فيض الله جلال چې پر ټولينزو رسنيو د هغې ملاتړي ورته استاد جلال وايي، د کابل پوهنتون د سياسي علومو پوهنځي استاد دی. نوموړي تاجکستان هېواد کې لوړې زده کړې کړې دي. دی د افغانستان د ښځو چارو د لومړۍ وزيرې او افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د لومړۍ نوماندې مسعوده جلال خاوند دی.
نوموړي پر رسنيو کې د بحثونو وراېخوا، په هغه قومي ناستو کې هم ګدون کولو، چې د تاجک قوم په ملاتړ او پار جوړېدې. که چېرې د فيض جلال د شويو بحثونو غورچڼ سره راټول کړئ نو دې پايلې ته به ورسېږي، چې ټولې خبرې يې قومي او پر داسې بڼې وې چې قومي تعصب او قومي توپيرونه يې راپورته کول.
فيض جلال په يو بحث کې وايي چې په تېرو څلورو لسيزو کې د افغانستان رېښتنی ولسمشر برهان الدين رباني وو، چې ملي ګټې ورته مهمې وې او د افغانستان سره يې مينه درلوده. نوموړی د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب په اړه وايي چې ډاکټر نجيب افغانستان کې د وينو ډنډ جوړ کړی وو. جلال وايي، چې له ډاکټر نجيب نېولي بيا تر اشرف غني د افغانستان مشران چې پښتانه وو، هېواد يې ويجاړ کړی دی. د نوموړي په وينا چې پښتانه په خپل منځ کې سره وژني؛ څه ډول چې طاـلبانو ډاکټر نجيب ووژلو او نجيب په قوم احمدزی وو نو همدا ډول به طاـلبان اشرف غني ووژني، چې په قوم احمدزی دی. جلال دا ادعا کوي، خو د رئيس الوزرا لومړي مرستيال په يوې مرکې ويلي وو چې د اشرف غني په شمول د تېر حکومت د هېڅ لوړپوړي او ټيټ پوړي کس د وژلو پلان يې نه درلود او ټول د عمومي عفوې برخه وه/ده.
فيض جلال طلوع نيوز سره په يوې بلې خپرونې کې وايي، چې حامد کرزی او محمد اشرف غني وو، چې پوځ او امنيتي ځواکونه يې په تدريج کمزوري کړل او روحيه يې له منځه يوړه. نوموړی ادعا کوي چې طاـلبان ټول پښتانه دي، کرزی او غني هم پښتانه، نو دوی دوو (کرزي او غني) نه غوښتل چې د خپل قوم خلک ووژني.
فيض جلال وايي، چې افغانستان کې د قدرت انحصار پښتنو په لاس کې اخېستی دی، تاجکانو، ازبکانو او هزاره ګانو ته څوګ دا حق نه ورکوي، چې حتی ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي. دی په ۲۰۰۱ کال کې د بُن پر ناسته هم نيوکه کوي او وايي چې هلته معامله وشوه او واک پښتنو ته په لاس کې ورکړل شو.
نوموړي نه يوازې د تاجکانو د حقوقو چيغې وهلې بلکې د پښتنو پر وړاندې يې د ازبکانو او هزاره ګانو حقوق هم غوښتل. فيض جلال دا نه منله چې پښتانه د افغانستان اکثريت قوم دی، بلکې افغانستان کې هېڅ اکثريت قوم شتون نه لري او افغانستان کې ټول قومونه لږکي دي.
فيض جلال ادعا کوله، چې ډيورنډ کرښه رسمي کرښه ده او د کرښې هغه غاړې پښتانه هېڅ افغانان نه دي بلکې پاکستانيان دي. د فيض جلال په وينا چې ډيورنډ کرښه پېژندل شوې کرښه ده او دا چې پښتانه وايي، چې موږ يې نه منو نو بيا موږ هم آمو سيند اېخوا تاجکان ځان سره يو ځای او افغانستان به خراسان کړو.
فيض جلال به ويل، چې د افغانستان تاريخ ډېر لنډ او کم دی؛ دا خاوره چې اوس ورته افغانستان ويل کيږي د افغانستان نوم پرې انګرېزانو ايښي او حقيقت دا دی چې د اوسني افغانستان اصلي نوم خراسان دی.
په دې وروستيو کې چې تېر حکومت ړنګ شو نو فيض جلال په يو تلويزوني بحث کې د طاـلبانو د قطر دفتر وياند ته سپکې - سپورې او بدې کلمې وکارولې او زياته يې کړه چې افغانستان کې داسې قوم واک ته رسېدلی دی، چې نور څوګ يې پر ژبه نه پوهيږي. له دې موضوع وروسته نوموړي په يوې مرکې کې ويلي وو، چې طاـلبانو ډاډ ورکړی وو چې په خپل کور کې پاتې شي او امنيت يې خوندي دی. فيض جلال په خپله اعتراف کوي چې طاـلبانو هېڅ هم ورته ونه ويل او يوازې يې متوجې کړ چې دا_عش، د اسلامي امارت نورې مخالفې ډلې ښايي د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره دی ووژني نو غوره ده چې تر يو وخت پورې خپل کور کې اوسي. له دې هر څه سره - سره فيض جلال داسې ادعاوې او تورونه پورې کول چې د ثبوت لپاره يې هېڅ سند نه درلود. پر اسلامي امارت يې د پاکستان د ای اِس اِس ټاپې وهلې، ډيورنډ کرښه به يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي کرښې په نوم يادوله او ډېری نور داسې مسايل يې راپورته کول چې قومي تعصبونو ته په کې لمن وهل کېدله.
دا چې فيض جلال د خپلو يو شمېر ملاتړو له خوا ډېر تشويق کېدلو، نو هم يې په تېر حکومت کې او هم يې اوس اسلامي امارت کې، په هرې خبرې کې قومي بحثونه کول او د تاجکان او پښتنو ترمنځ مسالې به يې کښته پورته کولې. نوموړي د بيان د ازادۍ له نومه د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق تخمونه شېندل او هڅه يې دا وه چې افغانستان کې هره موضوع قومي او حساسيتونه پرې راپورته کړي.
نوموړی تېره ورځ د امنيتي ځواکونو له خوا ونېول شو او د هغه خبرو سپيناوی ترې غوښتل کيږي، چې دی يې پرته له سندونو کوي او نفاق ته په کې لمن وهي. د اسلامي امارت وياند پر خپلې ټوېټر پاڼې د فيض جلال د هغه ټوېتونو انځورنه هم خپاره کړې، چې په تلويزون کې د جنجالي بحث وروسته يې کړي.
په اخير بايد ووايو چې افغانستان کې په تېرو شلو کالونو کې د بل هر وخت په پرتله د افغانستان د وروڼو قومونو؛ پښتون، تاجک، هزاره او ازبک ترمنځ قومي تعصبونه ډېر شوي وو، چې لامل يې د فيض جلال غوندې کسان وو چې د بيان له ازادۍ يې د نورو په هڅونې ناوړه ګټه پورته کوله او د افغانستان د قومونو ترمنځ يې د ورورۍ پر ځای دښمنۍ ترويج کولې.
وروستي