زمونږ ولسمشر څوک دى؟

ليکنه: عادل عزيزي
له تيرو ١٠ کالونو را په ديخوا او له درى لسيزو جګړو وروسته ، افغانستان د يو جمهوري نظام څښتن شو خلکو فکر کاوه چې افغانستان د يو خپلواک او په پښو ولاړ دولت څښتن شو او دي سره به د افغان د مظلوم ولس هيلي تر يو حده پوره شي او خلک به په ارامى سره خپل ژوند په مخ بيايې.
په لومړيو کې د افغانستان ولس خپل ځان ارام احساس کاوه او داسې يې انګيرله چې دا دي نور نو افغانستان د ترقى او پرمختګ په لور روان دى او له دي سره به د افغانستان غمځپلى ولس خپله ارده تمثيل کړي او له خپل حکومت سره به په ګډه د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو په رڼا کې کار کوي.
رابه شو ديته چې ولي د افغان ولس دغه هيلي له خاورو سره خاوري شوي او ولي خلک دي ته مجبور شول چې د دولت په ضد کړنو ته مخه کړي او ولي د دولت او ملت تر منځ تشه رامنځ ته شوه؟
په دولتي ادارو کې فساد، د اسلامي ارزښتونو سپکاوى،غلا، رشوت، شراب خوړل ، د  خلکو بيکاري، هغه لاملونه دي چې د ملت او دولت تر منځ يې تشه رامنځ ته کړه، او دي سره نور نو خلکو د قلم په ځاى ټوپک ته مخه کړه او د دولت په ضد يې دريځ خپل کړ.
د يو هيواد ولسمشر چې د هيواد د يو مشر حيثيت لري هغه څوک دى چې د هيواد د بشپړ حاکميت لپاره کار کوي د ملت د هر وګړي غږ واوري د ملت هر وګړي ته د قانون په رڼا کې ازادي و رکړي او په خپلو ټولو اړوندو ادارو څآر وکړي او د تنظيم لپاره يې هلي ځلي وکړي، او د يو خپلواک هيواد په توګه ځان خپل هر سيال ته وروښيې.
خپلواکي هغه اصل او غوښتنه ده چې افغان ولس يې له پخوا څخه پيژني  او په دي لاره کې يې زياتي د سر او مال  قربانى ورکړي او دهر يرغلګر په وړاندي يې مقابله کړي او د هغه شوم اهداف يې له خاورو سره خاوري کړي.
اوس به راشو ديته چې ايا په تيرو لسو کلونو کې دغه هر څه په سمه توګه ترسره شوي؟ ايا په ريښتني ډول ولسمشر د خلکو غوښتنو ته غوږ نيولى؟ ايا ولسمشر په خپله هره پريکړه کې ازاد دى؟ ايا خلکو ته مناسب کاروبار شته؟
څرګند حقيقت دى چې نه مو ولسمشر د خپل واک دى ، خلک مو همداسې په بې روزګارى کې شپي ورځي تيروي قانون مو د پرديو په خوښه جوړيږي او وروسته په هر ډول چې وي د پرديو له لوري  په خلکو باندي تپل کيږي، سره له دي چې په افغانستان کې زيات شمير بهرني او داخلي ځواکونه شتون لري بيا هم ولس يوه شيبه هم ځان ارام ډاډه نه احساس کوي او هره ګړى په يوه او بله بهانه خلک مړه کيږي، تورسرې مو کونډي کيږي او ماشومان مو يتيمان کيږي، خو برعکس يو شمير نور يې بيا ورځ تر بلي فيوډال کيږي، د نوو نوو کورونو او جايدادونو خاوند کيږي او افغانستان څه کوي په بهر کې يې د ځآن لپاره جنت خانې جوړي کړي.
ټاکنې چې ديو جمهوري نظام د ملا تير او پارلمان يې د تن حيثت لري په افغانستان کې په يوې ډندوري او ساعت تيري بدلي شويدي.
د تيرې د ولسي جرګي ټاکنې يو داسې ډندوره وه چې د ولسمشر څخه يې خپله لاره ورکه کړه او لا تر اوسه پورې يې لا لانجې په ځاى پاتي دي له يو پلوه خو له دغه ټاکنو سره پراخه درغلي مګرې وه او د بهرنيانو لاس وهنې، له يو پلوه مو ولسمشر بي پروا وو او له بل لوري خپله د افغانستان خلک.
په داسې حال کې چې ولسمشر په خپله نارې وهي چې دا نوي ولسي جرګه به يوه ګوداګى او دخارجيانو په لاس جوړکړاى شوي جرګه وي او ته د منلو وړ نه دى ، نو هغه نورو ته چې لا له وړاندي په همدغه شعار چې افغانستان يو استعماري هيواد دى کله دا دزغملو وړ وي چې په هيواد کې يې دي پردى لاسووهني وي،  خو له دي ټولو سره سره  بيا يې هم ولسمشر په خپله دغه ګوډاګى او د پرديو په لاس جوړې شوي جرګي ته د  مشروعيت اجازه ورکړه او دا دي وروسته له دي به خپلي غونډي کوي همدغه ګوډاګى جرګه بيا قانون جوړوي او همدغه قانون که ولسمشر يې وغواړي يانه په خلکو عملي کيږي.
که هر څو ولسمشر نارې ووهي چې د ځآنګړې محکمي پريکړې به عملي کيږي خو دا اوس د امکان نه لرې خبره ده هغه ښآغلى وکيل چې يو ځل يې د څوکى مزه څکلي وي او د ملت په وړاندي يې خپله دروغجنه لوړه کړي وي، کله هم نه غواړې چې په خپله څوکى باندي بل چاته ځاى ورکړي او د چا پلار به ورته ووايې چې تا درغلى کړي او نور نو ته د څوکى حق نه لري .
له بل لوري نوې ولسي جرګه د داسې وکيلانو څښتنه شوه چې لا له وړاندي يې د افغانستان د تجزيې نارې وهلي او لا له وړاندي يې د افغانستان له نوم سره خپل مخالفت ښودلى وو که چيرته همداسې د ولسمشر او د افغان ولس بي پروايې دوام ولري نو  لرې نه دده چې دغه ټولي خپلې غوښتنې به ترسره کوي ځکه چې په نوې ولسي جرګه کې د داسې خلکو اکثريت څوکى په برخه دي او که خلک وغواړي کنه دوى به دغه کړنې سرته رسوي او افغانستان به د تجزيې په لور کشکاږي.
په هيواد کې په داسې کړنو سره افغان ولس اوس دا نشي درکولاى چې ولسمشر يې څوک دى او هيواد يې د چا لخوا اداره کيږي،او که داسې کړنې لا جريان ولري نو د دولت او ولس تر منځ به يوه تشه رامنځ ته شي او افغان ولس به نور نو يو لوى بدلون ته مخه وکړي.
 
د يو نه تجزيه کيدونکي افغانستان په هيله