لټان

لټي يوه ناروغي ده، چې د انسان باطن ته ننوزي او د حرکت مخه نيسي، يوه ستونزه ده چې د تلو مانع کيږي، لټ او ټنبل انسان ځان او بل ته خير نشي رسولی، لټ وګړي له چانس ګټه نه شي اخستی، دوی په خپل ژوند کې د نورو د اوږ بار وي، هر وخت نور خلک ګرموي او خپله لټي د نورو په ملامتولو پټوي.
 د سلطان محمود د دربار لټان مشهور دي، کيسه کا چې يوه ورځ کوم نوي راغلي کس له سلطان محمود غزنوي وپوښتل چې اياض ولې تر هرچا درباندې ګران دی [ اياز د سلطان محمود د دربار ناظر وو ] ده ورته وويل چې په لاره کاروان تېريږي زه به مې يو وزير ور ولېږم چې په اړه يې معلومات راوړي، وزير ته يې امر وکړ چې د کاروان په اړه معلومات راوړه!
وزير يوه خوا بل خوا وکتل او په کراره جګ شو د کاروان خواته روان شو، څه وخت پس چې راغی سلطان ترې و پوښتل چې کاروان چېرې ځي؟ وزير ورته وويل چې کابل ته روان دی او پلانی او بستانی شی ورسره دي.
همدې وخت کې يې اياز ته وويل چې د کاروان په اړه معلومات راوړي، ايازه سم دستي پاڅېده او بيړه روان شو، چې بېرته راغی سلطان ته يې کيسه پيل کړه چې کاروان له پلاني ځای راغلی، کابل ته روان دی، دوه سوه اوښان بار دي، سل آسان ورسره دي، درې سوه سرتيږي، دوی وريجې غنم، وړۍ او ټوکر انتقالوي، دومره مېرمنې او دومره ماشومان هم ورسره دي، مشر يې پلانی نوميږي او لس ورځې مزل يې کړی چې دلته راورسيږي.
دې وخت کې سلطان محمود راغلي کس ته وويل چې اوس خو پوی شوې چې د اياز د ګرانښت راز په څه کې دی؟
لټان لکه روباتان چې څه تا ورته وويل په ډېر زحمت ايله هماغه کار کوي، په نورو مسايلو پسې نه ګرځي او د کار نه کولو لپاره پلمې لټوي، لټ وګړي په لوينې نه بلکې په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې په دې ناروغي اخته کيږي، کورنی چاپيريال او د والدينو کړه وړه په ماشوم مستقيم تاثيرات لري، هغه کورنۍ چې مشران يې په کشرانو کار کوي او خپله مست ګرځي د ماشومانو راتلونکې خرابوي، هغه مشران چې لټان دي خپلو ماشومانو د لټي په انتقال کې شريکان دي.
موږ ته په ماشومتوب کې ويل کيږي ته يې نشې کولای، ته چوپ شه کوچنی يې، دا ماشوم و باسئ چې مېلمه پاذابوي، کرار کينه ته لا د کار کولو نه يې ... دا هغه جملې دي چې زموږ روان ته ننوزي او د انرژي سرچينې مو له منځه وړي او په ځان باور مو له منځه وړي. هغه کسان چې له ماشومتوبه محدود ساتل شوي په لوی عمر کې هم ځانونه نشي آزادولی دوی د هماغه خبرو تر بار لاندې ژوند کوي چې ماشومتوب کې يې بار بار اورېدلې دي ( ته يې نشې کولای )
بلخوا د افغانستان وګړي د لټ او فعال کس په توپير کې بې پروا دي، فعال کس تېروتنه کوي، فعال کس تاوان اړوي، فعال کس جنجال جوړوي او دا رقم خلک زموږ په کورنيو کې د تحديد له بلا سره مخ دي، مګر هغه کسان چې هېڅ فعاليت نه لري هېڅ تېروتنه هم نه کوي، دوی هر وخت هڅيږي چې ګواکي ښه خلک دي، په هر څه کار نه لري، فعال ماشومان د لټانو په اساس تحديږي، دوی ته ويل کيږي له پلاني يې زده کړه چې څنګه کرار او آرام دی.
دا هغه مساله ده چې موږ په ماشومتوب کې وسره مخ يو او پدې کې شک نشته چې زموږ په روان يې بدې اغېزې کړې دي، مګر که و غواړو هر وخت ځان بدلولی شو، هغوی چې غواړي ژوند بدل کړي اول بايد ځان بدل کړي.
افغانان متاسفانه چې يوه لويه فصدي يې لټان تشکيلوي، دوی اکثره په نويمه دقيقه کې په اقدام لاس پورې کوي، تر هغو کرار ناست وي چې څو غرق نه وي، چې غرقېدو ته نږدې شی د لاس و پښو خوځولو ته يې ورپام شي.
البرت انشټين وايي: چې بریا له ناکامي زيږي، هغه کسان چې هېڅ وخت ناکام شوي نه دي کله به هم بريالي نه شي، بلکې يو کس هغه وخت ناکام بويه چې له هڅو لاس واخلي.
ژوند لکه د بايسکيل سپرلي چې د تعادل ساتلو لپاره يې حرکت اړين دی، که مو بايسکيل و دراوه لويږي او تعادل يې نشئ ساتلی، ژوند هم همداسې دی، مګر زموږ د ژوند بايسکيل بې حرکته ولاړ دی.
بلخوا افغانان د تېرو سلو کلو له کابو ټولو نظامونو ناراضه دي، د امان الله خان له نظام راضي نه وو چې بالاخره مو تېښتې ته اړ کړ، دغه شان مو د داود خان نظام ورپسې د ډاکټر نجيب نظامونه هم ړنګ کړل او فکر مو کاوه چې د نظام ړنګول به مو ورځ ښه کړي، خو پدې ډول مو خپل وطن ورانولو او ليلام ته زمينه برابره کړه. څلوېښت کاله وشول چې جنګ روان دی عجيب او غريب دلايل ورته تراشل کيږي او موږ  د سلطان محمود د دربار لټان شرمولي کرار ناست يو د خپل نوبت ورځې ته شېبې شمارو، د خپل برباد سرنوشت ننداره کوو، هغه ټولنه چې سوله له نورو خلکو غواړي څنګه به د امن ساه واخلي؟
د ګدايي کولو ريښه هم له لټۍ سرچينه اخلي، نن سبا په افغانستان کې سوالګر تر بل هر وخت زيات شوي، سوالګر چې خلک يې دوعا ته يقين لري او ټولنه په بده سترګه نه ورته ګوري د لټانو په تعداد کې يې زياتووالی راوستلی، د طالبانو له بريا سره چې کار کم شوی، د تجارانو پيسې په بانکونو کې بندې دي او اکثره کسب ګر د کار د نشتون له امله تش لاس کور ته ستنيږي، دا خلي توليداتو خپل ارزښت له لاسه ورکړئ او نور مشکلات سره يو ځای شوي روغ کسان يې لا ګدايي ته هڅولي، تاسې به ډېر داسې ځوانان وګورئ چې ګدايي کوي او پلمه دا راوړي چې ګواکي ناروغان ورته پراته دي.
د شرايطو له بدلون سر شاوخوا نيم ميليون وګړو کار له لاسه ورکړئ، چې پدې کسانو کې د افغانستان د پخواني حکومت د وسلوال فوځ سرتيري هم شته، دغه سرتيري او بېکاره شوي مامورين کې که بېرته په کار نه شي وېره ده چې د داعش په شان جګړه مارې ډلې به يې جذب کړي، بېکاره شوي سرتېري که د داعش ليکو ته لاړ نشي په نورو ناوړه کارونو لاس پورې کوي او د ټولنې نظم له ګواښ سره مخ کولی شي.
ډاکټر مبارک علي په يوه مقاله چې استاد اسد الله غضنفر ژباړلې ليکي : (( ... خو له بلې خوا په انګلستان کې له بېوزلۍ سره مبارزه بل ډول وه، د تېر دور کورنۍ د سلطنت په دوران کې (۱۶۰۳-۱۴۸۵) په انګلستان کې د ګدايانو يو نوی ګروپ چې ( روغ رمټ ګدايان) يې بلل را څرګند شول. دا هغه زمانه وه چې د ګلابو له جګړې او د فرانسې له جګړو فارغ شوي عسکر وزګار شوي وو، د احاطې د سېسټم په وجه خوارو بزګرانو ناکرلې ځمکې نشوای کرلی، ځنګلونه کم شوي او بې روزګاري زياته وه، دغو ټولو عواملو يو بل ته لاسونه سره ورکړي او په صورت پوره، روغ رمټ کسان يې ګدايي ته اړ ايستلي وو...))
د تاريخ تجربه راته وايي چې بېکاري ټولنيز نظم له منځه وړي، د وخت حکومت که د بېکاري مخه و نه نيسي د خلکو د ګېډو دوزخ به کابو نشي کړای، بلخو د جاپان خلک متل کوي چې، کبان مه راکوه بلکې د کبانو د نيولو چل را وښيه، افغانان له خپل حکومت ډوډۍ نه بلکې کار غواړي.
چې له يوې خوا د وطن سياسي شرايط په بد حال وي او له بلې خوا د لټانو د وطن اوسېدونکی وې نو خدای د ملګری شه، سياسي شرايط به يوې خواته پرېږدو زموږ بحث په لټۍ دی، هغه کسان چې په ځان کې د کار انرژي نه ويني، د کار نه کولو لپاره غاړه غړوي، ځان او نورو ته بازي ورکوي څه ورسره وکړو؟
يو خو د ارواپوهنې تجربې او سپارښتنې دي چې لنډه يادونه يې کوو، ارواپوهنه وايي که ۲۱ ورځې يو کار مسلسل پرته له وقفې تر سره کړئ په عادت به مو بدل شي، هغوی چې لټان دي ورته په کار ده چې ۲۱ ورځې په ځان زحمت ومني او په يوه مثبت کار ځان عادت کړي. تر څنګ يې ورزش، مطالعه، مثبت فکر، تفريح، د خپلې علاقې کشف کول، له پوهو او برياليو کسانو سره ناسته پاسته ... مرسته را سره کوي چې په ځان کې تغيرات راولو.
وايي د افريقا په صحراګانو کې چې هر سهار هوسۍ له خوبه را پاڅي له ځان سره وايي : د دې لپاره چې ژوندۍ پاتې شم بايد د ځنګل تر خورا چټک زمري هم چټکه و اوسم!
د افريقا په ځنګلونو کې چې هر سهار زمری را ويښيږي له ځان سره وايي : د دې لپاره چې ژوندی پاتې شم، را ته په کار ده چې د صحرا تر هغې چټکې هوسۍ خو چټک و اوسم چې د نورو په اندازه ګړندۍ نه ده.
دغه حکايت هم راته وايي چې که اقدام ونکړو د صحرا د زمريانو په شان به له لوږې سره مخ شو، هغه کسان چې ناوخته پاڅيږي هېڅ وخت به بريالي نه شي، هغه کسان چې چانس مېس کوي خپل پرمختګ ضايع کوي، هغه وګړي چې ځانته دروغ وايي او د نن کارونه سبا ته پرېږدي لټان دي. دوی به کله هم له ژوند خوند وا نه خلي، دوی به همېش ناراضه وي او هر وخت به يې په خوله د شکايت او ګيلو خبرې ناستې وي.
بلخوا زموږ اکثره کلتوري دودونه او ځينې تصوفي طريقې هم د وګړو په لټ کېدو کې ونډه لري، صوفيان هغه کسان دي چې د خدای د راضي ساتلو په پار يې د ژوند چارو ته شا اړولې او ترک دنيا خلک دي، اکثره کسان چې غواړي خدای راضي وساتي وايي چې بايد فاني نړۍ او خوندونو ته يې شا کړل شي، مګر دا هم مهمه ده چې اسلام حلاله روزي تر عبادت غوره ګڼي. خدای پاک ته د ورتلو ډېر نورې لاې هم شته هغه د کاروان صيب چې :
ته مې ګمراه بوله خو زه ستا په لاره نه ورځم
ما ډېر ليدلې د جانان کلي ته لارې دي
 بلخوا خدای پاک چې انسان اشرف المخلوق پيدا کړی د دې لپاره چې کار کولای شي، فکر کولای شي او د خبرو کولو وړتيا لري. هغه انسان چې يوازې ډوډۍ پيدا کول مقصد ګڼي له هغه پسه يې سره څه فرق دی چې د څښتن په رمه کې ولاړ دی؟
ډاکټر مبارک علي ليکي : (... يو خو ملنګي په انسان کې خاکساري پيدا کوي، کبر ته يې نه پرېږدي، بله دا چې د دنيا مال، مزو او چړچو ته په شا اړولو سره بنيادم فرصت مومي چې ټول عمر عبادت و مراقبې ته ورکړي. دا هغه چاره ده چې ټولنه ورته په درنه سترګه ګوري او ملنګان د ټولنې په معنوي مشرانو بدلوي...)
مګر افغانان د همدې معنوي مشرانو په تقليد بوخت او له يوې مخې په ملنګانو حساب دي، يو ځای مې لوستي ول چې د امريکا وګړي په تلاش او هڅو مشهور دي، د چين او جاپان خلک په کار کولو، د اېټاليا اوسېدونکي په مډرن ژوند او عصري کېدو کې نوم لري، خو که د افغانانو په ژوند څېړنه وشي معلومه به شي د نړۍ لټ وګړي دي.
د لټانو يو بل زيان ټولنې ته دا دی چې دوی تر ځان فعال کسان نشي زغملی، له تکړه کاريګرو او ښو خلکو سره رخه کوي او نه يې لوريږي چې نور خلک تر دوی ښه ژوند ولري، زموږ په هېواد کې چې د تاريخ پاڼې اړوې هېځای داسې نه دي راغلي چې د امان الله خان غوندې وطن دوست او دور اندېش باچا ته د خلکو لاس ورکړی وي، بلکې بر عکس يې د هغه په را پرځولو کې خولې تويې کړې دي.
لټان دې پوی شي چې په لوی عمر کې به د افسوس او پېښماني له ځور سره مخ شي، دوی به د ژوند په تېرو وختونو او ضايع کړو چانسونو ساندې ووايي او آرماني به له نړۍ و کوچيږي، داسې چې د ګاونډيانو به يې هم خوا نه وي پرې بده او په درېيم کلي به يې خلک لا نه پېژني.
کوم انسان چې فعاليت نه لري د هغو اوبو په مثال دی چې بې حرکته ولاړې دي، اوبه که ځای پر ځای ولاړې پاتې شي خوسا کيږي، انسان هم چې فعاليت و نه کوي او لټي اختيار کړي روح او روان يې لکه ولاړې اوبه خپل ارزښت له لاسه ورکوي، د ستونزو او اندېښنو په ګوډي بدليږي، په رواني ناروغيو اخته کيږي، باطن يې د ډنډ اوبو په شان ګنده او خراب در واخله.
ماخدونه :
د تاريخ ننداره، ژباړن اسدالله غضنفر
د زور هېندارو کور، ژباړن اسدالله غضنفر
انټرنيټي سايټونه :
 www.learnpars.com
www.chetor.com