نن يې د زوکړې ورځ، ۶۴ کلن شو؛ پخوانی ولسمشر حامد کرزی 

حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دی، چې د ۱۳۳۶  لمريزكال د مرغومي په ۳مه، چې د ډېسمبر ۲۴مه، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د افغانستان په سوېل کې د کندهار ښار په کرز سیمه کې زېږېدلی دی. هغه یو توکمیز پښتون دی چې د پوپلزي پښتني قبیلې د خانانو یا دودیزو سردارانو څخه دی. پلار یې،  عبدالاحد کرزی په ۱۹۶۰ لسیزه کې د افغانستان د ولسي جرګې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. نیکه یې خیر محمد خان په ۱۹۱۹ کې د افغان-انګلیس په درېیمه جګړه کې جنګېدلی او د مشرانو جرګې مرستیال و. د کرزي کورنۍ د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه کلک ملاتړې وه. د هغه تره، حبیب الله کرزی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه دنده ترسره کړې. حامد کرزي په ۱۹۹۹ کال کې له زينت کرزي سره واده وکړ او اوس مهال څلور اولادونه لري.

حامد کرزي په کندهار کې د محمود هوتکي په لومړني ښوونځي او په کابل کې د سید جمال الدین افغاني په لېسه کې زده کړې وکړې. په ۱۹۷۶ کال کې د کابل له حبیبیې لېسې څخه فارغ شو. له فراغت وروسته په ۱۹۷۶ کال کې  هند ته لاړ او د هماچل پردیش په پوهنتون کې یې د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. کرزی بیا پاکستان ته لاړ او د شوروي تر ملاتړ لاندې افغان حکومتونو  پر ضد یې د ۱۹۸۰ لسیزې د پاڅونونو په ترڅ کې د مجاهدينو له ډلو سره کار پيل کړ.

 د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمایي کې طالبان واک ته ورسېدل، کرزي په پیل کې هغوی سره د مشروع حکومت په توګه  بيعت وکړ، ځکه هغه فکر کاوه چې دوی به په هیواد کې د تاوتریخوالي او فساد مخه ونیسي. د سرچينو د مالوماتو اړوند، طالبانو کرزي ته يو بهرني هېواد کې د سفیر په توګه د دندې وړانديز وکړ، خو کرزي ونه منلو او فکر يې داسې و، چې پر طالبانو د پاکستان د استخباراتو  (آی ایس آی) اغېز ډېر وو. کرزي بیا غوښتل چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت استازیتوب وکړي، خو د طالبانو مشرانو په کرزي باور ونه کړ، چې له لویدیځوالو سره یې اړیکې درلودې. کرزی د پاکستان په کوېټه ښار کې د ډېرو نورو افغان کډوالو په منځ کې اوسېده، هلته يې د پخواني افغان پاچا محمد ظاهر شاه د بېرته پر ځای کولو لپاره کار کولو، څو  ځله يې په ايټاليا کې له محمد ظاهر شاه  سره وکتل. نوموړي په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت په ګډون د لوېدیځو هېوادونو سفارتونو ته هم څو  سفرونه کړي.

د ۱۹۹۹ کال د جولای په میاشت کې د کرزي پلار عبدالاحد کرزی سهار وختي له جومات څخه کور ته د ستنیدو پر مهال په ډزو ووژل شو. راپورونه داسې و،  چې د نوموړي پلار  طالبانو وژلی او له دې  پېښې وروسته، کرزي قومي مشرتوب لاس کې واخېست او پرېکړه يې وکړه، چې د طالبانو ضد شمالي ټلوالې سره چې مشري يې احمدشاه مسعود کوله،  نږدې کار وکړي.

په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کې، حامدکرزي اروپا او متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل چې د طالبانو ضد غورځنګ لپاره  يې د ملاتړ راټولولو هڅې کولې. مسعود او کرزي متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړ، چې طالبان له القاعدې سره اړیکې لري او په متحده ایالاتو  د احتمالي برید پلان لري، مګر د دوی اخطارونو ته پام ونه شو. 

کرزی د امریکا له سي آی اې سره نېږدې اړيکه درلوده او د سي آی اې له خوا ورته ښه درناوی کیده او نظرونه يې اورېدل کېدل. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه،  امريکا د طالبانو د حکومت پر ضد عمليات پيل کړل، شمال ټلوالې، د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو له ټیمونو سره کار وکړ او په ګډه یې د طالبانو حکومت  ړنګ کړ او په افغانستان کې  نوی حکومت رامنځ ته شو. 

د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په میاشت کې، د افغانستان يو شمېر سیاسي څېرې، په آلمان کې راټول شول ترڅو د نوي مشرتابه او حکومت په اړه هوکړه وکړي. د ډسمبر  په ۵مه د بن د تړون له مخې  یوه موقته اداره جوړه شوه  او کرزی یې د ۲۹ کسیزې حکومتي کمېټې مشر وټاکه. کرزي د دسمبر په ۲۲  د لنډمهالې حکومت مشر په توګه لوړه وکړه. د ۲۰۰۲ کال د جون په ۱۳ نیټې لویې جرګې، کرزی د افغانستان د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکه. 

 کرزی د ۲۰۰۴کال  په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شو، هغه د  افغانستان د۳۴  ولایتونو څخه ۲۱ ولايتونو کې اکثريت رايې تر لاسه کړي، او په دې سره  د افغانستان لومړی دیموکراتیک ولسمشر وټاکل شو.

که څه هم د ولسمشريزو ټاکنو  کمپاینونه د تاوتریخوالي د ویرې له امله محدود وو، خو ټاکنې پرته له کومې مهمې پیښې تیرې شوې. د ملګرو ملتونو له خوا د رایې ورکولو د ادعاوو د بې نظمۍ په اړه د څیړنې وروسته، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نومبر په پیل کې کرزی د ۵۵.۴٪ رایو په ترلاسه کولو سره، پرته له دویم پړاو څخه ګټونکی اعلان کړ؛  کرزی و تواندې، چې ټولو ۸.۱ ملیونه رایو څخه ۴.۳ ملیونه رايې تر لاسه کړي. وروسته له هغه چې په ۲۰۰۴ کال کې کرزی ولسمشر شو، د افغانستان اقتصاد په څو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په چټکۍ سره وده وکړه. د دولت عواید هرکال مخ په ډیریدو شول خو د افغانستان اقتصاد پر بهرنيو مرستړو ولاړ وو. 

۲۰۰۹ کال کې  د ولسمشرۍ په دويم ځل ټاکنو کې،  کرزي د پنځوس سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دويم ځل لپاره د هېواد ولسمشر وټاکل شو. دا ځل ټاکنې د لومړي ځل په پرتله،  د امنیت نشتوالي، د رای ورکوونکو د کم ګډون او نورو ټاکنیزو درغلیو له امله ګډوډې وې. 

حامد کرزي په ۲۰۱۴ کال کې د درېيم ځل ټاکنو نوماند نه وو او له ده وروسته محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر وټاکل شو چې لومړۍ دوره يې بشپړه خو دويمه دوره يې په نيمايي کې پاتې او د دويم ځل لپاره د ا.ا.ا واک په لاس کې واخېست. 

حامد کرزی يوه مخکښه سياسي څېره ده، د طالبانو په راتګ سره کابل کې پاتې شو او د افغان سياسي څېرو په منځ کې غښتلی ځای او د نړۍ ډېری هېوادونو سره ښې اړيکې لري.