
ليکنه : عادل عزيزي
که له يوې خوا د
افغانستان ازادو ژورناليستانو په ريښتني ډول د هيوادوالو خدمت کړى او له خپل مسلک
نه يې په ښه توګه استفاده کړې ده، خو ډيرى ژورناليستان د خپل مسلک هغه اصل ته چې
وايې ژورناليست بايد د حقيقت په بنا بآندې خپل رپوټ او معلومات چمتو کړي پاتي
راغلي او په نني افغانستان کې زيات شمير ژورناليستان له ژورناليزم او ژورناليستى
څخه بده ګټه اخيستي او کله چې هم څوک د ژورناليست نوم اوري داسې نه وايې چې دا يو
ژورناليست دى بلکي وايې پريږده يې داټول دروغ وايې.
د موضوع د ښې روښانتيا
لپاره غواړم د خپلو لومړنيو شپو ورځو چې زه کله د ژورناليزم پوهنځى ته بريالى شوى
وم قصه وکړم:
له پخوا مي ډيره مينه
وه چې زه بآيد يو دآسې څوک شم چې په رآديو کې د خبر ويلو وړتيآ پيدا کړم او له
ډيرو هڅو وروسته مي وکولاى شول خپله دغه هيله پوره کړم.
په ١٣٨٦ کال کې
لومړنى شپې ورځي وي چې د کانکورد آزموينې نتيجې وتلې وي يو ملګري مي د شپې په نهو
بجو راته تليفون وکړ چې ته د ژورناليزم پوهنځى ته بريالى شوي يې له دې خبرې سره مي
د ډيرې خوشحالى نه په مخ اوښکې راغلې خو بيا هم ما دا منله چې زه دې دغه پوهنځى ته
بريالى شوي وم سهار اته بجې زمونږ د کور خواته انټرنيټ کلپ ته لاړم او چې مي هم
خپله آيډې ورکړه چې د کمپيوټر په سکرين راښکاره شوم او ريښتيا هم چې دغه پوهنځى ته
بريالى وم، له دې وروسته به کله هم چا پوښتنه رانه کوله نو په ډيري خوشحالى به مي
ځواب ورکاه چې زه د ژورناليزم پوهنځى ته بريالى شوى يم، هغه ډير منفي ځواب راته
وايه او ويل به يې ښه د دروغجنو پوهنځى ته بريالى شوى يې، ښه نو ته ګرد عمر دروغ
وايې، له دې سره به ډير مايوسه شوم او له ځان سره به مي فکر کاه چې دا ولي داسې
وايې ژورناليزم خو حقيقت او ريښتيا ته وايې نو دا ولي ماته وايې چې ته د دروغجنو
پوهنځى ته بريالى شوى يې.
له دې وروسته مي دا
کوشش کاوه چې ځان پوه کړم چې دا خلک ولي ماته وايې چې د دروغو پوهنځى ته بريالى
شوى يې، په لومړي ځل مي له خپل مشر ورور نه دا پوښتنه وکړه چې دا ټول ماته وايې چې
د دروغو پوهنځى ته بريالى شوى يې دا ولي؟ هغه راته په خندا کې وويل هو ريښتيا
وايې! خو له لږي خندا وروسته يې راته وويل دا هسې دا خبري کوي ستاسو مسلک ټول په
واقيعت او حقيقت ولاړ دى او ته بآيد هم هيڅکله دروغ ونه وايې او چې کله هم خبرونه
جوړوي نو له دقيقو مالوماتو په اساس به يې جوړوي! له دې خبري سره مي ځان د ډير
دروند مسئوليت څښتن وبآله او له ځان سره مي دا پريکړه وکړه چې په ريښتنې ډول به له
خپل مسلک نه ګټه اخلم.
اوس به راشو اصلي
موضوع ته چې ولي ژورناليستان خلک د دروغجن
په توګه پيژني او د دوى په خبرو او
رپوټونو باور نه کوي!
که له يوې خوا وګورو
د افغانستان په اساسي قانون او د رسنيو په قانون کې ژورناليستان د بيان له آزادى
څخه برخمن دي او ژورناليستان له پراخې ازادى څخه برخمن دي، خو دا چې ولي
ژورناليستان له خپلې دغه ازادى نه غلطه استفاده کوي او خپل مسلک ته يې د
سوداګرى بڼه ورکړې ده څه ناڅه به په همدې
اړه خبري وکړو.
د افغانستان په روان
نظام کې لکه چې مخکې مو يې يادونه وکړه ژورناليستانو ته د بيان د ازادى حق ورکړل
شوى دى، خو له بل لوري داسې يوه اداره نشته چې د دغه ژورناليستانو کړنې وڅاري، که
چيرته وي هم هسي تش په نوم به وي، د بيلګې په توګه لومړنى هغه ارګان چې کولاى شي د
رسينو روانې چارې وڅاري او کله چې هم له خپل مسک څخه غلطه استفاده کوي نو بايد د
قانون منګولو ته يې وسپاري، خو له
بده مرغه په افغانستان کې د رنګه چاره نه ترسره کيږي او نه هم داسې څوک شته چې له
دغه ارګان دا پوښتنه وکړي چې داسې کړنې ولي کيږي.
دا ټول هغه څه وو چې
په عمومي ډول د ژورناليستانو ستونزې نه بلکي له خپل مسک څخه غلطه استفاده وه، خو
په شخصي ډول چې ولي يو ژورناليست ته د دروغجن لقب ورکړل شي په دې موضوع خبري کوو.
د افغانستان اوسني
ژورناليستان چې کله هم له يوې رسنى سره کار کوي پوره هغه رسنى ته نه وي وفاداره او
دهغه تيزوالي، روڼوالي، او حقيقت اصل ته چې د رسنى سره مرسته کوي چې خلک يې د يوې
ريښتينې رسنى په ډول و پيژني پام نه کوي، بلکي د ده موخه يوازې پيسې وي او ددغه
پيسو د پيدا کولو لپاره دروغ هم وايې او هيڅکله هم د پيښې ځاى ته نه ځي او يوازې له خپل کمپيوټر او ټليفون څخه په ګټې
اخيستنې خپل رپوټ برابروي او ياهم نشي کولاى چې حقيقت ووايې ځکه ويريږي چې له کوم
ښکيل لوري څخه ورته خطر پيدا نه شي، د بيلګې په ټوګه که چيرته مونږ او تاسې سميزو
ژورناليستانو ته نظر واچوو نو هغوى داسې دي چې د ولايتي اداري خلاف هيڅ هم نشي
کولاى، او که چيرته يې وکړې يو دا چې د تهديد سره مخ کيږي او دا ويره هم ورسره وي
چې له وظيفې څخه يې څوک برطرف نه کړي.نو همدغه ويره ده چې ژورناليست مجبوروي چې
دروغ ووايې او ډير لږ خدمت پراخه انعکاس ورکړي، نو همدغه ځاى دى چې کله هم خلک د
هغه شخص کړنې وينې نو بيا هغه خبري چې ژورناليست په خپل رپوټ کې ځآى ورکړى وو(
مانا دا چې هغه ستاينې) د خلکو په وړاندې د دروغو بڼه خپلوي او نو له همدې ځايه
خلک په رسنى بې بآوره کيږي او نور نو هرژورناليست او هره رسنى ورته دروغجنه ښکاري.
له بل لوري په
افغانستان کې روانه نا امني هم دې ته زمينه برابروي چې ژورناليست دروغ ووايې او په
خپل رپوټ کې ځينې اوازې او افوهات ځاى پرځاى کړي حال دا چې ژورنالست هيڅکله هم يوه
اوازه خبر وبولي او هرې اوازې ته د خبر جامه ورواغوندي، ځکه دوى دا چاره کوي چې د
نا امنى له ويرې د پيښې ځاى ته نشي تلاى.
خو په ټوله کې مي له
ټولو ژورناليستانو نه دا غوښتنه ده چې اول دا چې په دغه مسک کې ځان مه داخلوى او
کله مو هم چې دغه ميدان ورودانګل نو بايد
چې په ريښتنې ډول د يو ژوناليست په حيث کار وکړي او خلکو ته دا وښآياست چې ژورناليزم دروغ نه بلکي حقيقت ته وايې.