ځان څومره پېژنئ؟

څوک چې په سم ډول ځان پېژني، هغوی منظمې ټولنیزې اړیکې لري، له خپلو وړتیاوو یې ښه ګټه پورته کړې او نسبتا له نورو خوندور ژوند لري.

ځان پېژندنه باید ستاسو لپاره دا ونه اوسي چې چېرته زېږېدلي یاست، په چا پورې اړوند یئ او څه ډول مو نور پېژني بلکې ځان پېژندنه خپل یو درونی بحث وبولئ چې له مخې یې تاسو تجسم کېږئ او یا مو تظاهر ښکاري.

په هر څومره عمر کې چې یاست، کېنئ او خپلې پټ حقیقتونه مو ځانته ښه واضح کړئ او یو روڼ مسیر درته وټاکئ. 

په بې تفاوتۍ کې ژوند مه تېروئ، له هرڅه سره شعوري چلند کوئ؛ که مو اړیکې دې، که خبرې او یا نورې معاملې!

ستاسو وړتیاوې ډېرې مهمې دي خو کله وارې منتظر یاست چې فرصت درته برابر شئ څو وې کاروئ خو دا ښه فرمول نه دی ځکه خپلو وړتیاوو ته په کتو باید فرصتونه برابر کړو.

که کله وپوهېدئ چې ستاسو د شخصیت قوي ټکي څه دي نو په لاشعوري توګه خوښي درته رسیږي او په ژوند کې د اوږدمهاله خوشالیو خواته ځئ چې هرڅوک یې په لټه کې دي.

د خپلو وړتیا کشفول مهارت دی چې د خپل ځان له جدي مطالعې وروسته یې سړی زدکولی شي.

زه تاسو ټولو ته، ځان ته د وخت ورکولو مشوره درکوم، پر ځان فکر وکړئ او یو ځل دا پوښتنې درته په لیکلي توګه خامخا ځواب کړئ:
د خپل ځان په اړه کوم مسایل مې خوښیږي؟

زما د قوت ټکي څه دي؟

په کومو کارونو کې تکړه یم؟

هغه ځانګړنې چې زه پرې پېژندل کېږم، زما پر ژوند څومره اغیز لري؟

د خپلې ښې راتلونکې په اړه غور کول هم مهم دي. په دې باید پوه شئ چې په راتلونکې کې څنګه ژوند غواړئ او څنګه په خپلو اوسنیو وړتیاوو کار کولی شئ چې راتلونکې مو ښه تثبیت شي.

د خپلو وړتیاوو له درک کېدو وروسته بېلابیل فعالیتونه ترسره کول، تاسو پر ځان ډاډمنوي. 

ځینې نوي کارونه پیل کړئ، ځان په سختيو کې وه ارزوئ، د ستونزو د حلېدو په لټه کې شئ، تل خپلې علاقې او نوي زدکړي مهارتونو ته مو درنښت کوئ. 

بله مسئله چې ماته تجربه شوې، هغه دا ده چې کوم مسایل تاسو خوشاله وي، هغې ته پام وکړئ او جدي یې وګڼئ، ولو که ستاسو پرې ډېر لګښت راځي یا کېدای شي په ځینو کارونو سره یو شمېر اړیکې وبایلئ نو له دې هر څه سره – سره ستاسو خوشاله کېدل مهم دي، بس خلاص!