د قوشتېپې کانال له انجنیرانو یو را ولاړ شو، وې ویل:
درنو مشرانو! دوه خبرې لرم، که اجازه را کړئ.
د شاوخوا مېلمنو ټولو سترګې ور واوښتې، شېبه ورته ځیر وو. انجنیر له خپل ځای څو قدمونه د هغوی پر خوا واخیستل. بیا یې خوله پرانیسته:
اجازه ده!؟
غږ پورته شو:
هو - هو، مهرباني وکړه!
انجنیر سړه ساه واخیسته، پیل یې وکړ:
لومړی خو مو دا ستر ویاړ مبارک سه. نه پوهیږو، دا کانال به تاسو څنګه وینئ او سترګې به مو څومره پرې خوږې وي خو زه هره ورځ د دې پرې ځای چې د دې کانال په رڼو اوبو کې د افغانستان ښه راتلونکې ووینم مګر متاسفانه ماته د دې اوبو هر څپه زموږ د راتلونکي نسلونو سره یو ډول جفا را څرګندوي…
مخامخ کسانو یو او بل ته وکتل. انجنیر خپل غږ نور هم لوړ کړ، وې ویل:
یو شېبه، لږ مې وزغمئ، زما وروستۍ خبره دا ده چې که هرڅومره د دې وطن لپاره ځان ستړی کړم، ستړیا نه احساسوم خو چې د شپې کور ته لاړ شم او د لور دا یوه پوښتنه مې واورم.
ابا! موږ ته کله ښوونځي ته د تګ اجازه راکول کېږي؟
نور بېسکه ولوېږم، له هر څه ستړی شم او همداسې
بېځوابه هر سهار وطن ته د کار په په هیله راوځم.
وروستي