
ټولو خوسمېشتو ته ښکاره ده ، چې خوست ولایت د هېواد د سرحدي ولایتونو شمېرل کیږي ، یو داسې سرحدي ولایت چې په کې ۹۹٪ وګړي په کې په یوه ژبه ، خو په څو لهجو خبرې کوي . د دوی ټولو دین ، کلتور ، دودونه او نرخونه یو شان او نه بېلېدونکي دي .
ددې ولایت د اوسېدونکو یوه ترټولو ښه ځانګړنه ، چې د هېواد په کچه مشهوره ده ، ښه مېلماپالنه او د مېلمانو درناوی کول دي . رښتیا هم د خوست ولسونه د خپلو مېلمانو خورا درناوی کوي . په اقتصادي لحاظ ډېر بې چاره او خوار وګړی هم ورغلي مېلمه ته ښه او د پام وړ مېلمستیا برابروي ، که په کور کې هېڅ هم ونه لري ، خو له هرې خوا چې وي ، مېلما ته دسترخوان په ډوډۍ غوړوي .
دویمه ځانګړنه یې داده ، کله هم چې د ملاتړ په موخه له یوچا سره په لیکو کې ودرېدل ، بیا نو خپل سرونه شیندي ، خو د لیکې له ملګرو نه بېلیږي . همدا لامل دی ، چې دتاریخ په اوږدو کې خوست د ټول هېواد لپاره د سیاسي او پوځي بدلون دروازه ګرځېدلي ده . له هر چا سره یې یوځل په یوه خبره چې هوکړه کړي ، بیا یې په مېړانه سر ته رسولي ده .
اوس هم همغه د یوې خبرې او کلکې ژمنې خلک دي ، خو ستونزه داده ، چې په وروستیو کالونو کې ترې چا ګټه پورته نه کړه او تر یوه بریده زړه ماتي شول .
تاسو وګورئ ، د لومړي ځل لپاره د ولسمشر حامدکرزي په ټاکنه او راوروسته سیاسي برخلیکونو کې یې څومره قربانۍ ورکړې .خوست وو، چې د ټول هېواد په کچه یې دټاکنوبهیر ته په حیرانونکي توګه راودانګل . داسې څه یې وکړل ، چې ورسره په افغانستان کې پرېکنده سیاسي بدلون راغی .
خووروسته سره له ډېرې قربانۍ ورکولو په ولایتي کچه له پامه وغورځېدل ، د وخت ولایتي ادارې د ځينو شخصي ګټوپه خاطر هغه څوک رامخې ته کړل ، چې دقوم استازي نه ، بلکې سوداګر وو. له بده مرغه هغه څه یې وکړل ، چې خوست خو یې چور او تالان کړ، خو د دې تاریخي ولایت نوم یې هم په پلازمېنه کابل کې دومره بدنام کړ، چې بېرته نېک نامي یې ډېره موده غواړي .
د نورو ولایتونو خلک په ځانګړي توګه مشران به ولسمشر او وزیرانو ته د خپلو ولایتونو د آبادۍ په موخه دبېلابېلو رغینزو پروژو د غوښتلو لپاره تلل ، خو د خوست محدود تحمیل شوي سوداګر مشران وو، چې د پروژو پرځای به یې د یوه ناحقه غیبت او د بل ناسمه ستاینه کوله .همدا دلیل دی ، چې خوست د هغو بنسټيزو پروژو محروم پاتې شوی، چې باید په دې تېرو څو کالونوکې منظورې او پلي شوي وای ، ترڅو په پلي کېدو سره یې له یوې خوا د خوست دخلکو اقتصادي ستونزې هوارې شوي وای او له بله لوري ورسره د بیارغونې له امله دې ښکلي طبیعي ولایت ته لا د پام وړ ښکلا ور په برخه شوي وای .
د والي صیب ښاغلي عبدالجبارنعیمي خبره چې خوست د نړۍ د ډېرو هېوادونو په نسبت ښایسته طبیعي منظره ، ښه مناسبه هوا او کاري امکانات لري .خو دخلکو یووالي ، کلک هوډ، ملي احساس او لږو خولو تویولو ته اړتیا لري . چې د ده په خبره کېدلای شي ، له دوبۍ هم ښایسته او پرمختللی شي .
رښتیا هم چې موږ دلته دملي احساس لرونکي مشران ، دیني علماء کرام او ځوانان لرو، خو پخوا یې کورونو ته پناه وړي وه ، د څو میاشتو راوروسته دولایتي ادارې د مشرتابه د هڅونې او کړنو په پایله کې دې ته اړ شول ، چې د مایوسۍ دېوالونه مات کړي او د حکومت سره په ګډه په ډېرو برخو کې لاس په کار شي .همداسې وشول ، د دولتي غصب شویو ځمکو په خلاصون ، د قومونو په یوالي او روغو جوړو ، اداري فساد او د بیارغونې په برخه کې د دوی هلې ځلې له چا پټې نه دي .
د خوست ولایت لپاره د بري ستر ټکی همدا دی ، چې د ښه فکر او ملي احساس درلودونکي کسان ولایتي ادارې د مایوسۍ له چاردېوالۍ راوباسل او د دې ولایت د آبادۍ او سوکالۍ په موخه یې ورسره په هره لاره کې ملګري کړل .چې ترڅنګ یې دخوست د اوسېدونکو سره نوي هیلې پیدا او پرحکومت یې له سره د باور مثبت سیوری وغوړېده .
اوس غواړم یو څو خبرې هغو کسانو ته وکړم ، چې د شخصي ګټو په خاطر یې د دې ولایت اوسېدونکو ته ستر اقتصادي زیان رسولی ، د دولتي ځمکو غاصبین یادوم ، چې د دوی له لاسه منظورې شوي لویې اقتصادي پروژې کنسل شوي او بودجې یې هم بېرته په راغلو لارو تللي دي .دوی ته مې
سپارښتنه داده ، چې نور د دې شومو کړنو لاس واخلۍ ، دا غیور ملت له نورو اقتصادي ضربوڅخه په امن کې وساتو او نور پرېږدۍ چې لږ د سوکالۍ او له پرمختګه برخمن شي ، هغه پلانونه ورته پلي شي ، چې ولایتي ادارې په ډېر اخلاص او صداقت جوړ کړي دي ، ترڅو خوستوال هم لږ ساه واخلي .
مبارزمحمدځدراڼ
۲ / سلواغه /۱۳۸۹