خوست والي ته د سيمه ييزو ارګانونو او ايشيا فونډيشن لخوا ستاينليک ورکړل شو


 
عبدالجبار نعیمي :هغه وخت چې لوی خدای راڅخه راضي او ولس مو تقدیر او ملاتړ وکړي ، زموږ لپاره لوی  افتخار دی .
دا څرګندونې خوست والي عبدالجبارنعیمي هغه مهال په ډاګه کړې ، چې نوموړی د سیمه ایزو ارګانونو او ایشیا فونډېشن ادارې له لوري په ستاینلیک وویاړل شو.
 
د ایشیا فونډېشن موسسه چې د سیمه ایزه ارګانونو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه د ځانګړي بودجې له مخې د افغانستان په څلور دېرشو ولایتونو کې سرته رسوي ، له دې امله چې په خوست کې یې بودجه په سمو فعالیتونو په لګښت رسېدلي ، والي عبدالجبارنعیمي ته یې ستاینلیک ورکړ
هغه مراسم چې  د روان لمریز لېږدیز کال د سلواغې په ۳ مه نېټه په همدې موخه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، دخوست والي سربېره ، د ولایتي شورا وکیلانو ، په سوېل ختیځ زون کې د ایشیا فونډېشن مسوول محمدایاز عزیزي ، د ملکي ادارو مسوولینو، دیني علمااکرامو ، قومي مشرانو، مدني ټولنو فعالینو  او په خوست کې د سیمه ایزو ، ملي او نړیوالو خبري رسنیو کار کوونکو برخه اخېستي وه .
د غه مراسم د عزیز ملنګ له خوا د پاک قرآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شول .
ورپسې په جنوب ختیځ زون کې د ایشیا فونډېشن موسسې مسوول محمدایاز عزیزي د خپلې ادارې د فعالیتونو په تړاو د غونډې برخوالو ته مالومات ورکړل .د ده په وینا دغې موسسې د سیمه ایزو ارګانونود  ادارې په چوکاټ کې په ۱۳۸۹ کال د وري میاشتې په لومړیو کې په ازمایښتي توګه په فعالیت پیل کړی او د کال تر پایه د هر ولایت  لپاره یې ۳ لکه امریکایي ډالره چې ۱۵ ملیونه افغانۍ کیږي، بودجه ځانګړي کړي ، چې د میاشتې ورته ۲۵ زره امریکایي ډالره د ټاکل شویو موخو د اجراء په خاطر د ولایتي ادارې مشرتابه په واک کې ورکول کیږي . چې په هر ولایت کې د دوی یو استازی او د ولایت مقام ۳ کسیز هیت ټاکل کیږي ، چې یاده بودجه د مقام د مشرتابه تر نظارت  او هدایت لاندې په مصرف ورسوي .چې خوست په  ولایت کې دغه بودجه د ولایتي ادارې د مشرتابه له لوري  په مختلفو برخوکې په سمو فعالیتونو لګېدلي ده .عزیزي زیاتوله چې اداره یې په کال کې څو ځلې په یاده بودجه ترسره شوي کارونه ارزیابي او له نږدې ګوري ، چې بودجه یې څه ډول په مصرف رسېدلي .
د ده په وینا د ۱۳۸۹ کال ۳ لکه امریکایي ډالره بودجه ټولو ولایتونو ته په واک کې ورکول شوي ، چې په هر ولایت کې په بېلابېلو برخو کې په مصرف رسېدلي او رسول کیږي .خو د ګوتو په شمېر ولایتونو کې د دوی د پالېسۍ مطابق کارونه پرې سرته رسېدلي ،چې د هغې له جملې خوست والي عبدالجبارنعیمي په لومړۍ او دویمه ارزیابي کې لومړۍ مقام خپل کړی  دی .
 خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمی په خپله وینا کې د خوښئ  اظهار وکړ او ټولو خوستوالو ته يې د دغې معنوي وياړ مبارکي وویله د ده په وینا دا هغه څه دي چې موږ ټول دې ته هڅوي  ، ترڅو خپلو زوريدلو او بې وزله هيوادوالو ته لا ښه خدمات ترسره کړو  .
ده زیاتوله  د خوست ولايتي ادارې او نظامي ارګانونو تل هڅه کړي چې پدې ولایت کې امنیتي وضعه لا ډاډمنه کړي ترڅو په خوست کې د بیارغونې کارونو لپاره ښه زمینه برابره او د مرکزي دولت پام ځانته راوړوي .دده په وینا ښه حکومتداري هغه وخت رامنځته کېدای شي ، چې ټول مامورین د خپلو دندو پابند واوسي او په خپلو ادارو کې قانون پلی کړي .ښاغلي عبدالجبارنعیمي وویل ، په کار ده ، چې د شته امکاناتو سمه ګټه پورته کړو، چې پّه دې سره د مرکزي دولت او نړیوالې مرستندویه ټولنې باور لاسته راوړلی شو.که چېرې په دې کې پاتې راغلو ، د مرکزي دولت اونړیوالې ټولنې اعتماد پر موږ کمیږي ، چې تاوان یې زموږ نظام او ولس ته رسیږي . نعیمي وویل په دې باور یم ، چې په کومو ولایتونو کې د ایشیافونډېشن موسسې یا PBGF پروګرام دغه بودجه په سم ډول په مصرف رسېدلي وي ، په راتلونکي کال کې به یې بودجه  سلنه ۵۰٪ لوړه شي . خو له دغو مالي امکاناتو به د تېر په څېر د ظرفیت لوړولو ، د مېرمنو او معیوبینو لپاره د کورسونو په جوړولو ، عامه پوهاوي او د دولتي ادارو په تقویه کې په مصرف ورسوو، نوموړي وویل،دغه د PBGF پروګرام هغه مثبت پروګرام دی ، چې د سیمه ایزه ادارې د خپلواکې ادارې سره په تفاهم او همغږۍ ولایتي ادارو ته مادي امکانات برابروي ، ترڅو د هغې څخه د ټرانسپورت ، بیارغونې ، د ادارو دتجهیزاتو په برابرولو ، عامه پوهاوي ، برېښنا تخنیکي وسایلو او نورو برخو کې ګټه پورته کړي .مګر دا پروګرام په هغه وخت کې مثبت رول لوبوي ، چې د دې مادي امکاناتو څخه د رالېږل شوي طرزالعمل په نظرکې نیولو سره په ډېر شفاف صورت سره ګټه پورته شي او په دې لاره کې د ناوړه ګټه اخېستنې مخنیوی وشي .ښاغلي نیعمي د یاد پروګرام له بودجې څخه په خوست ولایت کې د ظرفیت لوړولو ، جوماتونو ته د وسایلو د برابرولو، د ادارو په تقویه ، ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې ترې  استفادې کولو یادونه وکړه .خوست والي عبدالجبارنیعمي له سیمه ایزه ارګانونو د خپلواکې ادارې او د ایشیا فونډېشن له مسوولینو مننه وکړه ، چې د خوست ولایت مقام یې په یاده لار کې د تقدیر وړ ګڼلی او ډاډ یې څرګند کړ، چې یاده بودجه  به په راتلونکي کې هم په شفاف او لازم ډول په مصرف رسیږي .
 
 
 
 
همداشان خوست والي عبدالجبارنعیمي له دیني علماءاکرامو ، قومي مشرانو او ځوانانو وغوښتل ، چې خپل ولس ته د سوکالۍ او خوشالۍ په راوستو کې فعاله ونډه واخلي او هغه کسان چې ناوړه فعالیتونه ترسره کوي ، مخه یې ونیسي او دې ته یې د تفاهم له لارې وهڅوي ، چې د هېواد په آبادۍ کې برخه واخلي ، ترڅو نور مو هېوادوال له کړاوونو او بدبختیو وژغورل شي .
همداشان نوموړي د ټولو ادارو په کارکوونکو غږ وکړ، چې خپلو هېوادوالو ته خدمت ترسره کړي او په ورځنیو چارو کې بریاوې خپلې کړي . د ده په وینا په کار ده چې له دې طلایي چانس څخه اعظیمه ګټه پورته شي .
د یادولو وړ ده ،چې خوست والي عبدالجبارنعیمي په خوست کې د څو میاشتې په لړ کې د دې ولایت ولایتي شورا ، مدني ټولنو ، د خوست د قومونو ، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ، د ډایاک پروګرام مرکزي کمیسیون ، د پوهنې وزارت ، د مشرانو جرګې ، د زراعت وزار ت ، د جمهوري ریاست د تعیناتو د لوی بورډ او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې له لوري په خپلو کړنو کې د بریاوو له امله په ستاینلیکونو ، تقدیرنامو او مېډالونو ویاړل شوی دی .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : دریم
نېټه :۱۳۸۹/۱۱/۳