غزل

سلامونه او نیکې هیلې ..
خدای دې وکړي چې روغ او جوړ یاست.. هیله ده چې لاندنی غزل خپور کړۍ
 
 
 
په زړه مې کاڼي اوري څه خوږ غم زما د یار دی
ماشوم زړه مې نه صبریږي لکه وخت زما د دار دی
 
پر کلي جوړه هنګامه ده زما د قتل چېغې کاندي
واړه زاړه راټول دي د جلاد د تورې وار دی
 
ګناه زما خو نشته خو دا رسم دی د کلي
یزید او شمر پریږدي دلته هر حسین په دار دی
 
 زما د بخت توره کیږدۍ بیا د وخت توپان وهلې
یوه مسکا دې بیا هم، دلبره ما سره یادګار دی
 
د رقیب و مخ ته څټ شوم ،نور مې هیڅ په وس کې نشته
جانانه سترګې کړه راپورته، زندګي مې تار په تار ده