د ۱۴۰۰ کال، زمري ۲۴مه(تېره ورځ) د تاریخ یوه بله مهمه ورځ ثبت شوه. داسې یو نظام نسکور شو چې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې په مرسته جوړ شوی و. تقریبا ټول هېواد طالبانو ونیو او حتی د کابل ځينې حوزې هم خو دوی اعلان وکړ چې د کابل امنیت دې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ حکومت ټینګ کړي او حکومت هم ومنله چې واک به په سولیزه توګه د انتقالي حکومت تر مشرۍ لاندې ورته وسپاري خو هېواد کې د ولسمشر غني په ناڅاپي تښتې اوضاع ګډوډه شوه چې بلاخره طالبانو ولسمشرۍ ماڼۍ ونیوه.
افغانستان کې د جمهوریت نړېدو ځينې خلک په ژړا کړل او د طالبانو حکومت لپاره اندېښمن ښکاري چې څه به کېږي. د خلکو ژوند، سوداګري، تېرې لاسته راوړنې، هېواد ته د پاکستان لاس رانیږدې کېده، ځواکونه او بهرنۍ اړیکې هغه موضوعات دي چې خلک یې په اړه تشویش لري.
اوضاع په بشپړ ډول تغیر کړی دی. د بحث په کې هېڅ پاتې نه دي خو په سوله کې د ژوند کولو او د یو او بل زغمولو لپاره اړتیا ده چې اوس له انعطاف کار واخیستل شي ځکه که د خلکو ژوند له بې عدالتیو، بې نظمیو او انتقام یا له غچ اخیستو سره مخ شو نو احتمال شته چې بیا کورنۍ جګړې او اړودوړ پیل شي.
نوی حکومت چې د طالبانو په مشرۍ ټینګیږي، د خلکو روحیې ته په کتو، د ټولو ملي نوامیسو، ارزښتونو او ګټو خوندیتوب اعلان باید وکړي او عملا خپلو ځواکونو ته لارښوونه وکړي چې د شته ټولو بنسټونو په ساتلو مکلف دي.
دغه راز د جبر مخنیوي لپاره د پرانیستې ټولنې اوسېدو په موخه له ټولو قومونو او د هر ډول فکر له څښتن سره په پراخه توګه د بحث لارې پرانیزي او محدودیتونه وضعه نه کړي نو له شک پرته چې خلک به د ارام ساه واخلي، دوی پورې به زړه وتړي او ان د بیا ځل لپاره به د حکومتي چارو عادي حالت راوستو کې مرستندوی شي.
خو که د خلکو اندېښنې پر ځای ثابتې شي نو له لرې نه ده چې د بیا کډوالۍ پروسه -چې اوس هم ځينې خلک یې هڅه کوي- پیل شي او حتی د طالبانو په وړاندې د مقاومتونو امکان هم شته.
وطنوالو ته د طالبانو فکر رسول اړین دي چې په دې برخه کې باید له رسنیو سره په همغږۍ ځینې تبلیغي پروګرامونه تنظیم شي ترڅو اوضاع ښه مدیریت شي او خدای مه کړه چې پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو وضعه کولو په نیت د توهین او تحقیر حتی اوازې هم باید واره، واره ووژل شي. یعنې د تاوتریخوالي پخوانۍ پاڼه بیخي باید واوړي ترڅو د یوه ښه نظام ټینګېدو لپاره لاره برابره شي.
که په زور زیاتي او جبر باندې په خلکو ځینې موضوعات وتپل شي یا د طالبانو ځواکونه د خپل غرور په ښوولو سره تربګنیت ته لمنه ووهي او ځان قدرتمند ښکاره کړي نو ممکن نور خلک عقده من شي چې پایلې به یې سمې نه وي.
طالبان چې اوس واک ته رسېدلي ممکن په تېرو شلو کلونو کې ډېر زورول شوي وي او ښايي د تیر حکومت د چارواکو کړنې به یې هم هېڅ له یاده نه وځي خو اوس وخت د عمومي عفې دی او په کار ده چې دوی په دغه حساس وخت کې ورته متوجه شي، هېڅ مخالف ته باید زیان ونه رسوي خو که احیاناً کومه پېښه خلکو محسوس کړه نو بیا په ټولنه کې تنازع ورو، ورو راپیدا شي او ممکن د بهرنیو استخباراتو په مرسته هغه تنازغه پراخه شي چې وروسته به بیا یو سرخوږی هم وي.
یو بله مهمه موضوع د تېر حکومت د ملکي خدمتونو کارکوونکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ساتلو ده. طالبان باید وار له وار ملت ته اعلان کړي چې د دوی خوندیتوب ترڅنګ د هېواد جوړونې او ثبات لپاره هغوی د تېرو لاسته راوړنو په ساتلو سره کولی شي چې دوی ته مراجعه وکړي او لکه د تېر په څېر خپلو دندو ته حاضر شي.
د ملي عوایدو د مدیریت مسئله تر نورو موضوعاتو ډېره بنسټیزه ده ځکه ښايي بهرنۍ مرستې چې له څو کلونو راهیسې په کمېدو دي او د طالبانو واک پر مهال لا د کمېدو احتمال شته نو خلک غواړي چې د دوی مالیې په خوندي ډول د هېواد د جوړونې لپاره ولګول شي، د همدې لپاره د ټولو ګمرکو او لویو لارو ترازوګانو کنټرول له امله لاسته راغلیو پیسو په اړه د یوه ښه او روڼ میکانیزم په رامنځته کولو سره خلکو ته ډاډ ورکړل شي.
د موجوده پراختیايي پروژو کارونو پیلېدو لپاره د چټکې خبرتیا اړتیا ده ځکه خلک د حالت بدلون ته سترګې په لار دي.
د حقوقي او جنايي قضیو تورنو کسانو سره د حساب و کتاب مسئله د پاملرنې وړ ده. لکه څنګه چې د هېواد له زندانونو هر ډول کسان ازاد شول خو دغه ازادي استنثایي وه مګر له دې وروسته زندانونه شته، نظام باید وجود ولري او ټول مجرمین وویرول شي ځکه که څوک جرمونه کوي، محکمې یې پرې وړاندې خلاص دي او سم له واره به یې په اړه جدي اقدمات وشي.
دغه راز د طالبانو حقوقي جوړښت او مشروعیت لپاره چې نړیوالو اړیکو له مخې یې نړۍ باید په رسمیت وپېژني یو وړاندیز دا لرم ترڅو اساسي قانون چې په لسګونو نور ضمیمه قوانین لري، د پوځ جوړښت، مدني ټولنې او رسنۍ حفظ شي ځکه په دغو مواردو دا شل کاله ډیره کار شوی دی، خو که په موجوده حقوقي جوړښتونو کې د طالبانو له نظره کومې ستونزې موجودې وي، د هغه اصلاح لا ښه ده اما د اساسي قانون لغوه چې ورسره په سلګونو نور حقوقي چارچوبونه، تګلارې او مقررې له منځه خي، نو په دې سره یو نوی کړکېچ رامنځته کېږي چې بیا جوړونه به یې ډېر وخت ونیسي.
وروستي