غزل

 
لکه باران راوریدلې تورو شپو کې
پر دعاوو مې لمانځلې تورو شپو کې
 
د ښایست سندرې ګرمې له مطربه  
په نڅآ کې توییدلې تورو شپو کې
 
د رڼاوو جام مې مخته په کتو سو
زما اوښکې څڅېدلې تورو شپو کې
 
سپینې ګوتې یې لوبیدلې په ګرېوان مې
د بیلتون سوې نارې وې تورو شپو کې
 
د ښاپیریو هم د اوښکو امیل وشلید
ورپه یاد مې افسانې سوې تورو شپو کې
 
عتیق زی