د سپينې پردې تر شا تور ايران

ليکنه: عادل عزيزي
ايران يو له هغه هيوادونو څخه دى چې افغانان هر وخت دا  فکر کوي چې تر ټولو ښه دوست او ښه ګاونډى يې دى او هره ورځ په سلګونو افغان دغه هيواد ته د کار او مزدورۍ لپاره ځي او فکر کوي چې له دغه هيواده خپلي کورنۍ ته څه ناڅه زياتې پيسې راوړي،او د دغه هدف لپاره سختې ستونزې ګالي مزلونه کوي او د ايراني ځناورو پوليسو له ډول ډول ظلم سره مخ کيږي.
په تير کې که به په افغانستان کې کوم امنيتي او يا هم اقتصادي کړکيچ رامنځته کيده نو افغان دولت به پړه په پاکستان و اچوله او د سپينو پردو تر شا تور ايران يې هيڅ  په فکر کې هم نه وو خو اوس ايران دا وښودله چې هيڅکله هم يو با ثباته ناو ارام افغانستان نه غواړې.
څو ورځې وړاندې مې يو خبر واوريده، چې د هيواد د تکړه ژورناليست او د بست باستان اژانس مشر مخ او لاسونو ته نامعلومو کسانو تيزاب ورشيندلي او د هغه مخ او لاسونه يې ورسيځلي دي، رزاق مامون وروسته له خبريالانو د دې کړنې پړه په ايران ورواچوله او ويې ويل، چې يو کتاب يې ليکلى چې په هغه کې ويل شوي دي، چې ايران د احمدشا مسعود په وژنه کې لاس درلود،مامون دا هم وويل چې له دې نه وروسته څوځلي ايرن ګواښلى هم وو، چې دا د ايران يوه بله توره کودتا وه چې ترسره يې کړه او له دې سره يې يو ځل بيا افغانانو ته وښوده چې دوى هيڅ کله هم افغانان نه پريږدي چې ارامه او سوکاله ژوند وکړي او اوس هم د لوى خراسان خوبونه ويني.
له دې پيښې نږدې يوه مياشت مخکې په کابل کې د يوه خصوصي تلويزون له لارې د يوې ويديو خپرولو دا وښوده چې د دغه بې رحمو (ايراني سرحدي پوليسو) سره نه د بشريت د احترام او درناوي لپاره کوم زړه سوى شته او نه هم  انسان ته د انسان په سترګه ګوري. دا خو يوازې هغه څه دي چې ښکاره يې ګورو ، خداى خبر چې له دغه مظلوم او درديدلي ولس سره به نور څه څه ظلمونه کيږي.
 
بلخوا له دې ټولو راهيسته په کور د ننه کې افغانان له تيرو دريو لسيزو جګرو راوروسته د يو داسې نظام خاوندان نه شول چې ځوانانو ته يې د زده ګړې خو لاڅه کوې چې د کار هيڅ موقع يې نه ده ورته مساعده ، په ځانګړې ډول اوسني نظام چې په ټوله نړۍ کې يې د اداري فساد په اړه هر څوک خبر دي .
اوسني نظام هيڅ وخت هم د افغان درديدلي اولس هيله نه ده تمثيل کړې او نه يې هم سر پرې خوږولى دى ، په زرګونو خلک د ايران په څير دوه مخيزه هيوادونو ته په داسې حالاتو کې د کار لپاره ځي، چې د بيرته ژوندي راتګ احتمال يې ډير کم وي.
له بل پلوه د دوى افغاني پلويانو او ايران پالو مذهبي مشرانو هم  هيڅ وخت داسې فکر نه دى کړى چې ولي په خپل قوم باندې د پرديو غلامي ومنم دوى يوازې خپل جيبونه ډکوي او د ايران شوم هدفونه په هيواد کې په مخ بيايې، د ايران دغه لاس وهني دومره زور اخيستى چې حتي د افغانستان په پارلمان کې يې داسې کسان ځاى پرځاى کړي چې له دوى سره ډير ريښتني دي او د دوى ارادې ډيرې ښې تمثيلولاى شي.
بلخوا لکه څنګه مې چې د خپلې ليکنې په مقدمه کې اشاره ورته وکړه ايران اوس هم د لوى خراسان خوب ويني او هرات د خپل ځان يوه برخه بولي او تل هڅې کوي چې دې دروغجن خوب ته يې ريښتني بڼه ورکړي که چيرې افغان دولت همداسې چوپه خوله پاتې شي نو لرې نه ده چې د ايران دا خوب به د ريښتيا کيدو ته نژدې شي.
له بله پلوه په دي وروستيو کې په ايران کې د افغان تجارانو د تيلو د ټانکرونو ايسارول يو بل هغه پيغام دى چې ايران يې  افغان دولت ته ورکوي او له دې لارې غواړې چې افغان دولت دې ته مجبور کړي چې د دوى هر راز مشروع او نامشروع غوښتنې قبولې کړي او د دوى تر تسلط لاندې ژوند وکړي، دوى خو په دروغجنه بهانه دا وايې چې تيلو مئسله يوه تخنيکي مئسله ده او دوى به مشکل زر حل کړي خو دا معلومه خبره ده چې دا هسې يوه بهانه ده.
دې ټولو ته په پام سره ايران خپل ځان يو اسلامي هيواد بولي نو ايا دوى د افغانستان د مظلوم ولس چيغي او فريادونه نه اوري دوى د هغه بيچاره افغان ولس له حال نه خبر دي چې د سهار ډوډى وخوري نو د ماښام ډوډۍ لپاره حيران او سترګې په لار پاته وي. د هغو ميندو فرياد نه اوري، چې  د ژمي په يخه يخنۍ کې د سرک په غاړو او په کوڅو کې ناستې وي تر خپل شليدلو جامولاندي خپلو مظلومو بجو ته د خير خيرات غوښتنه کوي.نه هيڅ کله هم نه ځکه د دوى زړونه اوس دومره هم سپين نه دي پاتي چې زمونږ د خوار اولس دا نارې واوري.
دوى خو له مونږ سره ان  د اسلامي نړۍ د ستر عالم اونابغه سيد جماالدين افغان سره خپله کينه ښودلې وه او له دوکې ډکه کړنه يې ورسره وکړه په داسې حال کې د افغان نابغه تبه ٦٠ درجې وه په وهلو او ټکولو سره يې د يو وحشي په توګه ورسره چلند کاوه ايا دا اوس بل ايران شو ايا خلک يې بدل شول نه دا همغه ظالمان دي دوى په زړونو کې رحم نه لري او له دوى سره به الله(ج)خپل حساب او کتاب کوي.
له بل پلوه افغان دولت دومره بي غوره دى چې د ايران دې ډول ټولو نادودو او ناکردو يې هيڅ سر نه دى خوږولى او دا خو لا څه کوې چې په ايران کې يې افغان سفير ګواښلى او ورته يې ويلي، چې افغانستان دې په کابل کې د ايران سفارت مخې ته د لاريون بښنه وغواړي، په داسې حال کې چې دوى داسې په سل هاوو افغان ميندې کونډې کړي ايا ددې پوښتنه چا کړې؟ ايا په دې وروستيو کې د ايراني ظالمو پوليسو له خوا  د افغانانو د وژلو په باره کې څه اقدام شوى؟ دلته ده، چې له هر افغان سره دا پوښتنه پيدا کيږي، چې افغان دولت به تر څو داسې د فيل په غوږ کې ويده او عام ولس به دا ټول کړاوونه او دردونه زغمي.
په پاى کي له افغان دولت نه دا غوښتنه کوم چې نور دې چوپه خوله نه پاتي کيږي نور دې په يو لوى اقدام لاس پورې کړي او له ايران سره دې خپلي هر راز اړيکې وشلوي او د افغانستان د سيندونو هغه اوبه چې ايران ته  ځي راايسارې کړي او له ايران څخه دې د واريداتي مالونو راليږد زر تر زره بند کړي.
د يو موټي هوسا او پرمختللي افغانستان په هيله