د ساکښو د رغښت تیوري په اړه خاطرې

په انځور کې ۴۲ کلن سړی یوژن هووان نومېږي، د چین دی، په ټوله نړۍ کې پر ډېر ویښته لروونکي شخص مشهور دی.
د دغه سړي بدن ۹۶ سلنه برخه ویښتان لري، مانا یوازې ۴ سلنه لوڅ حسابېږي، نور پر وېښتو پټ دی. هووان د یوویشتمې پېړۍ له عجیبو انسانانو دی. Famous for : The official name ‘ World’s hairiest man ‘ by the Guinness Book
د تکامل تیوري په اړه خاطرې؛
کله چې تاسو د تکامل د تیوري په اړه پوه شوئ، ستاسو ذهني غبرګون څه وو؟
کېدای شي دا زما د په ژوند کې د عطف نقطې وبلل شي، چې د ژوند د تشریح په اړه څو ځله له ذهني غبرګونونو سره مخ شوی یم؛
په مذهبي محدودو ټولنو کې د رغښت په اړه د خلکو تصور ښه ندی؛ کله چې دا بحث مطرح کېږي، له بده‌مرغه جوخت د بې‌دینۍ تصورات د خلکو اذهانو ته ورځي، پداسې حال کې چې رغښت یوازې د انسان د تکامل پروسه نه بیانوي. په معاصره نړۍ کې مالوماتو ته انسانان په ډېرې آسانۍ لاس‌رسی لري، د مثال په توګه آن سنتي ټولنو کې انسانان ذهناً ډېر پرمختللي دي، پر نړیوالو ژبو پوهېږي او د انټرنېټ په مرسته هر وخت کولی شي د خپلې خوښې علمي مسلې په اړه مالومات ترلاسه کړي، یانې دا اوس یوه عادي مسله ده، چې پر دغسې مسایلو په آزادانه توګه بحث وشي. که ونه‌شي هم د ټولنې ډینامیزم ایجابوي، چې خلک په نوره نړۍ کې د مهمو مسایلو، علمي تیوریو، بدلونونو، اټکولو او نورو ډېرو مفاهیمو په اړه پوه شي.
دا د رغښت په اړه تخنیکي بحث ندی او نه یې هم ژبه علمي ده؛ خو د علمي بحث لپاره یو هڅوونکی کېدای شي. 
په ۲۰۰۷ کال مې د خپل پلار کتابونه لټ په لټ کول، د حزب اسلامي یو وړوکی کتاب په لاس راغی، شین رنګ یې و، اوس د کتاب نوم رانه هېر دی، پدې کتاب پر کمونیزم سرسرکي بحث شوی و، لږ لږ مې ولوست، پکې راغلي وو چې ماده پرستان وايي انسان د بیزو له نسله دی، ۱۲ کلن وم، زما ذهن داسې څه نشوای تحمل کولی، سخت بد تاثیر یې راباندې وکړ، له یو ډول ذهني ټکان سره مخ شوم، چې څنګه ممکنه ده انسان دې دغسې باور ولري؟
په ۱۳۸۸ کې کابل ته راغلم، کابل هغه وخت داسې نه و، جنګونو کې لګېدلي سوري سوري دیوالونه زیات وو، لا هم په راکېټونو لګېدلې د برق وسپنیزې پایې پر ملا ماتې ولاړې وې. یوه ورځ باغ‌وحش ته ولاړم هلته مې په لومړي ځل شادیانې له نږدې ولیدې؛ یوه پکې لږ غټه وه، داسې په ځیر به مې ورته کتل، په لاسونو یې له پاکټ چاکلټ ایست؛ زموږ یو کلیوال غوندې راته وه اېسېده، له دې سره مې ذهني ټکان وکړ، توبه خدایه؛ دا خو انسان غوندې لاسونه او قواره لري.
پر لار مې ډېر سخت چرت خراب و، که څه هم ذهناً د تکامل تیوري راته د تحمل وړ نه وه؛ خو پدې مې فکر خراب و، چې ولې کافران یا غیر مسلمانان دغسې عقیده لري، موږ ته داسې باورونه را تزریق شوي وو، چې غیرمسلمانان ټول همداسې باور لري، هغه وخت د ادیانو په اړه بېخي نه پوهېدم، فکر مې کاوه، له مسلمانانو پرته ټول انسانان دغسې عقیده لري.
زما هغه باور یو ډول ریښتیا دی، د رغښت پر معاصره تیورۍ اوس د انسانان ستره کتله باور لري. دوی خپل دینونه داسې ورته تفسیر کړي، چې له تیوري سره یې ټکر ختم کړی دی.
څو کاله وروسته مې پوهنتون ته لار پیدا کړه، عاقل او بالغ شوم، دا تیوري راته ریشخند برېښېده.
په ۲۰۱۵ کې مې فلسفه کې مطالعه پیل کړه، د ډاروینیزم پر رد مې د دې تیورۍ له پلویانو سره بحثونه کول؛ د ذاکر نایک څو کتابونه مې ولوستل، څو فارسي او پښتو ترجمه ویډیوګانې مې یې وکتلې، یو بحث کې وايي، چې ډاروینان وايي، انسان د بیزو له نسله دی، نو اوس ولې بیزوګان شته دي او دا منځنی انسان چېرې دي؟
د ذاکرنایک دا پوښتنه ماته بحده چلېنجي وه، ما ویل ټوله نړۍ منیکه ځواب ورکړي.
یوه ورځ مې کابل کې له یوه ملګري سره بحث شو، هغه پر تکامل عقیده لرله؛ خو پر دین یې هم عقیده لرله. دا کس ماته بېخي جالب و، زما استدلال دا و، چې یا به دین منې یا ډاروینېزم، خو هغه ویل نه، د ډاروین تیوري یوه علمي تیوري ده، زه نشم کولی ورنه منکر شم. ما ویل، ته خو بیا د خلقت نظریه مطلقه ردوې؛ نو بیا څنګه ځانته مسلمان هم وايې. دلیل یې دا و، چې د آدم او بي بي حوا کیسه په قرآن کې سېمبولیکه راغلې ده. هدف یې دا و، چې قرآن له تکامل تیوري سره تضاد نه لري. له دې کس وروسته زه پر دې تیوري بیا فکر کولو او تحقیق ته وهڅېدم.
غالباً درې کاله وړاندې مې پدې اړه ځینې ډاکومېنټرۍ وکتلې، یوه ورځ یوه ملګري سره مېلمه وم، سهار راپاڅېدم وروسته له لمانځه مې کمپیوټر آن کړ، نه پوهېدم، زه ولې دومره جدي هڅېدم چې پدې اړه حتمن باید نوي مالومات پیدا کړم. یوه ډېره مهمه ډاکومېنټري مې وکتله؛ د ژوو تکامل یې ډېر ښه علمي تشریح کاوه، مختلف حیوانات مې ولیدل چې له محیط سره ځان څنګه عیاروي او څنګه رغښت ترسره کېږي.
کله چې هستوګنځي ته راتلم، ملي بس کې وختلم، له څنګ سره مې یو هزاره هلک ناست و، داسې منحني خوله یې وه، دا زنه یې لکه د شمپانزۍ وتلې وه، دې هلک د بس له ښیښې هاخوا کتل، ما به چې له څنګه داسې ورته وکتل، خداوراستي ما ویل که شمپانزۍ ده، بس یوازې ویښتان نه لري. ذهناً مې ټکان وکړ، عجیب تصادف و، ځان سره مې وویل، ولې زه د یوې ډاکومنېټرۍ له لیدو وروسته داسې څه وینم، لکه خوب کې چې یم، باور مې نه راته. هستوګنځي ته چې ورسېدم، هم خندا راتله، هم ذهناً یو ډول ګډ وډ وم، یو ملګري ته مې کیسه وکړه، ما ویل داسې څه عجیب تصادف و یاره. هغه هم خندل، راته وايي، نه، ستا ذهن کې ډاکومېنټري وه، ځکه دې هزاره هلک داسې لیدلی. ما کړل، ډاکومېنټري مې په ذهن کې وه؛ خو چې داسې سم به مې ورته وکتل، پخدای دا زنه یې داسې وتلې وه، سترګې یې هم داسې چوغې وې او دا شنډې یې هم داسې منحني وې، لکه د شمپنانزۍ.
کله چې مسکو ته راغلم، پدې اړه مې یو څه مطالعه پیل کړه، یوه ورځ له یوه مسلمان سره مخ شوم، هغه هم پر دې عقیده و، چې انسان له آسمانه ندی راغلی، د ځمکې مخلوق دی؛ همدلته پیدا شوی. ماته جالبه پدې وه، چې څنګه یو وخت کې یو څوک هم مسلمان کېدی شي او هم پر ډاروینزم باور لري. هغه وخت مې روسي کمزورې وه، له هغه مسلمان سره مې زیات بحث ونشوای کړلی، ځکه مفاهیم مې روسي کلماتو کې نشوای وړاندې کولی.
یوه ورځ مې یو افریقایی هغه هزاره رقم ولید، افریقایان تور رنګ هم لري؛ دا هم بېخي عجیب انسان و.
څه وخت وروسته مې د ژبپوهنې له یوې متخصصې عسایي نجلۍ سره بحث شو، هغه عقیده لرله، چې ډاروینېزم یوه ډېره علمي او پېچلې تیوري ده، د ژوندانه تکامل یې خورا علمي تشریح کړی دی؛ ویل یې زه بلکل عقیده ورباندې لرم.
ما ویل نو دا څنګه کېدای شي چې په یو وخت کې دې سړی هم پر دین باور ولري، هم پر اېولوشن.
زما سوال دا و، چې ستاسو په دین کې خو هم انسان له آسمانه راغلی دی! بیا نو څنګه ممکنه ده، چې پر دین دې هم باور ولرې، پر اېولوشن هم؟
د دې نجلۍ دیني استدلال دا و، چې انسان فزیکلي همدلته تکامل کړی دی، روح یې له آسمانه راغلی دی. همدا یې عقیده وه، دا هم راته جالبه وه.
یوه ورځ د ډایناسورانو موزیم ته لاړلم، هلته د ژوو پخواني مختلف فوسیلونه مې له نږدې ولیدل، ډېر راته جالب وو، ما هېڅکله په تیږو کې د نباتانو او حیواناتو دغسې واضح څېرې نه وې لیدلې. پدې کې داسې حیوانات هم وو، چې میلیونونه کاله وړاندې یې ژوند کړی و، خو اوس نشته دي؛ خو په ډبرو کې یې څېرې پاتې شوې دي. دا چې ولې په ډبرو کې د حیواناتو او نباتاتو څېرې پاتې کېږي، پدې اړه د ځمک‌پوهنې او آریکیالوژۍ له مختخصصینو سره بحث وکړئ، قناعت‌بخش ځواب درکوي.
له‌دې وروسته مې څو ځله د هوموتاپینسونو او نیندرتالونو بحث وڅېړلو، د دې تیوري په تشریح کې خورا مرسته کوي. زه چې کله وپوهېدم د اېولوشن معاصره تیورې دا نه وايي، چې انسان د بېزو له نسله دی، بلکې شمپانزیو او انسانانو په یوه جینیټیکي کورنۍ کې تکامل کړی دی، دا نو پدې راته جالبه وه، چې د رغښت نوې تیوري د انساني تکامل په اړه د ډاروین تشریح ردوي.
که څه هم پر دې تیوري به ډېری انسانان تر ما علمي پوهېږي، له بده مرغه زه نشم کولی، له خپل مسلک هاخوا پدې برخه کې څېړنې وکړم؛ ګني خورا جالبه ده.
یوه ورځ مې پدې اړه ګوګل کې مالومات کتل، د امریکا د وین ډر ډیرویټ ایالت د طب فاکولتې د علمي څېړونکو تحقیقات ښيي، چې د انسان او شمپانزۍ ډې اېن اې ۹۹.۴ سلنه جېنېټکي مشترکات لري، دا نو بې کچې ذهني ټکان ورکوونکې ده.
څو ورځې وړاندې مې له خپل استاد سره بحث شو، زه نه پوهېږم پر کوم دین باورمند دی یا ندی؛ زما سوال دا و، چې د ساینس او مذهب ترمنځ اړیکې ته تاسو په کوم نظر ګورئ؟
ځواب یې اوږد و، د ایولوشن په اړه یې وویل، مذهب هم وایي چې ساکښ له اوبو پیدا دي او د تکامل تیوري هم دا خبره کوي، هدف یې دا  و، چې دین له رغښت سره ټکر نه‌لري.
لدې وروسته چې کله د چارلېس ډاروین موزیم ته لاړلم، هلته نو کیسه یوازې ډاروینیزم ده، ډېر نوي او خورا جالب مالومات راته وشول.
دا هم جالبه ده، په ۲۰۱۴ کې یوې امریکايي محکمې حکم وکړ، چې شمپانزۍ په حقوق بشر کې نه‌شي شامېلېدای، دا چې د دې حکم او بحث هدف څه و؛ بېله مسله ده؛ خودي موضوع خورا جالبه ده.
یوه ورځ مې د ایران د طباطبايي پوهنتون د محقیقینو یوه مقاله ترلاسه کړه، پدې کې کوښښ شوی و، چې د قرآن کریم او تکامل تر منځ تضاد حل کړي، دوه نوعه استدلال شوی و، یو محقق پدې اند دی، چې قرآن تکامل صراحتاً نه ردوي، زه یې له استدلال دفاع نه کوم؛ یوازې د یو آزاد انسان په توګه د هرچا استدلال د غور وړ بولم.
محمد حسین طباطبايي وايي د انسان د پیدایښت په اړه د اسلام لید له تکامل تیوري سره توپیر لري. د قران د آیتونو مطابق لومړي انسانان آدم او حوا وو او اوسني انسانان د دوی اولادونه دي. مګر په قران او احادیثو کې داسې شواهد موجود دي چې د آدم او حوا له پیدایښت څخه مخکې نور انسانان هم وو، چې د دوی تخلیق د ادم او حوا له پیدایښت څخه جلا و او ادم او حوا د پخوانیو انسانانو څخه نه دي.
پدې اړه د طباطبايي مشهور اسلامي پوه نظریات نور هم کتلی شئ.
د اسراییلو په اړه ویل کېږي، هغوی چې پر خارفاتو ډېره ټینګه عقیده لري، دوی داسې باور لري، چې موږ له آسمانه راغلي یو نورو انسانانو تکامل کړی دی.
تازه د هووان چینايي سړي په اړه وپوهېدم. د دې سړي په اړه مې مالومات وکړل، ځینې وایي، چې د اولیه انسانانو جېنېټکي خواص ممکنه ده، زرګونه نسل وروسته هم راڅرګند شي. دې سړي ته چې ګورې ته به وايې، چې بیزوډوله انسانانو به له شمپانیزیو سره ظاهراً هم بېخي فرق نه درلود.

بیزوډوله انسانان ساینس کې هغو انسانانو ته وایي چې شمپانزۍ او هوموتاپینسونه ورنه بېل شوي وي، هومو تاپینسونه موږ اوسني انسانان یو. مانا بیزوډوله انسانان د بیزوګانو او انسانانو اجداد بلل شوي دي. دا د انسان په اړه د ساینس نوې تشریح ده، چې پخوانی ډاروینیزم پکې ردېږي، یانې معاصر رغښت داسې نه  وايي، چې انسان د بیزو له نسله دی.
تر اوسه مې شمپنانزۍ له نږدې نه وې لیدلې، له ښه مرغه د مسکو باغ‌وحوش ته ورغلم او څوګونه ډولونه مې یې له نږدې ولیدل.
دا چې هر ځل زما ذهني غبرګون څه و، خورا ډېرې کیسې شته دي، کاش نه اوږدېدی، که څه هم زه پر ډاروینیزم عقیدتاً باور نه لرم، خو پدې اړه څېړنې کول کومه ګناه نه بولم. د یو علمي انسان په توګه هېڅوک ځانته حق نشي ورکولی، چې یوه تیوري پدې خاطر ونه لولي، مشاهده یې نه کړي، چې باور نه پرې لري. علوم ټول خدای پیدا کړي، هر انسان حق لري، څېړنه وکړي.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې انسان دومره محکوم دی، چې د څېړنې حق هم ورنه اخیستل شوی دی.