غزل

 
د مرګي ویره خوره ده
د ژوندون مسکاوې نشته
دلته هلته نړیدلي
بورجلونه مو ټول وران دي
د غم ټپې غږېږي
د ملالې ستونی وچ ده
نه یې شعار شته نه یې کریږه
نه غازیان شته نه یې تورې
نه اکبر او فتح خان شته
نه یې نکلونه د بري اوس چیرته کیږي
نه زلمیان په وینو لت دي
نه یې راوړی په ولجه د غلیم سر دی
نه د سوبې ډول غږیږي
نه میدان په اتڼ سور دی
د پیغلو مړوندونه اوس
تش شوي له بنګړو نه
آ، د پت سالو یې والوت
یو بې ننګه باد ترې یووړ
آ، ټپه چې په سنګر کې یې ویله
اوس بدرنګه غوندې ښکاري
اوس یې هغه جنون نسته
اوس ترې هغه شور الوتی
***************
نه زلمي هغه زلمي دي
چې تر ملا کمربند تاو کړي
په غلیم اورونه بل کړي
په نیزو ترې ولجه راوړي
مات سرونه مات لاسونه
اوس یې ګوتې غورځیدلي
فلجې شوي!!
تیرې تورې په لاس نکړي
مړوندونه یې نور مات دي
د بابا درسونه یې هېر کړل
د نیکه هډوکي یې خرڅ کړل
هغه تاج یې وو ګټلی
په سرو وینو او اورونو
د محمود ویاړونه یې خرڅ کړل
مشهد او اصفهان ترینه هیر شوي
نه یې کیسې شته نه نکلونه
نه یې سندره چانه اورم
اباسین دی که آمو دی
هم ارغند که هریرود دی
اوس په وینو کې لوبیږي
مستې مستې جوپې کاندي
خو! نه زلمي هغه زلمي دي
چې د پت پټکي په سر کړي
آ، سالو چې بړیڅو وړی
آ، پېزوان چې بړیڅو وړی
هغه بیرته خور ته راوړي
زلمي اوس کله دا کار کړي
اوس د خور پړونی خرڅ کړي
اوس یې پت په پرنګ خرڅ کړي
هم یې ننګ په پرنګ خرڅ کړي
اوس یې ګوتې له رباب سره لوبیږي
پکې مستې نغمې کاندي
د خپل خور د سترګو شونډو
هم یې قد او اندام ستایي
هیڅ غیرت او ننګ یې نشته
هېڅ حیا او پت یې نشته
لویه خدایه ستا و در ته!
مو راوړی دغه سوال دی
چې یو مور داسې پیدا کړې
چې احمد او میرویس راوړي
یا اکبر او خوشال راوړي
چې مغل او ګورګین نال کړي
دا آزاد ټبر آزاد کړي
دا وطن ورته راخپل کړي
له رنجیت او له برایډن نه!! آمین         عبدالبصیر عتیق زی ( د جدي اتمه ۱۳۸۹)