بېپروا او لټ انسان د نړۍ په هېڅ مذهب کې د احترام وړ ندی، دغه بې پروايي په اصل کې له فلسفې تېښته ده، ژوند وار په وار پېچلی کېږي او کول يې د اوسنۍ نړۍ نوي معيارونه غواړي. ځينې کسان د فلسفې د مردودلو لپاره دلايل تراشي او ادعا کوي چې فلسفه د انسان دينې عقيده کمزورې کوي او د لېونيانو خويونه پکې را پيدا کوي او دليل يې دا بولي چې د نړۍ اکثره فلسفيان په آخر کې لونيان شوي دي. خو ژوند بېتعقله نه کيږي او د معقل ژوند بنسټ په فلسفه ولاړ دی، فلسفه چې له عقل سره د مينې په معنا ده د ژوند لپاره د ساه هومره مهمه ده. استاد اسدالله غضنفر همدې موضوع ته داسې اشاره کوي او وايي:« فلسفه ځکه مهمه ده چې ژوند مهم دی او په ژوند باندې فکر کول د فلسفې کار دی.» هغوی چې ژوند کوي خو فکر نه ورباندې کوي د ګناه او ثواب سرحد ترې ورک دی او د خپلو ټولو عمالو(ښو او بدو) لپاره خپل وجدان ته بازي ورکوي. له مېلاد وړاندې هغه وخت چې اکثره علوم نه بېل نه وو رامنځ ته شوي ټول د فلسفې تر عنوان لاندې تدريسېدل او زده کېدل، کله چې علوم پراخه شول وار په وار له فلسفې جلا شول، ځکه خو فلسفه د علوم مور وبلل شوه. ډاکټر احسان الله درمل وايي: چې انسان له انسان او انسان له طبعيت د ځان ساتنې په موخه ځينې عقيدې او خدايان جوړ کړل، د خيال او فلسفې په مرسته يې د هر څه د پېښدو تر شا د يوه نامعلوم قدرت د شتون خبره وکړه. او بيا د فلسفې او خيال په واسطه رامنځ ته شوي عقايد، فکرونه، دودونه… د دې لامل شول چې ساينس رامنځ ته کړي. کله چې ساينس د علم په توګه ومنل شو پرمختګ يې وکړه هماغه فلسفي خيالونه لابراتوار ته راوړل شول او د اوسنيو تخنکي او صنعتي وسايلو اېجاد ته يې لار هواره کړه.
د فلسفې په مرسته تخليق شوي فکرونه د نړۍ هر وحشت او هر ډول فساد غندي او دا غندنه د ډېریو هغو نفوذ لرونکو په زيان ده چې په ټولنو راج چلوي او وينې يې زبېښې، ځکه خو د فلسفې په کالب کې په اکثره ټولنو کې لېکوال او پوهان تر فشار لاندې دي او له فکري سانسور سره ژوند کوي. که فکر نه سانسوروي، قرباني کېږي به، ښه مثال یې منځنۍ پېړۍ دي، چې کلیسا ډېری ساینپوهان د فلسفي خبرو او نظریاتو له امله د الحاد او ارتداد په تور سخت شکنجه کړل، ویې سوځول او اعدام یې کړل.
د هند په دېوبند مدرسه کې په فلسفه او په ټولو هغه علوم بنديز لګېدلی و چې پوښتنې يې را پيدا کول او استادان يې له مشکل سره مخ کول، داسې ځکه کېدل چې په ټولنه واکمن قشر نه غوښتل اغېز يې کم شي او ګټې يې له لاسه ووزي. پخواني مصر کې محصل حق نه درلود چې پوښتنه وکړي او د ولې لفظ په شنډو راوړي، که به چا جرأت وکړ چې د استاد د خبرو په مقابل کې ولې ووايي هغه به سمدستي له زدهکړو بې برخې کېده او د زندان دروازه به پسې بندېده. فرعونان پوهېدل چې دوی نه خدايان دي او نه د خدايانو زامن خو نه يې غوښتل چې ملت هم پدې راز پوه شي. فلسفي انسان ځکه د فرعون تر ګردو لوی دښمن و چې د ولې او څنګه کلمې يې په ذهن کې وې او همدې الفاظو بسته امپراتورۍ نسکورولی شوی.
په ځینو پرمختللو هېوادونو کې فلسفه آن د ښوونځي په دوران کې تدرېسيږي، ترڅو ماشومان متجسس او خلاق فکر پیدا کړي، د فسلفې مهم خاصیت دا دی، چې د انسان تخیل او فکر روزي، چې په نتیجه کې انسان نوښتونه کوي. د روسیې د خلکو دوستۍ پوهنتون افغان محصلین وايي، چې دلته په انجینرۍ پوهنځۍ کې هم فلسفه ورته ویل کېږي.
يو وخت په نوي ډيلي کې چې راډيو خپرونې پيل کړې او هر چا وکولی شوی له راډيو قرآن واوري او پر ديني مقدساتو په خپل کور کې ځانونه خبر کړي د وخت ملايانو فتوا صادره کړه چې له راډيو د قرآن اورېدل ناروا دي. داسې يې ځکه وکړل چې يوازې په ډيلي ښار کې په زرګونو ملايان چې د وعظ او دينښودنې په موخه ټولنې په ځان منلي ول، بېکاره شول نور خلکو نه غوښتل چې له کوره ووزي او واعظانو ته ځان ورسوي، يوازې به يې راډيو چالانه کړه او کورنۍ کې به ښځو او نرانو غوږ ورته نيولی و. چېرته چې فکر کول مردود وي او انسان مجبور وي چې د واکمن خبرې پرته له دليله ومني هلته فلسفه خامخا مردوده ده او فلسفي انسان ته په بده سترګه کتل کيږي او آن د بېدينۍ په جرم د مرګ په سزا رسي. د افغاني ټولنې تر ګردو پيکه مضمون فلسفه ده او په فلسفه هغسې بحث نه کيږي چې بايد وشي، که وشي ستونزې را پورته کيږي او پايلې له تاو تريخوالي پرته بل څه نهدي، يانې هغوی چې نه غواړي اصلاح شي او په ټولنه د راج چلولو له امکان محروم شي هغوی ندي خوښ يا نه غواړي اهميت يې راکم شي، ځکه خو دلته د حساس انسان ژوند تريخ دی او خاين هغه د ټولنه په بېحسۍ کې خوشاله دی.
اشرف مفتون فرمايي:
نه وي د حساس انسان په ژوند کې خوشالي نه وي
ژوند چې شي بې حسه، ښادي ډېره خندا ډېره شي
موږ لاهم په دومره پاتې زمانه کې ژوند کوو چې که چاته وايو مطالعه کوه هم اړيو چې يو ځل يې د کتاب په ارزښت و پوهوو.
ممتاز اورکزی وايي:
په نيمه شپه ځې غلو نه نه ويرېږې
موټروانه ښه ښه تا بار کړې ده لارۍ د کتابونو
ممتاز وايي چې زموږ په ټولنه کې بيخې نه پکارېدونکی شی کتاب دی چې نه يې غل وړي او نه يې څوک د ژوند لپاره مهم بولي، دلته چې لاهم عام شعور په پنځه زره کلن تاريخي غبار کې سلګونه کاله شاته پاتې دی، د فلسفې پر مټ بحثونه د لېونيانو شغل بلل کيږي. ګنې زموږ ټولنه همدا نن فلسفي بحثونو ته بيخي محتاجه ده او دلته فلسفه دومره خبرې لري چې د ټولو منل آن د لوستي قشر تر پوهې هم لوړه خبره ده. ټولنيز علوم چې يوه مهمه څانګه يې همدا فلسفه ده په انسان کې شعور په له خپل لرغوني خوب را ويښوي او يو دم يې د ننۍ نړۍ نندارې ته وربولي او ورته وايي چې خپل عمال د نني او پروني تعقل او حقيقت په تله کې واچوه او هغو ټولو قومونو ته د ژوند واقعيت وړاندې چې دود او فرهنګ يې د تر هرڅه کلک نيولی. زموږ ټولنه چې د مذهبي سختدريځو ډلو په لاس کې ده او خلک يې تر خپل جادو لاندې کړي دې ته اجازه نه ورکوي چې انتقاد پرې وشي. مانا په یوویشتمه پېړۍ کې لا هم لکه د اروپا په منځینیو پېړیو کې ژوند کوو، د تفکر خلک او او پر خرافاتو منتقدین محکوم او هر ډول سرکوبېږي او په ډېر لوړ احتمال وژل کېږي.
ټي اس آيلېټ وايي کرکتنه د ژوند لپاره د ساه هومره مهمه ده؛ خو دلته که غواړې په لوی لاس ځان سپک و ورک کړې نيوکه وکړه او منطق وړاندې کړه. فلسفه او ټول اجتماعي علوم تر نورو علومو ځکه مهم دي چې د انسان د عقل يا ښه ده ووايو د شعور ماڼۍ رغوي او هلته د جګړې بنسټونه له بېخ وباسي. مشهوره خبره ده چې، د يوه هېواد فزيکي او ظاهري آبادي په يوه لسيزه کې ممکنه ده خو د شعور رغول بيا په دومره لنډ واټن کې ناممکن کار دی. د دې خبرې د ثبوت مهمه بېلګه د افغانستان د څلورو لسيزو جګړې دي، دا وطن جوړ شو يا جوړېدای شوای خو چې فکر جوړ وای او د ورانېدو مخه نيول شوې وای. فلسفه ځکه لېونتوب ندی چې د ژوند اصلي څېره درته ښيي او انګيزه درکوي چې فکر وکړې او هر چا او هر څه ته په ځير وګورې او دروغ هم ندي. اپلاتون وايي: اصلي حقيقت خيال دی او هغه څه چې موږ يې په سترګو وينو او د لمس کېدو وړ دي په اصل کې د هماغه خيالي حقيقت سیوري دي. د اپلاتون د همدې خبرې د اثبات لپاره د سوکرات يوې کيسې ته تم کيږو. وايي چې سوکرات په لار روان و، يو کلال يې وليده چې د منګي په سازولو بوخت دی، کله چې منګی تيار شو د خټو تړون پای ته ورسېده نو سوکرات کلال ته وويل: منګی ستا په ذهن کې و خو تا دومره وکړل چې خټې ته دې انتقال کړ. اوس ويلی شو چې دا پوښتنه وکړو چې آيا منګی په ريښتيا هم هماغسې جوړ شو چې څنګه کلال په خپل ذهن او خيال کې تصور کړی و؟ د دې پوښتنې ځواب آسانه ندی خو دومره ويلی شو چې موږ ټولو خيالونو ته مادي يا فزيکي جوړښت ورکولی شو او دغه کار بيا د علم يا هنر په مرسته کيږي چې هغه بېل بحث دی. اوس شايد د اپلاتون خبره سمه را ښکاره شوې وي چې اصلي حقيقت خيال او فلسفه دي، ټليفون، الوتکه، انټرنېټ … اول په خيال او فلسفه کې وزيږدل او وروسته ساينس او هنر مرسته وکړه چې محسوسه بڼه ورکړي. په افغانستان کې ډلې دي، ګوندونه دي… او دا څلور لسيزې خپل سم او ناسم عمال د سمو په نوم په ولس ورتپي که څوک يې عېبونو ته ګوتې ونيسي هغه سړی په يوه او بل نوم ملامتوي او له صحنې د ايستلو پلان يې جوړو وي او همدا سبب دی چې له فلسفې او متجسس فکره تېښته کيږي، ليکوال يا هغه څوک چې فلسفي بحثونه کولی شي ځان نه ښيي، يو نيم شته چې د خپل فکر د اظهار لپاره غير مستقيمه لار ټاکي چې لدې ډلې مشهور شاعر غني خان يادولی شو، غني خان د پښتنو په اکثره دودونو او د ملايانو په کردار نېوکې کړې، د ژوند په اړه يې سوالونه کړي خو خپل ځواب يې ندی موندلی او همدا لامل دی چې خپل شعري غونډ ته يې لټون نوم ورکړی. د غني خان په پله نورو ډېرو شاعرانو نن سبا پل اېښی او غواړي چې خپلې بې ځوابه پوښتنې ټولنې ته وړاندې کړي، که ټولنه داسې کچه ته ورسي چې دغه شاعرانه پوښتنه تحمل کړي او خپلو کرکجنو عمالو ته بدلون ورکړي بيا د فلسفې په ګټه هر سړی پوهېدای شي؛ خو نن سبا ويل کيږي چې پښتون ليکوال لږ ډېر تکړه شي نو عقيده يې سسته شي او د بېدينه ټاپه پرې ولګي. داسې ځکه کيږي چې د ټولنې له نظر سره د ده نظر په ټکر کې واقع کيږي، له ټولنې سره موازي حرکت نشي کولی او پايله يې داشي چې آن شته نوم او شهرت يې هم د ټولنې د ناسمو باورونو په سيوري کې دومره پټ شي چې اغېز يې هم را کم شي. غلامي يوازې هاغه نده چې په پخوانيو عربو او نورو قومونو کې عامه وه، نن سبا غلامي په بېلا بېلو بڼو په ټولنو واکمنه ده، راځئ چې د جبران خليل جبران له انده د غلامۍ ځينې ډولونه و پېژنو:« ړنده غلامي: هغه غلامي ده چې خلک د خپلو پخوانيو نيکونو او پلرونو له ماضي سره نښلوي او خپل نسلونه د هغوی د پخوانيو د دودنو او رسمونو غلامۍ ته رابولي، هڅه کوي چې د هغوی روحونو ته نوي قالبونه پيدا کړي. کڼه غلامي: چې روح او زړه دواړه پکې تربت شي. معيوبه غلامي: د انسان غړی د يوه مستبد واکمن تر چړې لاندې راولي … قوي بدنونه او کمزوري ذهنونه ….د يوه حريص لخوا د يوې داسې وسيلې په توګه کارول کيږي … چې اقتدار او خپلو شومو اهدافو ور باندې ځان ورسوي. بدرنګه غلامي: چې چې د ماشومانو له روحونو سره يو ځای د آسمان له پراخو څنډو د بد بختو په کورونو را ښکته کيږي …. چالاکه غلامي، دا غلامي شيانو ته له خپلو اصلي نومونو پرته نور نومونه ورکوي بالکل مختلف… ټګي او برګي ته ځيرکتيا وايي. بې عقلي ته پوهه … کمزوري له زړه سوي او ډار له انکار سره تعبيروي . پېچلې غلامي : چېرته چې د کمزورو ژبې له وېرې د بل په لاس کې وي، احساسات يې پردي او هغه څه وايي چې دوی په زړه کې نه ورباندې پوهيږي… د ميلان غلامي … هغه چې يو ملت دې ته هڅوي چې د يوه پردي قوم قوانين او اصول په خپل ځان عملي او د دوی دا ميلان ورځ تر بلې زياتيږي . دغه راز ابدي غلامي، توره غلامي ….» ښه موږ اوس د غلامۍ له دا پاس ډولونو چې زموږ په ټولنه کې عملا شته او جريان لري د وتلو لپاره کومه لار لرو ؟ او که وي هغه کومه ده ؟ د دې پوښتنې ځوابونه بېلا بېل دي خو چې ښه يې چاڼ کړې فلسفه ترې راوزي دلته چې فلسفه مردوده او تېښته ترې کيږي تر نامعلومې راتلونکې پورې به د غلامۍ بار وړو او د پرديو د سياست د استمال اوزار به رانه جوړ وي
سرچينې:
۱ ـ د تاريخ سبقونه، ليکوال : ډاکټر مبارک علي / ژباړن: اسدالله غضنفر
۲ ـ سينوهه ، ليکوال : ميکا والتاري / ژباړن : ډاکټر عسی ستانکزی
۳ـ په هېندارو کې ارواوې، ليکوال : جبران خليل جبران / ژباړن : انعام الله ګوهر او بېلابېلې وېبپاڼې … پای ۱۳۹۵-۶-۲۳
وروستي