دايمې پوځي اډې د امريکايانو يواځينى هيله.

ليکنه: عادل عزيزي
 
په افغانستان کې د شوروي د ماتي او وتلو وروسته او تقريبا د سړې جګړې له پاى ته رسيدو وروسته امريکا يوه نوې ساه واخيسته او له دي سره نور نو امريکا کوشش کاوه چې خپلې موخې د اقتصاد په پياوړتيا او له سيمي سره په اړيکو تر لاسه کړي.
په ټولو هڅو سره ورځ په ورځ امريکا د پرمختګ په لور روانه وه او دخپلو اقتصادي او پوځي  هڅو سره امريکا څه ساه واخيسته او د پرمختګ لور ته يې يو قدم وړاندې واخيست ،او له  همغه وخت نه يې دا نظريه په پلان کې وه چې تودو اوبو ته ځان ورسوي او دې موخې د رسيدو لپاه بايد هر ډول مزلونه طى کړي او خپلې موخې ته ځان ورسوي.
له بل لوري د امريکا کانګريس هم اوس دې نتيجې ته رسيدلي چې په افغانستان کې نور د دوى پاتي کيدل ناسم دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دي وروستيو کې د افغانستان له جګړې سره د ناټو د ځينو غړو هيوادونو ملاتړ کم شوى دى او هغوى هم نور نه غواړې چې د افغانستان جګړه دي نوره هم د ځنډول شي.
په ٢٠٠٩ کال د امريکا چې امريکا په خپله نوې ستراتيژى کې افغانستان ته د نورو ځواکونو ليږل تصويب کړل د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر جان مکين  يې پوره ملاتړ وکړ، خو کله چې په همدغه کال په هلمند ولايت کې د امريکا او برطانيايې ځواکونو تلفات زيات شول نو مکين بيا هم خپله نظريه بدله نه کړه او خپله غصه يې په دي کار و ښوده او له اوباما يې و غوښتل تر څو په ٢٠١١ کال د خپلو ځواکونو په تدريجي ډول د وتلو په ستراتيژى له سره غور وکړي او وويل چې زه فکر نه کوم چې تر هغه وخته دي په افغانستان کې امن راشي او افغان امنيتي ځواکونه دي دې ته چمتو شي چې د خپل هيواد امنيتي چارې په خپله په غاړه واخلي .
په  ٢٠١٠ کال کې د امريکا د امنيتي چارو سلاکار جيمز بيا په افغانستان کې د دوى په روان حالت خوشبيني څرګنده کړه، او ويې ويل، چې په افغانستان کې د دوى روان حالت په ډير ښه ډول په مخ روان دى او په افغانستان کې امنيتي حالت مخ په ښه کيدو روان دى.
جيمز په دي نظر وو، چې د ټول افغانستان امنيتي وضعيت بايد په څو څيزونو باندي اندازه كړای شي، يو د خلكو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه، دغه راز اقتصادي پرمختګ، غوره حكومت داري او د قانون د پلي كېدو په واسطه هم امنيتي وضعه ارزول كيداي شي. او ويلي وو چې که چيري مونږ په افغانستان کې دغه درې څيزونو ته پاملرنه وکړو نو لرې نه ده چې مونږ په افغانستان کې خپل اهداف تر لاسه کړو. دى په همغه وخت نه په دي نظر وو چې د افغانستان ستونزه په خپله د افغانانو له لوري حل کيداى شي.
په داسې حال کې چې د امريکا دغه چارواکي ته معلومه وه چې په افغانستان کې د دوى په شتون د ناخوښى يو عامل دا دى چې زمونږ ځواکونو بعضي اسلامي افغاني حدودو ته پاملرنه ده کړي او په خپل سر کورونو ته ننوتل او دملکي کسانو وژنه هغه لاملونه دى چې افغانان يې زمونږ له شتون سره  مخالف کړي دي.
په هر صورت اوس به راشو ديته چې امريکا څه شي ليوله کړه تر څو په افغانستان کې د ځان لپاره دايمي پوځي اډې ولري.
له تيرو څو کلونو څخه راپيل تر نن پورې امريکا غواړې چې په افغانستان کې د نړيوالو پام ځان ته راجلب کړي او متحدين يې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي، خو اوس امريکا چې د نورو هيوادونو ملاتړ يې په افغانستان کې له لاسه ورکړى او په خپله په امريکا کې هم زرده چې يو لوى ناورين رامنځ ته شي، د ځان لپاره دا بانه ګوري چې له يوې خوا وښيې چې دوى د افغانستان جګړه ګواکي ګټلې ده او له بلي خوا خپلې هغه موخې چې له پيل نه يې دوى د لاسته راوړلو په هڅه کې وو لاسته راوړي.
له بلې خوا اوس اوس په افغانستان کې امريکايې چارواکې دا نارې وهي چې په راتلونکې کال کې به جګړه نوره هم سخته شي او مخالفين به د خپل جنګ تکتيک بدل کړي، نو دا ښيې چې په راتلونکي کال کې به افغانان يو ځل بيا د جنګ په تورو لومو کې قربانې شي او ملکي تلفات به تر نورو ټولو کلونو پکې ډير شي.
خو د چارو يو شمير کاپوهان په دې اند دې،چې که چيري په افغانستان بهرنيو ځواکونو ته پوځي اډې ورکړل شي نو په هيواد کې به نا امني پراخه او او تر بل هر وخت به په افغانستان کې د جګړې لمن توده شي.
 
 
                                                                                                .