د استاد عبدالغفور لېوال په سلطان منظومه څو خبرې
د سلطان منظومې پيل د طبعيت له ښکلا او ښايست کيږي، يوه شپنه کوچۍ چې ګلڅېره نوميږي او په لوی غره کې رمه پيايي، يو سېرلی يې ورک کيږي چې د جانان د لاس نښه يې ده، د منظومې لومړی سرود دا سې پيليږي :
ګلڅېره شپنه کوچۍ ده :
کرښه کرښه ليکه ليکه تکه سپينه
د لوی غر پر هسکه څوکه واوره ښکاري
شين آسمان لکه لوی ډنډ د لاژوردو
شرشرې يې د خوړونو لارې څاري
سنګدره کې د لوښتي ونې ولاړې
د چينو اوبه بهيږي لارې لارې
ګلڅېره د دغه منظوم داستان يو مرکزي کرکټر هم دی چې په غمي مينه ده او غمی چې کله مسافري ته روانيږي يو سېرلی خپلې معشوقې ته سپاري چې د ده د بېلتون غم پرې کم کړي. دغه سېرلی يوه ورځ د لوغره په څړ ځايونو کې له رمې ځان بېلوي او په يو تور غار ننوزي، له همدې ځايه د منظومې طبعي ښکلا د اسطوروي غار په تيارو کې ورکيږي او ګلڅېره د سېرلي د لټون په سبب، غار ته ننوزي او هلته له سلطان بابا سره مخ کيږي چې په زولنو تړلی او په بيخي يو جالب ځای کې ناست دی.
ګلڅېره چې د ده څېره و ويني ورته وايي چې ته مې په خوب کې ليدلی يې او ستا د اتلولی کيسې مې اوريدلې چې يو لوی ګرز به درسره و او د بې انصافۍ پر وړاندې به د مبارزه کوله ، مګر اوس ولې دلته په ځنځيرونو تړلی ناست يې ؟
سلطان ورته وايي :
زه سلطان يم سيد احمد کبير نوميږم
په ماشومو مسکا ګانو کې اوسېږم
هو هغه يم، همغه چې تا ليدلم
په وړو وړو خوبو کې په اوبو کې ...
په همدې ډول نو سلطان ګلڅېره ته خپله کيسه شروع کوي او دا ورته وايي چې ولې په زولنو تړلی ... په منظومه کې اسطوروي اړخ هم د سلطان له خبرو سره پيليږي، اسطوره هغه زړه خيالي کيسه ده چې د واقعيت په توګه يې منطق نه شي منلی، خو ټولنه يې د يوې معجزوي افسانې په توګه مني او په پيغام يې عمل کوي. هغه کيسه چې په پخوانيو وختونو پورې تعلق لري او اتلان يې خارق العاده ځانګړنې ولري، اسطوره يې بللی شو.
په سلطان منظومه کې د جنت او دوزخ ذکر، د سلطان د ګرز قوت او ورته نور مسايل راته وايي چې دغه منظومه په اسطوروي چوکاټ کې د اوسني ادب يوه نوې او کاميابه هڅه ده.
يو لوی ګزر مې د غضب پر اوږه ايښی
شيطانان به رانه ګرزېدل په ډار کې
له انسان څخه به لرې و په څار کې
لوی څښتن و را بښلي ډېر ځواکونه
په فرمان مې ول بادونه توپانونه
د سيندونو په څپو مې باچاهي وه
پر دښتونو او ځنلګو مې سلطاني وه
تر دغه صحنې وروسته نږدې تر پايه ټولې خبرې د سلطان له خولې کيږي او ګلڅېره ورته غوږ وي، سلطان د خپل ګرز کيسه کوي چې ده غوښتل دوزخ وران کړي او انسان له عذابه وژغوري... خو هر وخت چې دی د بې انصافۍ پر وړاندې ګرز پورته کوي يو آسماني غږ ورته وايي چې:
په وجود کې لوی دوزخ اول ويجاړ کړه
د لنبو دوزخ بيا وروسته را لتاړ کړه
د دغه منظومې ټول پيغام اصلا په همدې پاس بيت را څرخي، سلطان ګلڅېرې ته کيسه کوي چې د يو انسان دوزخ په بل انسان کې دی، انسان دوه زړونه لري چې يو د لېوه دی او بل د نور، خو د نور زړه يې ورک کړی او انسان ته په کار ده چې لټون يې وکړي او ورک شوی نوراني زړه پيدا کړي.
انسان د طبعيت اولاد بلل کيږي او له طبعيت سره مينه يې فطري ده، دغه راز اړينه ده چې انسان له انسان سره مينه وکړي، سلطان دا کيسه هم کوي چې انسان بې مينې شوی او زياتوي چې انسان عاطفه له لاسه ورکړې ده، منظومه دا راته وايي چې کرکجن انسان د بل لپاره د لېوه مثال لري.
په هماغه ورځ چې ورکه عاطفه شوه
د دوزخ لنبه راتاو هغه شېبه شوه
شو دوزخ د بنيادم د وجود وږی
چې انسان شو د انسان د وينو تږی ...
د سلطان منظومې يوه بله موخه دا ده چې انسان بېرته عاطفي کړي، عاطفي انسان نشي کولی چې بل و ځوروي او له وهلو و وژلو يې خوند واخلي. د منظومې يو دوه نور بيتونه
انسان خپله په خپل ځان کې نور وژلی
د اورونو لوی دوزخ يې بنياد کړی
دی له مينې عاطفې نه پردی شوی
ده په لوی لاس ځان دوزخ ته دی سپارلی
انسان چې ناپوه شو، نالوستی او له معلوماتو خالي شو تخيل يې زيان ويني، ارواپوهنه وايي هغه کسان چې جرم کوي د دوی تخيل کمزوری وي، کله چې قتل کوي د قتل کېدونکي کس د کورنۍ او بچيانو چيغې، فريادونه او بده ورځ نشي تصور کولی.
بلخوا باچا خان چې د عدم تشدد د فلسفي يو ستر مبارز دی وايي چې ((د انسان خدمت د خدای خدمت دی )) دی پدې باور دی چې انسان خدای ج ته تر هرڅه محترم دی، چې وژل او وهل يې دخدای د قهر سبب کيږي. په منظومه کې سلطان يو ځای وايي :
دومره ډوب وم د انسان په محبت کې
خوشالي به مې ليده د ده خدمت کې
هره شپه به د څښتن دربار ته ناست وم
ستر څښتن ته په سجده او عبادت کې
دا خبره د توماس هوبس ده چې (( انسان د انسان لپاره لېوه دی)) د دې خبرې موخه داده چې يو انسان وږی شي بل مړيږي، يو چې بې کوره شي بل د کور څښتن کيږي، هغوی چې په سلهاو کورونه او زياتې شمنۍ لري خامخا په زرګونو کسان بې کوره شوي او وږي شوي چې دوی خانان شوي دي.
د لېوال صيب يوه مشهوره وينا ده چې جنګ تر ډګرونو وړاندې په زړنو او ذهنونو کې پېښيږي نو ځکه خو په منظومه کې دا بيت په تکرار راوړي چې
په خپل ځان کې لوی دوزخ اول ويجاړ کړه
د لنبو دوزخ بيا وروسته را لتاړ کړه
دغه راز د کوزې پښتونخوا نوميالی شاعر صاحب شاه صابر چې په ۲۰۰۸ کال سرطان ناروغ له ژوند بېل کړ وايي:
د سرو لنبو د غرغړو له شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر
جګړه خپله يو انساني جهنم دی چې ژوند، مانا، امکانات، اقتصاد، فرهنګ ... او ښکلا وژني ، جنګ يوازې ژوند نه اخلي بلکې د ټولو بدمرغيو مور ده، ښاغلی محمديار يار وايي
جنګ جدايي ده جنګ جهنم دی
جنګ جنايت دی، مرګ د صنم دی
جنګ بې جبرانه جور جفا ده
جنګ بې انجامه د جانان غم دی
جنګ جمال سوز دی، جنګ جلال کش دی
جنګ له هجرانه جوخت و پيهم دی
جنګ د مجبورو د کار جواز دی
جنګ د جابرو د کار سېسټم دی ...
وايي په کومه سيمه چې جنګ تيرشي، تاثيرات يې څلور سوه کاله هلته پاتې کيږي، يانې څلور سوه کاله يوه سيمه د تېر شوي جنګ له اغېزې ځان نه شي ژغورلی.
دغه راز په جنګي شرايطو کې فکري، علمي او فرهنګي وده هم په ټپه ولاړه وي او هرڅه کنګل کيږي، جنګ د هنرونو قتل ته هم لار هواروي، تاسې وينې چې زموږ په ټولنه کې هنرونه مردود دي، بد دي او هنرمندان په بېلابېلو بدو نومونو نومول کيږي. د اروپا يوه بل عالم غالبا و يکتور هوګو ويلي چې، ((که هنر له ژوند منفي شي نو په ژوند کې يوازې غم او درد پاتې کيږي.)) په سلطان منظومه د خوشالي او هنر په باب لولو چې :
په دې ښار کې د خوښۍ نشته خبره
ساز خندا او خوشالي پکې حرامه
د انسان راحت قدغن دی او ګناه ده
يوه ويره ده خوره په دې اقليم کې
لويه ويره د ايمان د زوال ويره
شي په لږ شان خوشالۍ هم را برسيره ...
فريدريش نيچه وايي : مايوسي او غمونه انسان ته د فکر کولو فرصت په لاس نه ورکوي. د دې لپاره چې خلک احمق وساتئ له خوشالي يې محروم کړئ .
جنګ يا د انسان په لاس را منځته شوی دوزخ د لوږې لامل هم دی، هغه ټولنې چې په جنګي شرايطو کې ژوند کوي د فقر په وروستي حد کې قرار لري، حضرت علي رض وايي چې ((وږی نس اېمان نه لري.)) کله چې ټولنه د لوږې له بلا سره لاس و ګرېوان شي هلته د اخلاقو ماڼۍ نړيږي.
دغه راز بېکاري هم د جنګ اولاد دی، او حضرت عمر رض وايي چې (( د بېکاره سړي مغز د شيطان کور وي))...
نو پدې اساس وايو چې سلطان منظومه يو ډېرستر انساني پيغام لري، هغه پيغام چې له انسان ورک دی، دا ورک شوی شی له نوره ډک زړه دی چې انسان د کرکې په بير و بار کې بايللی.
د دغه اسطوروي منظومې اتل سلطان ګلڅېرې ته وايي چې لاړه شه انسان ته ووايه چې اول د خپل نفس دوزخ په جنت بدل کړي، مينې ته په زړونو کې ځای ورکړي او يتيمه عاطفه د خپل اولاد په شان ځان ته درنږدی کړی او د انسانيت د خير لپاره کار وکړي... ګلڅېره د سلطان بابا وينا ته غوږ وي خو کله چې د سلطان وينا خلاصه شي او دېته ووايي چې نور تللی شي دوه جنتي مڼې هم ورکړي او له جنتي عطرو سره يې رخصت کړي.
کله چې ګلڅېره له غار راوځي ګوري چې ژمی دی او دا فکر کوي چې يو څو ساعتونه يې تېر شوي خو په اصل کې يوه لويه زمانه تېره وي او آن ددې تورې زلفې سپينې شوې وي، له دې سره سره د ګلڅېرې غږ هم ورک وي او غږېدلی نه شي.
ګلڅېره غواړي همدا ووايي چې
په وجو کې لوی دوزخ اول ويجاړ کړه
د لنبو دوزخ يا وروسته را لتاړ کړه
وروستي