مسکو کې د تجار ګروپ سهامي شرکت په بلنه د افغان سوداګرو ترمنځ د آزاد بحث په بڼه ناسته وشوه

دغه ناسته په روسیه کې د افغان سوداګرو د ګډو اقتصادي ګټو پر بنیاد د پرمختللې سوداګرۍ په موخه د یو سهامي شرکت په چوکاټ کې د افغان سوداګرو د انسجام لپاره وشوه. 
څه باندې دوه کاله کېږي، چې په روسیه کې د افغان سوداګرو ترمنځ د یو اقتصادي ادرس د ایجاد په موخه هڅې روانې دي؛ تېره پنج‌شنبې د چنګاښ ۲۴مه په مسکو کې د لوبلینو بازار ته څېرمه تخار رستورانت کې د تجار ګروپ په بلنه د افغان سوداګرو ترمنځ د آزاد بحث په توګه غونډه ترسره شوه، چې د دغه سهامي شرکت پر طرحې، د آنلاین پرمختللې سوداګرۍ پر انټرنېټي پلټ‌فورم او د دغه اقتصادي او اجتماعيي سازمان پر ټولنیزو ګټو ګډونوالو بحث وکړ.
په سر کې د یاد سهامي شرکت مخکښ میرویس ویال طرحه وړاندې کړه، پدغه طرحه کې مهم موارد دا دي: 
·       په مسکو کې افغان سوداګرو په یو ګډ اقتصادي ادرس کې راټولول، ترڅو په ګډه په روسیه کې د افغانانو سوداګرو سوداګري قانوني، معیاري او آسانه شي؛ پدې شرکت کې به د ټولو سهامینو ګټې سره مشترکې وي. 
·       د افغان سوداګرو لپاره د انټرنېټي پرمختللي بازار آسانتیا برابرول او په روسیه کې افغان سوداګر آنلاین سوداګرۍ ته هڅول او په تخنیکي چارو کې له دوی سره مرسته کول. 
·       په مسکو کې زرګونو افغانانو ته له نورو کمپینو په آرازانه او آسانه توګه خدامات وړاندې کړي، پدې طرحه کې راغلي دي، چې د شرکت برخه‌وال غړي هغه محصولات، خورواکي مواد او نور د اړتیا وړ اجناس چې شرکت یې ولري باید له خپل شرکت څخه واخلي. 
·       له بهرنیو هېوادونو به افغان سوداګر د شرکت له لارې په قانوني توګه لومړي لاس مواد له سترو کمپینو اخلي او تر روسیې به یې د انتقال ټول خدامات د شرکت پر غاړه وي، چې پدې توګه افغان سوداګر له ګڼو ستونزو راوتلی شي.

ښاغلي ویال د دې طرحې په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته په وینا کې وویل: « موږ غواړو په روسیه کې افغان سوداګر د اقتصادي ګټو پر بنیاد سره راټول کړو، اقتصاد هغه څه دی، چې د انسان د ژوند ټول اړخونه یې متاثر کړي دي، په اقتصادي سیسټم کې د افغانانو را ټولولو ناممکن کار نه‌دی، ځکه نن اقتصاد په نړۍ کې داسې فکټور ګرځېدی دی، چې آن د انسان عاطفه یې تر خپل اغېز لاندې راوستې ده، یانې نوره دا ناهیلي نده، پکار چې افغانان به سره راټول او متفق نه‌شي.»

ورپسې د دغه سهامي شرکت سانپېتربورک څانګې بل مخکښ غړي ډاکټر معصوم شینواري د آنلاین بازار په اړه مالومات ورکړل، نوموړي پر افغانانو د نیوکې په توګه وویل چې ولې په روسیه کې د آزرباییجان، تاجیکیستان، ازبکیستان او قرغېزیستان خلک په پراخه کچه په روسیه کې آنلاین تجارت کوي؛ خو افغانانو لا په هغه کچه ندی پیل کړی، چې باید کېدای. 

د شینواري په خبره په روسیه کې افغان سوداګر باید آنلاین سوداګرۍ ته مخه کړي، ځکه چې ورځ په ورځ په بېروني بازار کې ستونزې په زیاتېدو دي او پرمختللې سوداګري په پراخېدو ده. 

ورپسې د تجار ګروپ د د انټرنېټي پلټ‌فورم د مسلکي او تخنیکي چارو متخصص الېګ ګولوېنکو د تجار ګروپ وېب‌‌سایټ او په د دغه انټرنېټي سیسټم په اړه تخنیکي مالومت ورکړل. 

تجار ګروپ په روسیه کې د افغان سوداګرۍ د پاره د یو انټرنېټي پلټفورم په توګه د آنلاین بازر لپاره یو ستر وېبسایت جوړ کړی، چې له فعالېدو سره به یې زرګونه افغان سوداګر وکولای شي، خپل مالونه په آنلاین بڼه په عمده او پرچون خرڅ کړي. د دې وېبسیاټ له فعالېدو سره په روسیه کې افغان سوادګرو ته د دې زمینه برابرېږي، چې په آسانۍ خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي. 

د دغه غونډې یو بل ګډونوال ډاکټر شیر حسن پدې اړه ګډونوالو ته په وینا کې وویل، په یوازې توګه دا کار نه کېږي، بلکې په روسیه کې مېشت افغان همداسې یو اقتصادي ادرس ته اړتیا لري او پدې برخه کې یې له میرویس ویال د دغه سهامي شرکت د موسس په توګه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې موږ له تاسو خپله همکاري نه سپموو او په شرکت کې به سهم هم اخلو. 

دغه پروګرام ته په روسیه کې له مختلفو پوهنتونو محصلین هم راغلي وو او په روسیه کې یې د افغانانو پر یوالي ټینګار وکړ. 

د خلکو دوستۍ پوهنتون د نړیوالو اړیکو محصل ډاکټر اسد نوري وویل، زه دا حرکت په نېک پال نیسم او خوښ یم، چې افغانان په یو نوي فکر سره راټول شي. نوموړي ژمنه وکړه، چې په فرهنګي چارو کې به له دغه شرکت سره همکاري کوي. د هغه په خبره موږ د یو ټیم په توګه په روسیه کې افغان ماشومانو ته پښتو، دري او روسي ژبه ورزده کوو، که چېرې دا کار د یو ادرس له لارې وکړو طبیعي ده، چې اغېزمن به ثابت شي. 

د خلکو دوستۍ نړیوال پوهنتون د محصلینو استازي بکتاش سعیدی وویل، که په روسیه کې زرګونه افغانان د یوې داسې پروژې په مرسته سره راټول کړل شي، افغان محصلینو ته به په دغه سهامي شرکت کې د مختلفو کارونو زمینه برابرېږي. 

یو بل محصل او په مسکو کې د کاتب انجمن مسوول فیروز نوروزي وویل، که افغان په روسیه کې دغه لویه پروژه بریالۍ کړي، کولی شو د افغانستان لپاره سالمه استفاره ورنه وکړو. 

د خلکو دوستۍ پوهنتون یو بل محصل هارون سمون د مدریت ټولنپوهنې څانګوال او د تجار ګروپ غړي وویل، اتحاد د افغانانو په ذهن کې یوازې یو مفهوم دی، قوي استورنه نه لري، چې عملي ژوند کې سره متحد شي. د ښاغلي سمون په خبره یوه داسې اقتصادي استوره رامنځته کول، چې پرمټ یې په روسیه کې افغان سوداګر مشترکې اقتصادي ګټې ولري، افغانان متفق کولی شي. هغه وویل ټیم‌ورک په نړۍ کې علمي واقعیت ګرځېدلی دی او افغانان هم باید نور علم ته احترام ولري او په یو اقتصاي ادرس کې پر متحد کېدو باور ولري.  

دغه پروګرام ته چې د آزار بحث بڼه یې درلوده د روسیې له سترو بازارنو مشهور سوداګر راغلي وو. 

ډاکټر شیراحمد ترکي د حقوقي علومو متخصص د تجار ګروپ سهامي شرکت طرحه وستایله او وې یې ویل، چې افغانان د داسې یو ادرس د بریا لپاره باید پانګونه وکړي. 

استاد شاه محمد ګویا سره د تجار ګروپ سهامي شرکت طرحه خوښه کړه او د افغانانو پر یوالي یې ټینګار وکړ. 

دغه راز یو بل ګډونوال میر احمد شیرزی حقوقپوه، وویل چې افغانان په روسیه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دغسې یو ادرس کولی شي د دوی ستونزې حل کړي. 

په روسیه کې د افغانستان سفارت سواګریزې آتشې ډاډ ورکړ، چې د افغانستان سفارت په روسیه کې د افغان سوداګرو د سوداګرۍ د ودې لپاره له دغه شرکت سره همکار دی او دا طرحه ستايي. 

ملي سوداګر رحمان سراجي وویل، چې دی له خپلو دوستاو سره چمتو دی، د مشترکو اقتصادي ګټو پر بنیاد په دغه شرکت کې سهم واخلي. 

استاد امروالدین سرحد هم د دغه شرکت طرحه وستایله او ژمنه یې وکړه، چې په شرکت کې به برخه اخلي. 

الماس خان د روسیې له ایواناوا ښار څخه د افغان سوداګر په استازیتوب راغلی و، نوموړي چې مخکې یې په دغه شرکت کې پانګونه کړې ده، وویل چې د روسیې په ایواناوا ښار کې به نور افغانان هم وهڅوي، چې د افغانانو د اتفاق په موخه په دغسې قانوي او معیاري اقتصادي ادرس کې پانګونه وکړي. 

انجینر رسول خان سندزی د تجارت ګروپ لومړی برخه‌وال د یوژنیا وروت له بازرا څخه د افغان سوداګرو په نمایندګۍ د غونډې ګډونوال و او د شرکت د بریا لپاره یې هیله وښوده. 

آصف خان د سداود بازار د افغان سوداګرو مشر وویل، چې دا کار ممکن دی او افغان سوداګر اړتیا لري، چې دغسې یو ادرس رامنځته کړي.

عبدالله احمدي د لوبلینو له بازاره د افغانانو په استازولۍ راغلی و او ویې ویل، چې نور افغان سوداګر به هم پانګونې ته راوبولي.

محمد فهیم په ملل متحد کې د افغانانو د چارو مسوول وویل، چې افغان که پداسې یو اقتصادي ادرس کې راټول شي، دلته په روسیه کې به ډېری ستونزې په آسانۍ د یو ادرس له لارې حل کړي. 

انجینر مطیع الله هم د شرکت طرحه وستایله او ویې ویل، چې حاضر دی، پدغه سهامي شرکت کې پانګونه وکړي. 
په دغه پروګرام کې افغان سوداګر خوشبین وو او په روسیه کې د افغانانو سوداګرۍ د معیاري کېدا او آنلاین پرمختللي بازار لپاره یې هیله وښوده، چې افغانان به سره متفق شي او د یو قانوي ادرس له لارې به په روسیه کې د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې راکمې کړي.