د اسلام څلورم لوی خليفه حضرت علي رض دا خبره چې وايي : ( وږی نس اېمان نه لري) د کاڼي کرښه ده، لوږه يا فقر انسان په اخلاقي لحاظ ماتوي او ګنا ته يې اړ کوي. وږی انسان اخلاقي اوصول يا د دين امر او نهي له مجبوريت هم ماتوي، لوږه يا وږی نس د فلسفې پوهان د ګېډې دوزخ بولي.
ارسطو وايي چې ژوند په درېيو اساسي اړتياوو او عناصرو روان دی، د ژوند اول ضرورت ډوډۍ يا خواړه بولي، دويم ضروت امن او درېيم د غرايضو مشبوع کېدل، يانې انسان ته بايد مينه ورسيږي، انسان بايد وکولای شي چې خپله جنسي غريضه خړوبه کړي، انسان بايد خوشالي تر لاسه کړای شي...
که خواړه نه وي انسان مجبور دی چې د خېټې مړولو په اساس له انسانيت د حيوانيت مرتبې ته راښکته شي، په زور او جبر يا په غلا، چل او فرېب ډوډۍ پيدا کړي، وږی انسان يوازې د ډوډۍ په اړه فکر کوي او د ګېډې دوزخ چې لېونی شي عقل او شعور ميدان پرېږدي او تښتي، نفس چې زيګموند فرويد يې ايډ بولي هغه وخت د ايګو يا عقل پولې ماتوي چې انسان مجبور شي. مجبور انسان سوپر ايګو يا وجدان هم نشي کابو کولای.
حکايت دی چې : يو ځوان د سرو زرو شوقي و. اسره يې وار په وار زياته شوه، له حده ووته. يوه ورځ چې څنګه بازارونه پرانيستل شول، د زرګرۍ کوڅې ته ورغی، په يوه دوکان يې په سرو زرو غوټه وکړه، وتښتېده.پوليسو و نيو او پوښتنه يې ترې وکړه : په رڼا ورځ دې څنګه غلا کوله؟
ځوان وويل : کله مې چې سرو زرو ته لاس ټيټاوه له سرو زرو پرته مې بل هېڅ نه ليدل.
حکايت راته وايي چې له لوږې مجبور انسان يوازې د ډوډۍ په اړه فکر کوي او په اخلاقي اصولو پسې نه ګرځي، يا يې نفس دومره له کنټرول وزي چې اخلاقي اصول يې مخه نشي نيولی، وږی انسان په عقلي اساس کامل نشو بللی، د ګېډې دوزخ نه پرېږدي چې فرد په اخلاقياتو بحث وکړي او يا هم ځان محدود کړي.
لوږه د نړۍ په تاريخ کې وخت نا وخت د مشکلاتو لامل شوې، اقتصاد پوهان، روان شناسان او ټولنپوهان باور لري چې لوږه انسان په فکري او اخلاقي لحاظ بېلاري او جرايمو ته اړ کوي، ګوډ تيمور په خپل ژوند ليک ( سوبمن تيمور ) کتاب کې ليکي چې چې د اصفهان محاصره اوږده شوه او ايرانيان نه تسلېمدل خو تر دوه کاله محاصرې وروسته چې په کلا کې خوراکي مواد پاک خلاص شوي ول، اصفهان تسليم شو، دی وايي چې د محاصرې په موده کې اصفهانيانو د لوږې په اساس آن د کلا په داخل کې ټول سپي، پيشو ګانې، خره او نور هغه حيوانات چې مسلمان يې غوښه نه خوري پاک حلال کړي او خوړلي ول.
زموږ د ټولنې متل دی چې :( کس که نان ميدهد فرمان میدهد ) دغه متل هم راته وايي چې وږی انسان د ماړه انسان تابع دی، د وږي انسان د ضعف ټکی لوږه ده او د خېټې مړيدو په صورت کې د خپل دښمن فرمان هم مني او هېڅ نه پکې وايي.
لوږه چې د مايوسئ او غم يوه لويه منبع ده انسان په رواني لحاظ هم روغ نه پرېږدي، که ومنو چې لوږه غمېزه ده نو د فردريش نيچه دا خبره هم په ليکلو ارزي چې وايي : ( مايوسي او غمونه انسان ته د فکر کولو فرصت نه ورکوي، د دې لپاره چې وګړي احمق وساتئ له خوشالي يې محروم کړئ. )
لوږه يوازې د خېټې په مړولو هم له منځه نه ځي بلکې دا مفهوم لا نور ژور دی او بېلابېل ډولونه لري، اوسني پوهان د لوږې په تعريف کې هم يوه خوله نه دي، خو يوه مساله چې اکثره خلک پرې اتفاق لري دا ده چې : ( ټولنه خوړو، سرپنا او رغتيا ته ضرورت لري ) که دا درې موارد په يوه ټولنه کې نه وي ويلای شو چې فقيره ټولنه ده او په اخلاقي او فکر اساس په خاورو کې پرته ده.
د لوږې لپاره مشخص تعريف نه شته، د دې لپاره چې دا مساله يو څه ښه روښانه شي پوهان لوږه په دوه برخو و يشي، مطلقه لوږه او نسبي لوږه.
مطلقه لوږه : هغه لوږده چې فرده نه ډوډي ولري، نه کور او نه هم روغيتايي خدماتو ته لاس رسی. نسبي لوږه کې ممکن فرد کور ولري، خو خواړه او روغتيايي خدمات و نه لري، يا خواړه پيدا کړای شي خو سرپنا او صحي خدمات ورته و نه رسيږي.
لوږه که فردي وي هم دومره د اندېښنې وړه نه ده، ممکن ځينې افراد د خپلې لټۍ او راحت طلبي په آساس، يا د ځينې بدني کمزوريو، يا د کورنيو د ناسم مديريت او ناسمې تربيې په اساس له لوږې سره مخ شي چې دا مساله په نړۍ کې طبيعي ده، لوږه هغه وخت د زياتې اندېښنې وړه ده چې ټولنيزه وي، ټولنيزه لوږه نه يوازې اخلاق له منځه وړي او ټولنيز نظام له ګډوډي سره مخ کوي بلکې په ټولنيز فکر، ټولنيز زغم او ټولنيز پرمختګ هم ناوړه تاثيرات لري.
د يوه اروپايي عالم خبره ده چې (له وږې ټولنې د اخلاقو او هوښيارتيا تمه مه لرئ) زموږ ټولنه چې مسلسلو جنګونو په اخلاقي او فکري لحاظ له بحران سره مخ کړې او نږدې ۴۰ کاله له مطلقې لوږې سره مخ ده، د اندېښنې وړ ده.
دا پوښتنه هم بايد وشي چې ټولنه ولې لوږې سره مخ کيږي او يا ټولنيزه لوږه څنګه رامنځته کيږي ؟ ناسم او غير متعدل نظام، د انصاف او عدل نشتون، د حکومت مالي فساد، بې سوادي، ملي ارزښتونه چور او ليلام کيدل، د وطن له معادنو، ذخايرو، ځمکو او اوبو ناسمه ګټه يا د دغه ارزښتونو په وړاندې د حکومت او خلکو بې پروايي، مسلسلې جګړې او نور مسايل د ټولنيز فقر عوامل دي.
کومه ټولنه چې انصاف و نه لري، کار پکې نه وي، ملي ګټې پکې نه وي تعريف شوې، د جګړو په ميدان او د چور په لوبغالي بدله وي خامخا به له لوږې سره مخ کيږي.
افغاني ټولنه يوازې له مادي فقر سره نه بلکې د فقر له بېلابېلو ډولونو سره مخ ده، د ګېډې دوزخ يو ځای لېونۍ دی او له دې مشکل سر بېره فرهنګي لوږه، فکري لوږه، علمي لوږه، اخلاقي او رواني لوږې، جنسي او غريضوي لوږې... هم په دې خوار وطن مسلطې دي او په هر ښکلا يې خپلې بدرنګې منګولې لګولې دي.
وايي له غله يې و پوښتل چې ولې د د پلاني کس کور لوټ کړ؟ ده ورته وويل چې د کور په دروازه يې ليکلي ول : ښه راغلاست . انسان چې په نس موړ شي او د لوږې ستونزه يې حل شي بيا په نورو مسايلو فکر کوي، د وږيو انسانو فکر يوازې د ډوډۍ تر ګټلو محدود وي، وږي وګړي ځکه له پسونو سره ورته بلل کيږي چې، يوازې د ډوډۍ غم اخستي وي او ترې پورته نور ارزښتونه نه پالي. وږې ټولنه د هراز لاسوهنې ښکار کېدای شي، په افغانستان د پرديو هېوادونو د لاس وهولو يو ستر لامل د دغه ټولنې دومداره لوږه ده، ټولنيزه لوږه ممکن په لنډ مهال کې ټولنيز اخلاق متاثره نه کړي مګر که لوږه اوږمهاله وي، بالاخره اجتماعي نظم تر پښو لاندې کوي. دلته چې هر څوک پيسې ولري خلک يې ملاتړ کوي، په افغاني ټولنه کې د رهبرانو په اخلاقياتو دومره بحث نه کيږي لکه د هغوی په شتمني چې څومره تمرکز کيږي.
د دې وطن رهبران وګورئ يو يې هم وږی نه دی، هغه رهبران چې اقتصاد يې کمزوری و يا يې نه غوښتل چې د نورو کسانو حق ځانته ورکړي يو يې هم ژوندی پاتې نشو او يو يې هم بريالی نشو، لوږې زموږ اخلاقي نظام شړولی، ډاکټر له هغې ذهني لوږې وېره لري چې مخکې يې تجربه کړې او نن چې په معاينه خانه کې ناست دی په غريب يې زړه درد نه کوي، يانې لوږه انساني عاطفه هم له منځه وړي او انسان بې رحمه کوي، که زمري يا لېوه خبرې کولای شوای او ترې پوښتلې مو وای چې ولې تاندې هوسۍ په خورا بې رحمۍ وژني او خوري؟ نو خامخا به يې ويلي وای چې د ګېډې اور بل رقم نه سړيږي. دوکاندار ته چې ووايي دا شی دی سل افغانۍ ارزښت نه لري عاجل قسم کوي چې په نوي افغانۍ ده ته راغلی، دغه راز اکثره کسبګر او پلورونکي دروغ وايي او د لوږې پخوانۍ تجربې يې اخلاقي چلند ته نه پرېږدي. دا مشهوره معقوله چې (د سلو کالونو وږی د خدای مړوي نه او د سلو کالونو موړ دې خدای وږی کوي نه) هم د همدې مساله زيږنده ده.
دوه درې ورځې وړاندې د کابل کوټه سنګي کې دوه تنه چې د غلا په جرم نيول شوي ول، تور مخونه د رنجر باډي کې ولاړ ول، خلکو يې عکسونه اخستل او بد يې پرې ويل، د دولت دغسې چلند ممکن د غلو تعداد کم کړي، يا غله وډار کړي، مګر د لوږې مشکل د غلو په وهلو يا بې عزته کولو له منځه نه ځي.
بلخوا د موبايل غله واړه غله دي، دولت ته په کار ده چې غټ غله پيدا کړي او د خلکو مال ترې واخلي، نيمې دولتي ځمکې غصب شوې دي، که د غاصبانو له منګولو آزادې شي د دې وطن زيات وګړي د ځمکو او سرپنا خاوندان کېدای شي .
د روسيې نوم وتی ليکوال داستا يوفسکي وايي : (کوچني غله د لوږې قربانيان دي او لوی غله د لوږې رېښو ته ورته دي. ريښتينی عدالت دا دی چې د لوږې رېښې غوڅې شي، نه دا چې د لوږې قربانيان مجازات شي. )
لوږې د تاريخ په اوږدو کې اکثره ټولنې ځپلې او اخلاقي بېلارۍ ته يې اړې کړې دي، د حضرت عمر رض په خلافت کې وچکالي راغله او لوږه زوروره شوه، نو د غلا حد پلې کول بند شول، عمر رض به ويل خلکو ته کار او روزګار نشم موندی نو لاسونه يې ولې غوڅ کړم.
هغوی چې د ټولنيز عدالت مسئوليت ور په غاړه دی ورته په کار ده چې، خلکو ته کار پيدا کړي، زمينه برابره کړي چې وګړي و کولای شي په قانوني او شرعي توګه روزي پيدا کړي، له بزګرانو سره مرسته، د اوبو مهار کول، د کارخونو پرانيسته، له بهرنيو هېوادونو سره دوستانه اړيکې او د اوسنۍ نړۍ غوښتنې امکانات او اړتياوې درک کول... د کار د زمينې په پراخولو کې فوق العاده رول لري، مسلط حکومت مکلفيت لري چې د خپلو خلکو د کار غم وخوري او له بېکاري نجات ورکړي. بېکاري خپله بل مشکل دی چې ټولنيز نظم له ګواښ سره مخ کوي، د حضرت عمر رض قول دی چې (د بې کاره سړي مغز د شيطان کور وي.)
د اشرف غني د حکومت په چپه کېدو او د طالبانو د حکومت په راتلو په وطن کې کار کم شوی، بهرنيو هېوادونو اړيکې غوڅې کړې، امريکا او متحدين يې په دې لټه کې دي چې د افغانانو لوږه او بېکاري په بحران بدله کړي او يو ځل بيا د افغانستان د اشغال پلمه برابره کړي.
د طالبانو حکومت که څه هم چې د فساد په مقابل کې جدي دی مګر که منابع نه وي او د عوايدو په لوړېدو غور و نکړي د لوږې د بحران ستونزه به وار په وار لويه شي، د دې ټولنه لوږه د عربو يا نورو هېوادو په يوه يوه الوتکه مرسته نه شي مهار کېدای او اړتيا ده چې اساسي غم يې و خوړل شي.
د نېلس مانډيلا په دې خبره چې وايي : (لوږه په خيرات نه بلکې په انصاف ورکيږي) د دې ليکنې لمن را ټولوم او هيلمن يم چې تر دې وروسته افغان انسان له لوږې ځان و ژغوري.
هو ريښتيا د لوږې د مهار آسانه طريقه استاد امين الله دريځ په ډېر لنډ ډول وړاندې کړې، دی وايي، په ټانګونو او رنجرو ترپالونه کش کړی او تراکتورونه را وباسئ، نه ځمکې کمې دي او نه اوبه، تر څو به سوال کوو او تر څو به د ګدايي په دود ژوند ته دوام ورکوو.
زموږ هېواد دومره کرنيزي ځمکې لري چې د ځينې سروې ګانو په آساس ۳۵۰ ميليونه وګړو ته ډوډۍ برابرولی شي، مګر زموږ دېرش ميليونه نفوس په تېرو سلو کلونو کې هېڅ حکومت په ګېډه موړ نه کړ. د سمسور او ودان افغانستان په هيله.
ماخذونه
۱ ـ (د زرو هېندارو کور) د استاد اسدالله غضنفر ژباړه
۲ ـ ( کلتور او ټولنه ) د استاد اسدالله غضنفر د مقالو ټولګه
۳ ـ ( سوبمن تيمور ) د نور افضل عابد ژباړه
۴ ـ بېلابېلې انټرنيټي وېبپاڼې
وروستي