۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو وضیعت، بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی څنګه و؟

لومړی خو باید ووایم چې د ۲۰۲۱کال شپږ میاشتو او ۲۰۲۲ کال په پرتله تېر کال نسبتا ښه ځکه و چې له رسنیو، خبریالانو او په ټوله کې له بیان ازادي سره د واکمنو بلدتیا، اهمیت ورکول او یو ډول اړتیا ګڼل یې د یادولو وړ دي ځکه ځینې بیانیې، ملت ته حساب ورکولو پروګرام، د ځینو  مسایلو په اړه ځواب ویل، ځانګړو مرکو ته د ځینو چارواکو حاضرېدل او د رسنیزو سرغړونو څېړلو کمېسیون جوړېدل هغه څه دي چې ۲۰۲۴ کال کې د وضیعت ښه‌والي په لور یې هیله‌مندي ډېره کړې ده.
 
خو اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو، د حکومتولي او بودیجوي مسایلو په اړه وضاحت، هېوادونو او نړۍوالو ادارو سره د تعاملاتو جزيئات شریکولو، د لویو پروژو د قراردادونو په اړه سپیناوي او د انتقادونو زغملو برخو کې لا هم ستونزې په خپل ځای دي.
 
که څه هم چارواکو د بیان ازادي او د رسنیو خپلواک کارکولو لپاره ژمنتیا ښودلي او ټینګار هم پرې لري خو پر رسنیو متفاوت فشارونو او د ځینو مسایلو په اړه د رسنیو له مسوولینو غوښتنو یو شمېر اندېښنې راولاړې کړې دي.
 
دغه راز د سرپرست حکومت له خوا ترتېب شوو غونډو او اجنډاوو په اړه له خبریالانو غوښتنې چې په پلان شوو موضوعاتو متمرکز پاتې شي او نورې پوښتنې هم ونه لري، بله هغه نیمګړتیا ده چې د حلېدو په لور د یو ډول اقدام کولو هیله ترې کېږي.
 
مسوولین اوسمهال غیر له هغو اطلاعاتو چې دوی یې په خپله خپروي، هغو په اړه خبریالانو سره همکاري لري او له دې پرته یې د اطلاعاتو شریکول په نشت حساب بولی ځکه دوی چې کوم څه خپروي، د ځان لپاره تبلیغات کوي او کوم څه چې د خبریالانو غوښتنې وي، هغو ته بیا په میاشتو هم ځواب نه ویل کېږي نو رسنۍ مجبورې دي چې له داسې موضوعاتو ډډه وکړي او تر اوسه ډېر همدغسې موضوعات مړه پاتې شوې دي.
 
که رسنۍ پرلپسې وڅارل شي، تر ۷۵ سلنه د اوسني حاکمیت په خوښه خپرونې کېږي او پاتې ۲۵ سلنه نور بیا داسې مسایل پوښښ کېږي چې مرستې وي، د هېوادوالو غوښتنې وي، لوبې او یا هم نور مسایل وي نو ایا فکر کوي چې دا حالت د بیان ازادي تمثیلونکی دی!؟
 
 په یو نا یو ډول د رسنیو استازو او خبریالانو دا ویره چې ګواکې تر پوښتنې لاندې رانیسي، احضار او جلب نسي نو ځکه ځینې وخت احتیاط کې ترې داسې انتها وشي چې ژونالېزم یې هېر او اړونده رسنۍ د یو طرفه تبلیغ وسیله وګرځوي. 
 
لکه د نړۍوالو ادارو ریپوټونه، اعلامیې او بیانیې د ادعا په حد کې ګڼل او یا واکمنو ته په مختلفه توګه برأت ورکول یا په بل عبارت ځینې داسې مسایل نشرول چې د سرپرست حکومت په ردېدو تمامیږي او خبري ارزښت نه لري.
 
د وضیعت بهتر ښودلو لپاره د رسنیو ملاتړ او د جراات ورکولو ګټې ډېرې دي. 
 
لومړی دا چې رسنۍ په تیورکي لحاظ د حکومتونو په وړاندې او ضد نه شي جوړېدلی او ملي ګټې هم دا نه اېجابوي چې رسنۍ په مقابله کې ودریږي ځکه د ژورنالېستیکو نورمونو، دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې ښې حکومتولي، د واټنونو ختمولو، ثبات او د سولې ییزې فضا ښودلو برخه کې د رسنیو رسالت علني ده.
 
دوېیم، د رسنیو په وړاندې د سرپرست حکومت زغم او د غېږې پرانیستل نړۍوالې ټولنې او ښکېلو اغیزناکو لورو ته دا قناعت ورکوي چې لږ تر لږه دغه حکومت د انعطاف ښودلو وړتیا لري او د بدلون باعث هم ګرځېدلی شي.
 
اطلاعاتو د لاسرسي خپلواک کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون جوړوېدو سربېره د پراخې رسنیزې ډیپلوماسي رامنځته کېدل، له رسنیو سره د دواړه خیزه همغږۍ غونډو ډېرېدل نور هغه څه دي چې د یو بل منلو فضا تأمینوي او رسنیز ډګر د هېواد په منفعت څرخوي.