د کتاب نوم؛ 
- د کتاب له نوم وروسته بيا ټکی يا نقطه کېښودل؛ 
- دوه قوسونو کې د (Rev.ed) تورو ليکل چې د Revised Edition مانا لري؛ 
- بيا ټکی يا نقطه کېښودل؛ 
- او په پای کې د خپرندويه ټولنې يا مطبعې نوم او نقطه کېښودل. 
بېلګه: Smith, J. D. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide (Rev. ed.). Rata Press.

۹- که  چېرې مالومات له کتاب راخېستل شوي وي، خو کتاب د دويم ځل لپاره چاپ شوی وي، نو بيا کټ - مټ په ترتيب سره پورتني ډول سره سرچينه ليکو؛ يوازې د  (Rev. ed.) برخه کې د Rev پر ځای د 2nd کلمه يا مخفف راځي، چې د دويم چاپ مانا لري. 
بېلګه: Smith, J. D. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide (2nd ed.). Rata Press.

۱۰- که  چېرې مالوماتو له داسې کتاب راخېستي وي، چې چاپ او کاغذي بڼه يې نه وي، بلکې کتاب مو انټرنېټ څخه راخېستي وي او سرچينه يې ان لاين وي، نو بيا هم په پورته ۱۲ خبرې په ترتيب سره وليکئ؛ يوازې  په اخير کې دوه ټکي کېږدئ او بيا د وېب پاڼې پته يا ادرس راوړئ. کله چې د وېب سايټ ادرس وليکئ نو په اخير کې ورته ټکی يا نقطه مه ږدئ. 
بېلګه: Smith, J. D. (2009). Research ethics in New Zealand: A student guide. Rata Press. http://www.example.com/

۱۱- که  چېرې مالومات د  کتاب له يو اېډټ شوي څپرکي يا فصل څخه راخېستل شوي وي؛ بيا د کتاب د ليکوال نوم او د اړوند څپرکي د اېډټ کوونکي نومونه دواړه راځي. همدا ډول د کتاب د نوم سربېره، د غه څپرکي نوم هم راځي، چې اېډټ شوی دی.
- د کتاب د ليکوال تخلص؛ 
- کامه؛ 
- د کتاب د ليکوال نوم يا يې د نوم لومړي توري؛
- ټکی يا نقطه؛ 
- قوسونو کې د کتاب د چاپ کال او که چېرې د چاپ کال يې نه وي مالوم بيا n.d يانې No Date ليکل کيږي؛ 
- بيا له کال وروسته ټکی کېښودل کېږي؛ 
- د سم شوي څپرکي يا فصل نوم؛ 
- ټکی يا نطقه کېشودل کيږي؛ 
- د هغه کس يا کسانو نومونه راځي چې  د اړوند  کتاب کوم څپرکی/فصل يې اېډت کړی دی. هر کله چې  اېډټ کوونکی/کوونکي ذکر کوئ، نو له نوم وړاندې به يې in ولېکئ، چې د Begin يا شروع مانا ورکوي؛ بيا د دوی نومونه او د نوم/نومونو په پای کې به يې په دوه قوسونو کې د Ed توري وليکئ، چې د پای يا end په مانا دي. له in وروسته ټکی نه کېښودل کيږي او سمدلاسه د ليکوال نوم راځي، خو چې هر کله د ليکوال/ليکوالو نومونه وليکل شول، بيا د end کلمې وروسته ټکی کېښودل کېږي. 
- د کتاب نوم؛ 
د کتاب نوم وروسته په دوه قوسونو کې pp ليکل کېږي او دلته به هد اېډت شوی څپرکی له لومړۍ تر وروستۍ پاڼې شمېرې ذکر کړئ (pp. 10–20)، يانې اېډت شوی څپرکی لس پاڼې دی؛ له لسمې تر شلمې پاڼې پورې. 
- له pp وروسته بيا ټکی يا نقطه کېښودل؛ 
- بيا ټکی يا نقطه کېښودل؛ 
- او په پای کې د خپرندويه ټولنې يا مطبعې نوم او ټکی کېښودل. 
بېلګه: Smith, J. D. (2009). Trends in discourse analysis. In G. Schwartz & U. N. Owen (Eds.), Readings in qualitative research design (pp. 15–59). Rata Press.
نور بيا په درېيمه برخه کې....